تر مبینې فتحې روسته په افغانستان کې جګړه ختمه شوې؟

تر مبینې فتحې روسته په افغانستان کې جګړه ختمه شوې؟


  • 2 مياشتي دمخه (28/09/2021)
  • هارون ناسر
  • 683

د طالبانو تحریک د رامنځ ته کېدو ترشا سیمه ییز او نړیوال لوبغاړي، اهداف او عوامل په اثبات رسېدلي دي خو تردې هم کره حقيقت او واقعيت دا دی چې طالب غورځنګ شپږویشت کاله وړاندې پر کابل د مسلطو جهادي تنظیمونو د کوڅه واکۍ او تنظیمي جګړې په درشل کې سیاسي او پوځي ډګر ته را داخل شوی دی، هغه مهال د بې ثباتۍ له غېږې سیاسي اقتدار ته رسېدلي د طالبانو اسلامي امارت افغانستان په نړیوالې انزوا کې تم کړ او اوسمهال بیا ځلې پر کابل تر واکمن کېدو روسته د فتحې کاذب غرور او د واک لیونۍ تندې دوی پر هماغه پخواني دریځ درولي او افغانستان له نړیوالې انزوا سره مخ کېدونکی دی؟

د طالبانو تحریک چې جنګي اړخ يې په مراتبو د افغان ځواکونو په پرتله کم وو د يوې پيچلې لوبې په نتيجه کې په ډراماټیک ډول د عنوان شوي ولسواک جمهوري نظام تر پرځېدو روسته له سختو پړاوونو او ازمونونو سره مواجه دی؟

طالبانو د خپل ظهور په څېر بیاهم له سیاسي ډګره د سیاسي ګوندونو او جريانونو له حذف سره د قدرت تشه او بې ثباتي لاپسې ژوره کړه،‌ باېده دی چې ځینو پوښتنو ته ځوابونه وموندل شي او وضاحتونه وشي دا لیکنه همدې مواردو ته کتنه کوي؟ د طالبانو په وجود کې د افغانستان د دولت ماهیت ړنګ کړای شو هغه څه چې د توجیه وړ نه دي او نه د طالبانو ډله له تاریخي مسؤلیت برائت حاصلولای شي، دوی نه یوازې د افغانستان او افغانانو خود اراديت، استقلال،‌ ملي تاریخي وقار ننګولی بلکې سل کاله پر نړیوال سټیج د نړېوالو اړیکو او ډیپلوماسۍ په برخه کې پرشا ګرځېدلي دي، د حاکميتونو تغییر د سیاسي وسلوالې مبارزې محور او اصلي غایه ګڼلی شي خو د دولتونو انحلا ‌بیا د بحرانونو د طراحانو په لوبه کې سیاسي ځان وژنه ځکه ده چې مجریان يې دوی ته د ترسیم شوې ناکامۍ پر لور چټک ګامونه ور اخلي، دلته پوښتنه مطرح کېږي آیا طالبانو دا ډول سیاسي انتحار کړی که نه؟

د هېواد روان وضعیت یې ښه ترا انځور منعکسوي. که څه هم د طالبانو د تحریک جوړښت ته له پیله قبیلوي سکښت ورکړل شوی خو کړنې صیې نیابتي دي او هغه که په هره بیه وې د ځانګړو اهدافو د ترلاسونې لپاره استخدامېږي، د بامیانو د بودا دوه مجسموص نړول، د کابل په شمال کې د انګورو تاکونو یا د سوځېدلې ځمکې ( زمین سوخته ) او ځینې نورې ...

تګلارې د طالبانو تر چتر لاندې په غوښتي یا ناخوداګاه شکل پلې شوې دي چې د تاریخي مسئولیت سربېره يې دوی د ولس پر وړاندې ودرول. د طالب غورځنګ تګلارې د تېرې واکمنۍ، وسله وال مخالفت او اوسني حاکميت پرمهال د عملي پاراډکس ښکار دی، په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې د امریکا متحده ایالاتو ته د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن سپارلو په اړه د رهبرۍ په کچه د طالبانو دریځونه متضاد وو، د امارت د مشرتابه او دوه زره علماوو پرېکړه د اسامه سپارنې په طرف وه خو ملا محمد عمر اخوند بیا یاده پرېکړه ویټو کړه، د هغه مهال د امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل له نړیوالې ټولنې سره د ډیپلوماسۍ او مذاکراتو د دوام غوښتنه لرله خو د ملا محمد عمر اخوند دریځ دا وو چې د برېتانيا صدراعظم ټوني بلير او د متحده ايالاتو ولسمشر جورج ډبليو بوش دې له هغه سره په غېږ ورشي، اوسمهال طالبان د بهرني سیاست په برخه کې سخت غوراوي په مخ کې لري متحده ايالات او لویدیځ متحدان يې په افغانستان کې له اوږدمهالي بې ثباتۍ او ناامنۍ سره تړلي اهداف لري چې د سیمې د هېوادونو غبرګونونه به وپاروي خو دویم تحلیل دا دی چې چین له متحده ایالاتو سره د احتمالي جګړه ييزې مخامختيا لپاره سیمه يیز اتصال ته اړتیا لري چې په افغانستان کې د ثبات ټینګښت ددې هېواد لپاره حتمي امر دی.

آیا طالبان د ښکر پر ښکر زبر ځواکونو ترمنځ انډول رامنځ ته کولای شي، د سړې جګړې پرمهال او را روسته د عربو او لویدیځې نړۍ، ایران او عربستان، هند او پاکستان ترمنځ کشمکشونو او نیابتي جګړو کې له وړاندې میلیونونه افغانان ووژل شوې او افغانستان د مادي او معنوي ویجاړۍ درنه بیه ادأ کړې ده، په لومړي قدم کې باېده دی چې طالبان د پاکستان پر وړاندې د استقلالیت ثباتولو سربېره له ایران، چین، روسیې سره اړیکې او له متحده ايالاتو سره پټ دوه اړخیز توافقات واضح کاندي.

د نړۍ د سترو قدرتونو ترمنځ روانه خطرناکه لوبه طالب مشرتابه ته د لمس و درک وړ ده که نه؟ او که بياځلې د نړۍ د سترو قدرتونو مشران پهلوانۍ ته ور بولي؟ د بهرنيو ځواکونو د شل کلن اشغال او حضور چې عامل يې په خپله همدا د طالبانو تحریک وو په سیوري کې افغانستان له صفره پیل کړه سره له معایبو او نواقصو چې په خپل ځای د نقد وړ دي خو افغانان د حاکمیت، نظام او قانون خاوندان شو، پرمختګ پر دې وو چې د روښانتیا، ویساینې دروازې يې بېرته کړې وې، آيا طالبان کولای شي یوازې په ډل محوره توګه د افغانستان اجتماعي، امنيتي، سیاسي او اقتصادي چارې کابو کاندي؟

په داسې حال چې افغانستان دا مهال د وچکالۍ له امله بشري ناورين سره مخ دی، د نوي سلنه ټولنیز فقر سربېره د اقتصادي رکود له امله افغانۍ د انفلاسیون پر لور روانه ده، له بله اړخه د ښځو، خبریالانو پر وړاندې ځپوونکی چلن حتما منفي انعکاس لري. د بیان آزادي، ښځو زده کړې او د مدني او سیاسي حقونو خوندینه د ټولنې په ثبات او پرمختګ کې ټاکنده نقش لري خو طالبان ضد نیولي دي هره ګړۍ فرصتونه ضایع کوي، سطحي مسایلو ته يې لومړيتوب ورکړی د انځورونو څېرل، نومونو بدلون، د پخوانیو دولتي منسوبينو پلټنه او نیونه د افغانستان مسئله نشي حل کولای، اساسي ستونزه دا ده چې لاهم د دولت ارکان بشپړ نه دي، حکومت سرپرست دی او د قضاييه او مقننې قوې برخلیک معلوم نه دی، دوی ته سپارل شوی آماده سیستم فلج دی او د نظام چلونې عاجز دي، دلیل دا دی چې طالبان له ټولنې سره پخلا نه دي، دوی نه د نورو منلو ته چمتو دي او نه يې هم ټولنه هضمولای شي، د حکومتونو د وجودي فلسفه اصل د خدماتو اراییې، د قانون پلیتابه، عمومي نظم ساتنې باندې ولاړ دی چې د حاکمیت د پایښت او نظام پياوړتيا سبب ګرځي خو په دې تول کاڼي اوسنی حاکم طالب مشرتوب واضحآ ناکام دی.

افغانستان چې په تېره نيمه پېړۍ کې د شپږو مختلفو نظامونو او رژیمونو د پرځېدا شاهد وو، جګړه تحمیلي او نیابتي وه خو په سنګر کې دا افغانان وو چې په پردۍ مرمۍ، کلاشینکوف، سټینګر يې یو تر بله سره ووژل او هېواد يې وران _ ویجاړ کړ، د عقلانیت غوښتنه دا ده چې سیاسي او ولسي مشرتوب له سیاسي هوښیارۍ ګټنه وکړي، باېده دی چې ټول اړخونه، نخبه او مخور مشران پر یو ټغر سره کېني او د افغانستان د راتلونکې لپاره دې لاره هواره کاندي، د جګړې بالقوه خطرونه لاهم پر خپل ځای دي او که وضعيت په همدې ترتیب دوام پیدا کړي ددې امکان ډېرېږي چې افغانستان کرار کرار د يوې سترې پردۍ جګړې پر میدان بدل شي چې بیا به يې هم قرباني افغان او افغانستان وې. نه متحده ايالاتو ماتې نه ده خوړلې او نه طالبانو مبینه فتحه کړې ده، افغان او افغانستان ټوک ټوک دي، د حکومتونو پرځونه مهمه نه ده ساتنه او دوام يې مهم دی، یوازې په طالب کراسۍ دا چاره ممکنه نه ده، که طالب مشرتابه له اوسنیو ورمخامخ حقیقتونو او واقعیتونو مخ واړوي، د افغانانو ملي ارادې ته مراجعه ونه کړي او نور اطراف ترڅنګ ونه مني، د خپل زوال مهر يې په خپله وهلی دی، حی علی الفلاح.