د عملیاتو دوام؛ لغمان کې شپږ تنه طالبان وژل شوي.

د عملیاتو دوام؛ لغمان کې شپږ تنه طالبان وژل شوي.


  • 2 مياشتي دمخه (01/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 175

چارواکي وایي، د افغان هوایي او ځمکنیو ځواکونو د بریدونو په ترڅ کې اوه تنه وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي، تېره شپه د لغمان ولایت مرکز دادو کلا او ارمل اړونده سيمو کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو په پرمهال شپږ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او یو بل تن یې ټپي دی. 

د یادې قول اردو په خبر پاڼه کې همداراز راغلي، چې په ورته وخت کې د وسله‌والو طالبانو وسلې او مهمات هم له‌منځه وړل شوي.

سرچینه زیاتوي، په دې بريدونوکې نور چاته زیان نه دی اوښتی.

چارواکي همداشان وایي، یاد عمليات په برياليتوب سره دوام لري.

تر اوسه وسله‌والو طالبانو څه نه دي ویلي.