په کابل کې د امریکا سفارت: طالبان بشري حقونه نه پېژني

په کابل کې د امریکا سفارت: طالبان بشري حقونه نه پېژني


  • 3 مياشتي دمخه (08/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 235

کابل کې د امریکا سفارت په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د طالبانو وروستی تاوتریخوالی د اندیښنې وړ دی.

خبر پاڼه کې وړاندې راغلي، چې پر کندز، شبرغان، لښکرګاه او زرنج ښارونو د طالبانو وروستي بریدونه د بشري حقونو نقض دی او دغه ډله هڅه کوي، چې د زور له لارې په خلکو واک وچلوي، چې دا هیڅ د منلو نه ده.

خبر پاڼه زیاتوي، چې د طالبانو دغه ډول کړنې د خبرو سره په ټکر دي؛ ځکه دوی د خبرو له لارې د جګړې د ختمېدلو دعوه هم کوي؛ خو عمل کې هیڅ هم نشته.

یاد سفارت په خبر پاڼه کې وایي، چې د طالبانو د بشري حقونو پر وړاندې بې پروایي به بشري ناورین رامنځته کړي.