کاپيسا کې وسله والو کسانو دوه تنه په ډزو ووژل

کاپيسا کې وسله والو کسانو دوه تنه په ډزو ووژل


  • 5 مياشتي دمخه (05/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 200

د کاپيسا ولایت امنیتي مسوولین وایي وسله والو موټرسایکل سپرو په بیلابیلو بریدونو کې د یاد ولایت د ولایتي شورا د یو غړي د ساتونکي په ګډون دوه تنه په ډزو ووژل.

د مسوولینو په وینا لومړۍ پيښه ددغه ولایت صیاد سیمه کې رامنځته شوه چې له امله یې د ولایتي شورا د یو غړي يو ساتونکی ووژل شو.

دغه راز د یاد ولایت د حصه دو ولسوالۍ په کالوته سیمه کې هم وسله والو کسانو یو ملکي وګړی په ډزو وژلی دی.

د مسوولینو په وینا ددغو پیښو په تړاو ۶ تنه نیول شوي.