چټل وطن, هغه چې انسانان پکې وسيله کېږي


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • نصرت ريحان
  • 313

 له لويه سره د پاکستان ډيزايننګ د انګرېز توطيه وه. کله چې اروپايانو د هند په شرقي کمپنۍ کې سياسي واک تر لاسه کړ، د جغرافيوي تراش د پلان په اساس يې يوه بې‌ملته احاطه د پاکستان په نامه ونوموله.

يو لور ته د کشمير او بنګله‌دېش او بل لور ته د پښتانه پر سينه د الماسو نشتر کش شو، د بنګال ډېرې تورسرې کاسېرې شوې، عزتونه لوټ شول، بې‌پتي معمولي چاره شوه، د اسلام‌اباد په نامه يوه نااسلامي پلازمېنه وټوکېده.
د پاکستان د تاريخ او جوړښت تر بيان تېرېږو، دا واضح ده چې پاکستان د نړۍ په حافظه او اخلاقي جغرافيه کې چېرته موقعيت لري. کله چې د داوود خان کوتاد عملي شوه، پاکستان د افغانستان پر وړاندې د خنډونو عملي تطبيق ته ملا وتړله، وروسته چې د کمونيزم سره څپه را پورته شوه او کورنۍ کورنۍ افغانان دغه نااهله ګاونډي ته ور کډه شول، هغه مړۍ چې ده په اسمان غوښته، پر ځمکه يې مفته بیامونده.
د عربو او پنجابيانو دالونو، خرماوو او خېمو د کيمپونو په ځوانانو کې د خپل وطن د لوټ او تالان جذبه را وپاروله، کله چې روس ووت، پاکستان د مجاهدينو له خرڅو مشرانو د تنظيمي انتشار په اپشن کار واخيست، کابل په سرو لمبو کې ګير شو. د اسد اختر شعار همدا و چې «کابل موسټ بورن.»
پاکستان ان تر اوسه پورې افغانستان په قرار پرې‌نه‌ښود، د طالب قدرت چې راغی، دوی يو څه لاس ور ونيو؛ خو دا په دې خاطر نه و چې د دوی له طالب او د امارت له شټينګرانو زړه رپېده، خبره دا وه چې د امارت په دوران کې افغانستان د پاکستان جېب ته ورته و چې هر مهال به يې غوښتل، لاس يې پکې وهلای شوای.
پاکستان د افغانستان يوازې هغسې نظام نه مانه چې د ده لاس يې په مټ کې نيو او د خوځولو اجازه يې نه ورکوله. اوس چې ځينې کسان د امارت د نظم و ثبات کيسه کوي، دوی بايد نور سر خلاص کړي چې کيسه څه وه؟
نظام يوازې دا نه دی چې بايسکل پکې غلا نه‌شي يا يوازې د لاس و پښې د پرې‌کولو نندارې کېږي، بلکې نظام د ټولنيز ثبات، نظم، کار او ژوند خوځښت او مهارول دي چې دا وړتيا د طالبانو تحريک نه درلوده.
کله چې امارت مات شو او لا غوبل جوړ شو، بيا افغانستان يوازې د چور په ميدان بدل شو؛ خو ښه دا وشوه چې يو د درواغو نظامګی پکې را منځ ته شو او په دې ډول امريکا نړۍ ته خپله د وړو پزه جوړه کړه.
تر ۲۰۱۴م وروسته چې امريکا نظامي پښې ور ټولې کړې او افغانانو سترګې پرانيستې، قصاب او جراح يې سره وپېژندل؛ نو يې د خپل نظام جوړولو مفکوره خپله کړه. انتخابات يې تجربه او زده کړل، نظام، اردو، ملي ګټې او ملي اراده او نړۍليد يې وپېژندل.
په دې کې پاکستان بېرته د خپلې ناولې فطري سليقې په اساس د طالبانو او نورو وسله‌والو چاغولو ته کار ووايه، د افغانستان زخمونه لا زاولن وو چې دغه مچر او غالبوزې بيا ورباندې را مرش شول. ان تر اوسه پورې د جګړې لمبې له هغې خوا را کږې دي، امريکا، پاکستان او افراطي ډلې هغه مثلث دی چې افغانستان يې د غڼې د جال په سياست او جګړه کې ښکېل کړی دی.
اوس چې افغانستان خپل نظام لري، مهمه ده چې پښې يې ټينګې کړو. خپل اقتصاد ورغوو. په نړۍ کې هيڅ وږی بادار نه‌شته، هر څوک چې ارزښت ساتي، مادي قوه يې مستحکمه وي. معنويت او ماديت يو له بل سره عکسي رابطه لري، که هر يو ژوبل شي، بل په تدريجي مړينه پيل کوي.
اوس په افغانستان کې د مذهب په نامه انارشيزم او ګډوډي مطلقه د مسلمان په زيان ده، د افغانستان اوسنی جنګ امريکا ته د روپۍ تاوان نه دی، يوازې د مسلمان پر مرۍ مزی تاوول دي. په کار ده چې يوه بين‌الافغاني تفاهم ته لار پرانيستل شي، ملت وپالل شي؛ ځکه زموږ ملت د امت خورا ياده او پياوړې حصه ده. هغه څوک چې د امت د داعيې په سيوري کې روان دي، هيڅکله د افغان ملت بهتري ګناه نه‌شي ثابتولای.
پاکستان د طالب پروژه وسيله کړې او خپله نامستقيمه جګړه غځوي، اوس بايد طالب سر خلاص کړي چې څوک د پاکستان د نقشې له پلي کولو عاجزه شي، فوراً لکه ملا عمر، ملا منصور، اسامه بن لادن، ملا برادرد او قنديل ملتانۍ د حذفولو وړ ګرځول کېږي.
څو چې پاکستان سالم سياست ته مخه نه کړي او يا خو يې نړۍ منزوي او افغانان مخ ور پرته نه کړي، همدا ناولتيا به پای ته و نه رسېږي. دا کيسې ډېرې پيکه دي چې اوسني افغاني کمکش ته د نيورياک د انهزام پرتوګ ور اغوښتل کېږي.
د يو باثباته افغانستان په هيله!
سرخط‬ ورځپاڼه