د کرونا ویروس د ۱۷۰ تازو پیښو ثبتیدل

د کرونا ویروس د ۱۷۰ تازو پیښو ثبتیدل


  • 8 مياشتي دمخه (25/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 315

 

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۱۷۰ نوې پیښې ثبت شوي چې له دې سره پر یاده ناروغۍ د اخته کسانو شمیر ۵۱ زره او ۷۶۴ تنو ته ورسید.

د مسوولینو په وینا په همدې موده کې د کرونا ویروس له امله ۱۳ تنه مړه شوي او ۹۶ نور بیرته ترې رغیدلي دي.

د معلوماتو له مخې تر اوسه په هیواد کې د کرونا ویروس له امله دوه زره او ۱۴۸ تنه مړه شوي دي.