قطر کې د مذاکراتو مشترکې کمېټې بله ناسته کړې

قطر کې د مذاکراتو مشترکې کمېټې بله ناسته کړې


  • 11 مياشتي دمخه (06/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 366

په قطر کې د طرزالعمل تر نهايي کېدو وروسته اوس د دواړو مذاکراتي ټیمونو مشترکې کمېټې د اجنډا لپاره د موضوعاتو پر ټاکلو کار پیل کړی دی.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د اصلي مذاکراتو لپاره د اجنډا د موضوعاتو ترتیب لپاره د یکشنبې پر ورځ هم ګډې کاري کمېټې ناسته کړې او ټاکل شوې دغه ناستې ادامه پیدا کړي.

دوی وايي، چې په اجنډا کې د اوربند مسئلې شاملولو د دوی لپاره لومړیتوب دی.

په ورته مهال کابل کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د اوربند لپاره د تصویر تر عنوان لاندې یو نندارتون جوړ کړی او وایي چې نور باید د افغانانو وژنه بنده شي.

دوی وايي، چې دواړه اړخونه دې تاوتریخوالی کم کړي او اوربند دې وکړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت داسې مهال په اوربند ټینګار کوي چې پر طرزالعمل تر نهايي توافق وروسته اوس د ډيرو امریکايي چارواکو له خولې څخه د نوي حکومت د جوړېدو خبره شوې او تازه خلیلزاد هم د مصالحې عالي شورا د واک د ویش لپاره مناسب ارګان بللی دی.