پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو په تړاو پریکړه بیرته واخیسته

پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو په تړاو پریکړه بیرته واخیسته


  • 6 مياشتي دمخه (14/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 327

پوهنې وزارت د دې وزارت له تشکیلاتو څخه د اسلامي تعلیماتو معینیت د لرې کېدو پریکړه بیرته واخېسته.

پوهنې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دې وزارت په وړاندیز او د ولسمشر د منظورۍ پر اساس، د اسلامي تعلیماتو معینیت بیرته د دې وزارت په تشکیلاتو کې احیا شو.

یاد وزارت وایي، دغه پریکړه یې د ملي شورا او د هیواد د جیدو دیني عالمانو د غوښتنې پر اساس کړې ده.

پوهنې وزارت له دې وړاندې د اسلامي تعلیماتو معینیت د دې وزارت له تشکیلاتو لرې کړی و، چې پراخ غبرګونونه یې پارولي و.