کابل کې ماین چاودنې ۱ تن وواژه او ۱ بل ټپي شو

کابل کې ماین چاودنې ۱ تن وواژه او ۱ بل ټپي شو


  • 1 کال دمخه (15/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 325

د کابل امنیتي مسوولین وایي نن مازدیګر ناوخته د کابل ښار د ۱۷ ناحیې اړوند خیرخانې سر کوتل سیمه کې پر یو کرولا ډول موټر د مقناطیسي ماین چاودنې له امله یو تن وژل شوی او یو بل ټپي دی.

د مسوولینو په وینا دغه چاودنه پر یو شخصي موټر شوې چې تر اوسه د وژل شوي او ټپي شوي کس د هویت په تړاو څه نه دي ویل شوي.

ددغې چاودنې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو د پیښې په تړاو د پولیسو څیړنې پیل شوي

کابل ښار وروستیو کې د مقناطیسي ماین چاودنو شاهد دی چې تر ډیره یې قربانیان ملکي وګړي دي.