افغان دولت له زیمنس انرژي کمپنۍ سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

افغان دولت له زیمنس انرژي کمپنۍ سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.


  • 8 مياشتي دمخه (17/11/2020)
  • نسيم ستانکزی
  • 270

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي دغه هوکړه لیک نن په ارګ کې د ولسمشر غني په حضور کې د برېښنا شرکت او زیمنس کمپنۍ ترمنځ لاسلیک شوی دی. 

ارګ وایي، د دغه هوکړه لیک عمده موخې د جیو ستراتیژیک او د انرژي د ټرانزیټ د بستر په توګه نویو عایداتي منابعو ته د افغانستان لاسرسی، د داخلي انرژي منابعو او د هیواد صنعتي کولو کې د افغانانو بشري ظرفیتونو څخه ګټه اخیستل او په افغانستان کې د انرژۍ د نوي، عصري، چټک، پایدار او ګټور سیستم ایجاد دی.