آیا جنګي جنایتکاران لا نه دي پیژندل شوي؟


  • 11 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • نیازګل روښان
  • 301

د ملګروملتونو د بشري حقونو یوه پخوانی لوړ رتبه څیړونکي فیلیپ السټون له ملګروملتونو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د جګړې د ښکیلو اړخونو له خوا د ملکي کسانو دمرګ ژوبلې موضوع وڅیړي، ددغو مرګ ژوبلو عاملین دې وپیژندل شي او محاکمې ته دې وړاندې شي.
 د ملګروملتونو د بشري حقونو په چارو کې دغه پخوانی څیړونکی د ا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کړې چې د ملګروملتونو د شمیرنو له مخې سږ کال په افغانستان کې د ملکي کسانو دمرګ ژوبلې شمېره له زرو تنو اوښتی ده..
ده په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه د غزې جګړې ته د ورته څیړنې غوښتنه کړې ده.
په دې رپوټ کې دجنګي جنایتکارانو دپیژندلو او محاکمې غوښتنه شوې ده، او دافغانستان په اصطلاح د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم دغه غوښتنه تایید کړه او دهغې ملاتړ یې وکړ. خو پوښتنه داده چې آیا لا تراوسه زموږ په هیواد کې جنګي جنایتکاران نه دي پیژندل شوي؟ او آیا د بشري حقونو خپلواک کمیسیون تراوسه په څه بوخت و، چې لا دا ورته څرګنده نه ده چې په هیواد کې یې کومو کسانو له بشري حقونو څخه سرغړونه کړې ده او په جنګي جنایتونو تورن دي؟
سره له دي چې دافغانستان دبشري حقونو دخپلواک کمیسیون په مشرتابه تل دا تور و، چې دځینو سیاسي، ګروپي او سیمه ایزو موخو له مخې بې پلوه نه دی او دهمدې لپاره یې تراوسه د جنګي جنایتکارانو په جنایتونو سترګې پټې کړې دي، ددغه کمیسیون له جوړیدو کلونه تیر شول په ملیونونو ډالر ولګیدل خو دغه کمیسیون لا تراوسه په هیواد کې دجنګي جنایتکارانو نومونه نه دي په ډاګه کړي.
دلته او هلته د انتقالي عدالت په نامه غونډې او سیمینارونه جوړ شول اعلامیې صادرې شوې خو لا اوس هم په هیوادنۍ او نړیواله کچه د جنګي جنایتکارانو دپیژندلو او محاکمه کولو تشې خبرې کیږي.
په تیرو دریو لسیزو کې په افغانستان کې ځینو ډلو او اشخاصو داسې جنایتونه ترسره کړل چې له هیچا څخه نه شي پټیدای.په کلیو بمباري او دملکي خلکو ډله ایزې وژنې، دکابل په تنظیمي جګړو کې ډله ایزې وژنې او بیا دطالبانو د ډلې جنایتونه او ورپسې همدا اوس دطالبانو دتروریستي ډلې اوناټو ځواکونو له خوا د بې ګناه ملکي خلکو وژنه هغه څه دي چې ترې انکار نه شي کیدای.
دا دافغانستان دبشري حقونو دخپلواک کمیسیون دنده ده چې په تیرو جګړو او اوسنیو جګړو کې جنګي جنایتکاران په ګوته او ټول ملت او نړۍ ته یې ور وپیژني.
د ملګروملتونو د بشري حقونو څیړونکي فیلیپ السټون ویلي دي چې، په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه هغسې یوې څیړنې ته اړتیا ده چې ملګروملتونو په غزه کې د اسراییلو د پوځي عملیاتو په اړه ترسره کړې وه.

ښاغلی السټون چې د بې محاکمې، بې پوښتنې او په خپل سر وژنو په اړه یي شپږ کاله د ملګروملتونو د ځانګړي راپورترپه توګه کارکاوه او یوه میاشت مخکې یي دنده پای ته ورسېده، له ابزرور ورځپاڼې سره په خپله لومړنۍ مرکه کې وویل چې، په افغانستان کې د جنګي جرمونو د ادعاوو په اړه د قانوني تعقیب نشتوالي ډیر د اندېښنې وړ ځکه دی چې په دې هېواد کې د جګړې په دوام سره د ملکي تلفاتو اندازه هم ورځ تر بلې زیاتیږي.

دملګرو ملتونو دغه څیړونکي  ویلي که دولتونه نه شي کولای چې په جګړو کې د ښکیلو اړخونو له خوا د ملکي تلفاتو په اړه د جدي سرغړونو په باب یوه مناسبه څیړنه ترسره کړي، عاملین یي په نښه او هغوي محاکمې ته راوکاږي، نو دا نړېوالې ټولنې ته د دې فرصت برابروي چې په دې برخه کې په یو ډول مداخله وکړي.
لکه څنګه چې ښکاري په افغانستان کې ددې غوښتنې دپوره کیدو لپاره څوک نشته، نه خو تراوسه دافغانستان دبشري حقونو خپلواک کمیسیون او نه هم نورو مسوولو ادارو په دې اړه کوم مشخص اجرات ترسره کړي دي د افغانستان تیر پارلمان خو لا ډیر وخت د په اصطلاح روغې جوړې په منشور تیر کړ او هڅه یې وکړه جنګي جنایتکاران دخلکو له محاکمې وژغوري.
نو په کار ده چې نړیواله ټولنه او نړیوال سازمانونه په افغانستان کې دجنګي جرمونو په اړه خپلواکه څیړنه وکړي او جنګي جنایتکاران دمحاکمې میز ته حاضر کړي، که نه بیا به هم همدا جګړې وي او همدا به د ملکي بې ګناه وګړو ډله ایزه وژنه.