امریکا کې یو تورپوستی دفاع وزارت ته غوره شوی

امریکا کې یو تورپوستی دفاع وزارت ته غوره شوی


  • 9 مياشتي دمخه (08/12/2020)
  • سیلۍ اسد
  • 304

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر جوبایډن غواړي په لومړي ځل یو تورپوستی جنرال د دغه هېواد د دفاع وزیر وټاکي.

 

جنرال لویډ اسټین تر دې وړاندې د امریکا د ګډو امنیتي ځواکونو د لوی درستیزوالي مرستیال وو، هغه د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال په منځني ختیځ او منځني اسیا کې د امریکایي ځواکونو قومندان و.

 

امریکایي رسنۍ وایي، جوبایډن غواړي دغه تورپوستۍ جنرال د امریکا د دفاع وزارت لپاره کانګرس ته ور وپېژني.

 

که کانګریس نوموړی د امریکا د دفاع وزارت لپاره تایید کړي دا به د امریکا په تاریخ کې لومړنی تورپوستی وي چې د نړۍ د یو ځواکمن پوځ مشري به ور وسپارل شي.

 

د امریکا ټاکلي ولسمشر جوبایډن د ټاکنیزو سیالیو پر مهال ژمنه کړې وه چې سپینې ماڼۍ ته له تلو سره به هغه څوکۍ تور پوستو یا مېرمنو ته وکړي چې مخکې نه وه ورکړل شوې

 دغه ۶۷ کلن جنرال اسټین اووه کاله کېږي له سپینې ماڼۍ وتلی، ځکه به د مشرانو او ولسي جرګې د باور رایې تر لاسه کولو لپاره دې جرګو ته ځي.