د حکمتیار صاحب رواني کچ- مېچ


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • محمدیار یار
  • 261

 د حزب اسلامي یوه ډېر نژدې سړي، چې نور نو د دغه تنظیم او په تېره بیا حکمتیار صاحب غیبت ور ته سم- دم عبادت ایسي، را ته کیسه کوله چې د پېښور د قصه خوانۍ بازار په ډهکي نعلبندي کې د خپلې کتاب‌فروشي پر پارچال ناست وم، یو ملګری مې کتابونه په لاس تېرېده، ومې پوښت چې چېرته روان یې؟ ویل دا کتابونه دې اشنا (حکمتیار) ته ور وړم.

ما ورته وویل چې که زما منې نو د دې کتابو پر ځای یوه قاعده بغدادي سیپاره او یو د کڼو لپاره جوړ شوی د اورېدو ماشین ور وړه؛ زما د سلام تر څنګ ورته ووایه چې تېر سبقونه دې سم نه وو زده کړي، ځکه یې هیڅ فایده درته و نه کړه او هر څه دې له افغانستان سره یو ځای په اوبو لاهو کړل، نو دا قاعده له سره ولوله، سمه یې زده کړه او د کڼو اله هم تر دې وروسته استعمالوه، په دې چې غوږونه دې سم کار نه کوي څکه چې په ټول ژوند کې دې د هیچا مشوره وا نه ورېده، هره کیسه و فیصله دې په خپل سر وه او د یوازې سر پرېکړو نتېجه نو دغسې بدمرغي راوزي لکه اوس چې ته او ټول ملت دې پرې اخته یاست.
د ثور په شلمه د کلید راډیو په یوه ګردي مېز کې له ښاغلي حکمتیار سره د سولې پر خبرو په بحث کې د دغه حزب په نمایندګي له فضل من الله ممتاز او استاد حبیب الله رفیع سره د بحث ګډونوال وم.
ما وویل چې د محترم حکمتیار رواني جوړښت له یوه مطلق استبداد څخه عبارت دی، له بلې خوا دی په خپل ټول ژوند کې جګړمار پاتې شوی، اصلاً د سیاست له علم و هنر څخه بې‌خبره دی، ځکه خو په خپل تمام ژوند کې له جګړې، شخړو او خونړیو اختلافاتو پرته د سولې، تفاهم او جوړجاړي هیڅ فصل نه لري، نوموړی دومره مستبد دی چې د سولې لپاره یو له اساسي شرایطو څخه یې دا دی چې هیڅوک به له ده پرته د حزب اسلامي له نوم، نښان او کړنلارې څخه استفاده نه کوي.
ښه! له دې څخه اوس یو بل لوی بحث جوړېږي چې د ده حزب (اسلامي) دی، نو څوک به له ده پرته د اسلام ږغ نه پورته کوي او کړنلار یې قران دی، فلهذا دا به هم د ده ملکیت وي او بل څوک ورته د کتلو حق نه لري او محترمین هر یو وحیدالله سباوون، خالد فاروقي، ارغندیوال او قاضي محمد امین وقاد به د حزب اسلامي له ټولو بې‌شمېره شوراګانو سره یو ځای او غونډ منډ تر هر چا مخکې، هم تر اسلام ورته تېرېږي او هم تر کلام الله مجیده.
ښاغلي ممتاز زما په جواب کې وفرمایل چې اول خو باید له دې ناحیې ټول خاطر جمع شي او په دې نه بدلېدونکي واقعیت سر خلاص کړي چې؛ (حزب اسلامي، یانې حکمتیار او حکمتیار، یانې حزب اسلامي) نوموړي له ما سره په همدغه راډیو کې پر عین موضوع یو بل وخت هم ویلي ول چې؛ حکمتیار داسې دی لکه اوبه او دا نور فرکسیونونه او ټوټې یې تیمم غوندې دي، کله چې اوبه راښکاره شي، نو تیمم اتومات باطلېږي.
اوس نو تاسې د یویشتمې پېړۍ په بشرپالونکې او ډېموکراټه فضا کې د مطلقیت و استبداد لپاره تر دې ټیټ حد څنګه ټاکلای شئ؟ 
کله چې د نوموړي چلن له خپلو همسنګرو سره دغسې وي، څه فکر کوئ چې له نور افغان ولس سره به د بیان ازادۍ، فکري تولید، ذهني خلاقیت او ډېموکراسي په حصه کې څنګه وي؟
زه د خپلې مطالعې و مشاهدې او د حکمتیار د لارویو له کیسو څخه دې پایلې ته رسېدلی یم چې د ده رواني ساختار داسې جوش خوړلی چې غواړي ټول افغانان او په نهایت کې ټول بشر یو مخ محوه او دی یې پر ارواوو یوازېنی حاکم اوسي. 
په اصطلاح د جهاد په دوران کې، ټول هغه ملي شخصیتونه چې د افغان- شوروي جنګ په نتېجه کې یې یو ولسواک افغانستان غوښت او ترور شول، نو د تور ګوته یې په ټول عامه ذهنیت کې حزب اسلامي ته نیول کېږي، لکه، شهیدان: 
عزیزالرحمان الفت، ډاکتر پوهاند بهاوالدین مجروح، جنت ګل غروال، جنرال عبدالحکیم کټوازی، شګیوال او...د دوی تر څنګ یې پر څینو روشنفکرو و ملي ګرایانو لکه، ډاکتر صمد حامد، عبدالرحمان پژواک، ډاکټر حسن کاکړ، سید مسعود پوهنیار او...باندې داسې د تنفس ساحه تنګه کړه چې هغوی یې له دارالجهاد څخه دارالکفر ته په تېښته مجبور کړل.
همدا روحي جنون دی چې دغه منحصر به فرد فرد له هر چا سره، له هر ډول تفاهم څخه را ګرځوي؛ د پاکستانیو انصارو په غېږ کې همدغه د انجنیر حکمتیار ماجراجو و ځانغوښتونکې اروا وه چې د جهاد پرمهال د افغاني ارزښتو پر ضد د سي ای‌اې او ای‌ایس‌ای له سیاسي روان سره په ټوله همرنګۍ غاړه غړۍ شوه. 
نن هم په دې نه شرمېږي چې په شمشتو کې مېشت دی، خو د خپل وطن د مور غېږې ته د راګرځېدو لپاره شرطونه ږدي.
له پېښوره کابل ته د شمشتو کمپ د کټ و پیسټ مسله هم د دې واقعیت څرګندویه ده چې ښاغلی ګلبدین له خپل همدین ولس سره د اوسېدو فرصت نه خوښوي؛ غواړي د تل غوندې په افغانستان کې هم له افغان ملت څخه په تجرید او خاص سنګر کې ناست اوسي.
دغه جالب شخص د علم هغو لوړو ښاخو ته لاس اچولی چې دا پنج ګنج خو بېخي کتاب نه ورته ایسي، کنه نو د دغه اخلاقي کتاب دا یو بیت هم ورته کافي و شافي دی چې:
چهل سال عمر عزیزت ګذشت
مزاج تو از حال طفلی نګشت
د نوموړي خو خبره تر څلوېښتو هم ورتېره او ۶۸ کلنۍ ته رسېدلې، مګر خوی و بوی یې هماغه په کابل پوهنتون کې د طفولیت دی؛ هماغه بغاوت او هماغه ځان‌غوښتنه، ته به وایې چې دی باور لري چې رحمان بابا ټیک د ده په باب فرمایلي چې؛
هیڅ تغیر او تبدیل نه لري رحمانه
تل تر تله برقرار دی رب زما
سرخط‬ ورځپاڼه