په بلجیم کې دافغان مهاجرو ژوند او ستونزې


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • ډاکټر حباب پریشان
  • 271

 په افغانستان کې د نوي انتقالي حکومت څخه وروسته ډېرۍ مهاجر افغانان وطن ته په ډېرو امیدونو راستانه شول ولی په لږ وخت کې دغه هیلې په اور لمبه شوې.خراب اقتطاد فقر او بیچارګې، بی کاري، په کانکور کې د ځوانانو نه بریا، په ټولنه کې  ورځ تربلې بد امنتي حالات او دی ته ورته نورې ستونزې هغه څه دی چې ډېرۍ کورنۍ او په خاص ډول تنکې ځوانان یی اړ کړل چې بیاځلې هیواد پریږدي او نورو هیوادونو ته دمسافرۍ کچکول په غاړه کړي.

ددی ځوانانو څخه زیات شمېر د پاکستان او ایران له لارې ځانونه په داسی ډول  اروپا  ته رسوي چې هره شیبه، هرقدم یې د ژوند او مرګ ترمنځ راګیر وي. په سختو لارو، ډېرو اوبو، ځنګلونو او اغزن سیمو خپل قدمونه پورته کوي چې یو شمېر یې دلارو په اوږدو کې دمرګ تر کومي هم ورتیریږي که څّه هم ددی ستونزو په اړه د میډیاوو څخه ډول ډول راپورونه خپریږي خو بیا هم افغانان دسبا ورځې دیو ښه ژوند په هیله دا سختي پرځانونو تیروي او اورپا ته روان وي. یو شمېر کورنۍ دخپل اولادونو د ښه راتلونکي په باور خپل کورونه، ځمکې او نور ملکیتونه پلوري یا یې هم په ګروۍ ورکوي ترڅو هغه شمېر پیسې لاسته راوړي چې داروپا سفر پری برابر شي.
ډېرۍ وخت قاچاقبران زمونږ ځوانان او دکورنۍ غړي په خپلو خوږو او پستو خبرو دوکه او پیسې ترلاسه کړي بیا نو دلارې په اوږدو کې لوږې، تندې، ښکنځلې، وهل ډبول او ان جنسي تیري پری کوي په میاشتو میاشتو په داسې ځایونو کې یې اچوي چې په ډول، ډول جلدي ناروغیو اخته وي چې  دغم او تداوې خوړلو یې څوک نه وي.
د اروپایې هیوادونو دجملې څخه یو هم بلجیم دی چې ګڼ شمېر افغانې کورنۍ او په خاص ډول افغان ځوانان پکې میشت دي او اوس هم ورته په دی نیت را روان دې چې ګوندې دقبولۍ اسناد به لاسته راوړي ولی  نن سبا په دی ځای کې ډېر شمېر ځوانان در په در او خاورې په سر ګرځې نه یې قبولې شته او نه هم داوسیدو ځای او مکان.
هره ورځ په سلګونه کسان په بلجیم کې دمهاجرینو عمومي کمیسارۍ دروازې ته سهار وختې  په لیکه ولاړ وي په دوی کې د درد او پریشانۍ علامې په افغانانو کې د ورایه مالومیږي څه مو ده وړاندې دخپلو کارونو لپاره نوموړي ځای ته تللی وم د ورایه مې په یو ځوان سترګې ولږیدې چې دسترګو ګاټې یې ننوتې وو، شونډو یې وچ پترې دځانه ښکاره کول، سر یې ببر او خیرن جاکټ یې په تن و، ورنږدی شوم او دسلام او روغبړ وروسته یې راته خپله کیسه داسی شروع کړه:
نن می اتمه ورځ پوره کیږې چې په ټراین ستیشن یا هم پارک کې ویده کیږم دشپې پولیس مونږ پسی سپې را خوشي کوي او خوب تری نشو کولای زما په څیر ډېرې افغاني کورنۍ  چې ماشومان ترڅنګ لري هغوي ته یې هم ځایونه نه دي ورکړي کله چې  دلته (کمیسارۍ) ته راشو نو دوي وایې  چې په کمپونو کې ځای نه لرو او بل داسی څوک یا مرجع نشته چې په دی برخه کې خپلې مرستې مونږ سره وکړي نو د ډېرو ستونزو سره مخامخ یو، چې عربان  یا نور څوک ډوډۍ راوړي ویې خورو کنه نهر یو، دلامبا ځای او د څښلو اوبه نشته، پخوا به یې دشپې خوب لپاره کلیساوو کې پریښودو اوس مو هلته هم نه پریږدي نو ځکه په دی حال ګرځو.
یو بل افغان ځوان چې د منفې جواب اخیستلو وروسته یې د کمپ څخه شړلی و هغې په خپلو خبرو کې وویل وروسته د څوارلس میاشتو راته انټرویو راغله خو جواب می منفی واخیست او اوس راته ترک خاک راغلی چې زه باید بلجیم پریږدم ولی بل ځای ته ځکه نشم تللې چې دمره پیسې په جیب نه لرم چې غرمه پری یو کپ ډوډۍ واخلم نو څنګه بل هیواد ته واوړم او  دګوتو اکسری می  دلته اخیستل شوی که څوک ولاړ شي نو بیرته یې بلجیم ته راستوي او دلته دا حال دی دخوب او خوراک ځای مالوم نه دی.
د همدې ځوان په وینا چې په کمپ کې ورسره یو افغان ملګرې وسیده او هغه د ایټالیا ګوتې درلودی خو وروسته یې  د ایټالیا د حکومت څخه  هغه اسناد ترلاسه کړی وو چې باید هغه خاوره  پریږدی کله چې دلته راغی نو شپږ میاشتی په کمپ کې اوسیده د انترویو اخیستلو په ورځ یې نوموړی  بند کمپ یا زندان ته ولیږه، زندان ورته ځکه وایی چې بهر دتللو، تلیفون کې خبرو کولو او نورو څیزونو اجازه پکی نه وي. دبند کمپ څخه یې یی دوه هفتی وروسته ایټالیا ته واستوه او دهغې ځای بیرته دځانه سره د خاورې پریښودولو اسناد راوړل او له دې ځای لوګزمبورګ ته ولاړ چې دهغه ځای بیرته دلته را وشړل شو اوس په ټراین ستیشن کې په پوډرو روږدی پروت دی.
یوه ورځ می یوه افغانه میرمن ولیده چې پنځه ماشومان ورپسی وو دهغې په خپله وینا چې ۱۸ میاشتې په کمپ کې وسیدلې او د دوهم ځل منفي ځواب وروسته یې ښځه او ماشومان دکمپ بهر شړلی وو داسی وخت وو چې بهر ونې او بوټې په سپینو واورو پټ وو خو دوې نه پوهیدل څه وکړی او چیرته ولاړ شي ځکه اروپا یې هیوادونه داسی ځای دی چې کله څوک اسناد ونه لري نو یو کس د بل سره هیڅ ډول مرسته نشي  کولای ځکه  دا ډول خلکو ته پناه ورکول جرم ګنل کیږي نو هماغه وي چې  په ټراین سټیشنونو کې شپې سبا کوي.
په بلجیم کې ډېرۍ  د اوسیدو کمپونه په لرې پرتو سیمو او ځنګلونو کې موقیعت لري، په کمپونو کې دمختلفو هیوادو، نژادو او مذهبونو خلک په یوه خونه کې اوسیږي چې شمېر یې ترشپږو نیولی او تر اته یا لسو  مجردو کسانو پوری رسیږي چې کله نا کله  دځوانانو ترمنځ شخړې او جنګونه هم منځ ته راځي.
په کمپونو کې دساعت په حساب سره دری وخته داسی ډوډې ورکول کیږي چې اوسیدونکي یې دخوارک څخه راضي نه وي، جوش شوی کچالو، جوش شوی وریجې  او مکرونې هغه څه دي چې همیشه یې خوراک بلل کیږي، دټولو لپاره یوه قاشوغه، قاشوق پنجه او خوراکي قاب تکراري استعمالیږي په داسی حال کې چې د ډېرو هیوادونو خلک په تور زیړي، ټی بی یا تبرکلوز او نور ډول ډول ساري ناروغیو اخته وي چې د نوموړو خوراکي اسبابو د استعمال په واسطه یې هم د خپریدو امکان وي خو چاره او بله لار نه وی چې سړی یې غوره کړي.
ډېر وخت په کمپونو کې د ډاکټرانو امکان نه وي او یا هم لوې دردونو او ناروغیو لپاره په پرستامول سره درملنه کوي یو شپه زمونږ په کمپ کې یوه افغانه ښځه چې حامله وه ناڅاڅه پری درد راغي او په ځمکه را پریوته تر ډېره وخته پوری یې څوک نه ورنږدی کیدل دا ځکه چې دکمپ د مسؤلینو په وینا  دکمپ اوسیدونکي دځانونو لپاره یوه پلمه برابروي ترڅو دقبولۍ اسناد واخلي خو داسی نه  نوي دا ځکه چې ځمکه هغه سواځي چې پری اور بل وي، نوموړي ښځه په بد حال پرته وه چې څو شیبو وروسته یوه دکمپ ښځینه کارکوونکې راغله او نوموړې ناروغې ته یې دوه دخوب ګولۍ ورکړي او هغه تر بل ماښامه پرته د خوراک او څښاک ویده وه.
یوه ورځ راته یو ملګرې کیسه کوله چې شپږویشت شپې دغاښ د درد څخه کړیده چې کله به یې د ډاکټر غوښتنه وکړه نو ورته به یې پرستامول ګولۍ ورپشا کړې خو ډاکټر ته یې معرفی نه کړ تر اخره له خپل درد څخه کړیده، ددی په شان ډېرې ستونزې دی چې ځوانان ورسره لاس او ګریوان دي چې سر یې تر رواني ناروغیو او ډیپریشن یا ژور خپګان پوری رسیږي  ولی بیا هم دپارک او نورو ځایونو څخه کمپ اوسیدو ته  مهاجر خوشالیږي ترڅو ځانونه یې د باران دڅاڅکو په امان وي.
په دی ورستیو کې په بلجیم کې قبولې ورکولو خبر نه اوریدل کیږي پرته له منفي جواب څخه دا ځکه چې ګن شمېر هیوادونو وګړې چې افغانان هم پکې شامل دي غواړي دقبولۍ لاسته راوړلو لپاره خپل د مشکلاتو وړاندیزونه (کېسونه) په دی هیواد کې وړاندې کوي د میاشتو او کلونه انتظار وروسته ډېر شمېر افغانان تری د منفي ځواب ترلاسه کوي او بیا د ولږو او تندې شیبې بیدیا تیروي.
د افغانانو ددی ستونزو سربیره دا هم یوه ستونزه ده چې د نورو هیوادونو خلک یوه ټولنه او بنیاد لري او د قبولۍ وروسته خپلو وګړو سره په مستقیم  یا غیر مستقیم ډول مرسته کوي  ولی کله چې کوم افغاني قبولې واخلې  بیا په هفتو او میاشتو دکور پیدا کولو پسې ګرځې او څوک نه وې چې ورسره په دی برخه کې لاس نیوی وکړي. یو تنکې افغاني چې د نن څخه څه موده دمخه اسناد واخیستل بیا ورته کور نه پیدا کیده او چې کله یې وخت پوره شو نو دکمپ څخه یې بهر کړ دا ځکه چې د قبولۍ وروسته دهر چا لپاره یو معین وخت ورکول کیږي چې باید دځان لپاره کور پیدا کړي، دهغه په وینا زه په ژبه نه پوهیږم او څوک نشته چې راسره ترجمانې وکړي.
یوه بله ستونزه چې قبول شوي کسان ورسره مخامخ دي هغه داچې دکار نه شتون د ځوانانو لپاره زورونکي او دردونکي دی چې په دی وروستیو څو کلونو کې مهاجرو پرته  اروپایان هم د بی روزګارۍ څخه سرونه ټکوي که څه هم یو اندازه ټولنیزې پیسې د هر قبول شوی وګړي ته ورکول کیږی خو هغه د کور د کرایې، د خوراک او پوشاک نه زیاتیږی او هر ځوان غواړی یو اندازه  دخپلو کورنیو سره مرسته وکړي یا هغه پورونه پری ادا کړي چې تر دې ځایه رسیدلی خو د قبلوۍ پرته  هغه کسان چې په کمپونو کې اوسیږي د هغوي لپاره نه دکار کولو حق شته او نه هم ټولنیزي پیسې.
په دی کې شک نشته چې د نورو هیوادونو وګړو لپاره به هم په دی شان ستونزې او کړاوونه وي ولی هرچاته خپل دبدن غوښې ګرانې او دارزښت وړ دي نو ماته هم دټولو په سرکې د دردیدلې افغانانو ستونزې ترمخه شوی او ومی غوښتل د نورو هیوادوالو سره یې شریکی کړم او هغه رازونه ورته په ډاګه کړم چې یو نیم یې د ورایه دخوبونو په ډول ویني خو حقیقت هسی نه وي.
په دی هیله چې یوه ورځ مو په ګران وطن افغانستان کې د سولې، امن او خوشالیو ټغر خپور شي چې هر وګړی د خپل کورنۍ ترڅنګ په دغه ټغر کیني او دمسافرۍ  څخه خلاص شي.
امین