ډاګتر اشرف غني احمدزي او ګردې ويرژلې کورنۍ ته يې!


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • رفيع الله ستانکزی
  • 322

د ډاګتر اشرف غني احمدزي د ارواښادې مور بي بي د دردېدلې مرګ څړيکې تر ما او د لوګر د محصلينو او ځوانانو د ټولنې غړيو هم  راورسېدې او د نورو دوستانو غوندې يې سخت ودردولو؛  نو، اجازه راکړﺉ، چې په دغه وير او ناورين کې درسره موږ هم يوځای اوښکې تويې کړو او د زړه له کومې خپلې ژورې خواشينۍ او خواخوږۍ  درڅرګندې کړو! ستاسې ويرژلې او دردېدلې کورنۍ ته له بښاند او لوراند څښتنه زغم او ستر اجر غواړو او مور بي بي ته جنتونه!
وياړ دې وي، پر داسې نېکمرغو ميندو چې داسې بچي يې نړۍ ته راوړي او ورته دمېنې مينه يې په خپلو شودو کې ورکړې ده. د هغوی دې ارواوې ښادې وي او د دوی دې هېوادنۍ او وګړنۍ مينه همداسې تانده او ښېرازه!

په درنښت

رفيع الله ستانکزی  او د لوګر د ځوانانو او محصلينو ټولنه