هلمند کې د طالبانو له زندانه د ۱۳ تنو را خوشې کول

هلمند کې د طالبانو له زندانه د ۱۳ تنو را خوشې کول


  • 6 مياشتي دمخه (14/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 253

ملي دفاع وزارت وایي چې کمانډو ځانګړو ځواکونو تیره شپه د هلمند ولایت د واشیر ولسوالۍ اړوند سیمه کې ۱۳ تنه د طالبانو له زندان څخه راخوشې کړي.

د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې په دغو عملیاتو کې ۱۳ ملکي وګړي او یو پولیس چې له طالبانو سره زنداني وو له زندان څخه را خوشې کړي دي.

خبرپاڼه دغه راز وايي چې د کمانډو په دغو عملیاتو کې یو کرولا ډوله موټر، درې موټرسایکلونه او درې پایې مخابرې هم د افغان کمانډو ځواکونو لاسته ورغلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.