حنیف اتمر د افغان سولې لپاره د نړیوالې اجماع د پیاوړتیا په لټه کې ده.

حنیف اتمر د افغان سولې لپاره د نړیوالې اجماع د پیاوړتیا په لټه کې ده.


  • 8 مياشتي دمخه (09/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 375

حنیف اتمر د ګڼو هیوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره غږیدلی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هڅه کوي تر څو د افعان سولې په اړه نړیواله اجماع پیاوړې کړي. ددغه وزارت ویاند ګران هیواد وایي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د ګڼ شمیر هیوادنو له وزیرانو او ديپلوماتاتو سره، په دې موخه غږیدلی، ترڅو د سولې ددویم پړاو خبرو لپاره نړیواله اجماع پیاوړې او یو قوي ملاتړ ترلاسه کړي. ګران هیواد، د بهرنیو چارو د وزیر محمد حنیف اتمر له خولې ویلي، چې د افغان سولې لپاره یې د ګڼو هیوادونو د مرستو ژمنې تر لاسه کړي او لا به یې هم دغه هڅه دوام لري.

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر دغه اقدام په داسې حال کې کوی، چې نن یو وار بیا په دوحه کې د افغان سولې پر سر خبرې پیل شوې.