میدان وردګ: د هاوان مرمۍ لګېدو د یوې کورنۍ ۹ غړو ته مرګ ژوبله اړولې

میدان وردګ: د هاوان مرمۍ لګېدو د یوې کورنۍ ۹ غړو ته مرګ ژوبله اړولې


  • 2 مياشتي دمخه (25/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 189

د میدان وردګ ولایت د سیدا اباد ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې په دغې ولسوالي کې د هاوان مرمۍ د لګېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

 دوی وایي چې، دغه پېښه تیره ورځ ماښام مهال د روژه ماتي پر وخت د سید اباد ولسوالۍ اړوند اوتړیو سیمه کې شوې ده. 

دوی زیاتوي چې په وژل شویو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

له دې پېښې وروسته ځایي خلکو د اعتراض په ډول د وژل شویو کسانو جنازې د کابل ـ کندهار لویې لارې ته راوړي او د عدالت غوښتنه کوي.