ملګروملتونو د افغانستان لپاره نوی استازی ټاکلی

ملګروملتونو د افغانستان لپاره نوی استازی ټاکلی


  • 8 مياشتي دمخه (22/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 219

 

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی ټاکلی دی.

ملګري ملتونه وایي، رامز الاکبروف په افغانستان کې د دې سازمان د پخوانۍ استازې، توبي لنزر پر ځای ټاکل شوی او نوموړی به همدارنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کونکی هم وي.

رامز الاکبروف په ملګرو ملتونو کې د کار ۲۵ کلنه تجربه لري او د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې یې دنده ترسره کړې ده.

نوموړي له دې وړاندې هم په افغانستان د ملګرو ملتونو سازمان لپاره دنده ترسره کړې ده.