هېواد کې د کرونا ۱۲۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

هېواد کې د کرونا ۱۲۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې


  • 11 مياشتي دمخه (12/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 272

روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱۲۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر، ۴۸ زره او ۹۵۲ ته رسېدلی دی.
د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۱۱ تنه مړه شوي او ۶۲ نور بیا بېرته روغ شوي دي.
د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر او ۹۶۰ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۸ زره او ۳۲۸ ته لوړ شوی دی.
د یادونې ده چې تر اوسه د کرونا اته زره او ۷۳ مثبتې پېښې فعالې دي.