په خلکوکې دطالبان ملاتړ ولې مخ په کمیدو دی؟


  • 11 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • جنت ګل
  • 280

       کبر ډیر بد شی دی ، چا چې کړی بیا یې ښه ورځ نه ده لیدلې.طالبان چې دجنګسالارانو او ټوپکیانو پرضد راپورته شول، ډیرو خلکو یې ملاتړ وکړ ځکه خلک نور د ټوپکیانو له ظلمونو څخه پوزې ته رسیدلي وو دټولو دا هیله وه چې شروفساد یې له وطنه ورک شي.

دخلکو همدا ملاتړ و، چې طالبانو په لږ وخت کې دافغانستان ډیرې سیمې له ټوپکوالو څخه ونیولې، تر څو چې کابل ته رارسیدل نه ډیر کبرجن و، نه یې هم له چا سره بده وضعه کوله دټولو درناوی کاوو، خو کله چې پر کابل ننوتل نو پربله واوښتل هر چاته یې د هغه دوهلو، ټکولو او سپکولو لپاره یوه بهانه لرله.که به دچا ږیره دالکین تر ښیښې نه راوته او لږ به کوچنۍ وه نو هم به وهل ټکول کیده هم به زنداني کیده، که به چا خور و لور هم ډاکټر یازیارت ته روانه کړې وه نو دطالبانو له دورې په امان نه و.لنډه داچې داسې کار لږ و، چې د مغرورو طالبانو دې خوښ وي او دهغه په کولو دې څوک ونه وهي، دوی چې کابل ته راغلل په لومړۍ ورځ مې ولیدل چې ډیر په غرور ګرځیدل، هلته چا ورته وویل:
ملا صیب په دغه پورته غره کې امکان لري چې ټوپکیان وي ، هسې نه چې کوم زیان تاسې یا دې خلکو ته ورسوي، کاشکې دا ځای هم تصفیه کړﺉ.
طالب په ډیر غرور ورته وویل: په کیسه کې یې مه اوسه دادی موږ پسې روان یو او په مسکو کې یې هم نه پریږدو.
خو بیا له هغه ځایه پر دوی جګړه شروع شوه او له دواړو خواوو ډیر ځوانان ووژل شول، خو دوی د غرور له نیلي نه را ښکته کیدل.
 ورو ورو یې دخلکو ملاتړ له لاسه ورکړ او نور څوک حاضر نه و چې خپل بچیان ددوی لیکو ته ور ولیږي او دوی یې له نورو سره وجنګوي نو بیا به یې د رباني دوخت په سلګونو لکه بې پشتوانې پیسې یوه کس ته ور کولې تر څو له دوی سره یو ځای شي او جنګ وکړي.
تر څو یې چې تخت چپه شو او وسله والې لیکې یې تارومار شوې، له دوی وروسته چې په سیمو کې تنظیمي حکومتونه جوړ شول بیرته پخواني ټوپکیان راپیدا شول او هغوی هم په خلکو ظلمونه شروع کړل، ددوی ترڅنګ بهرنیو ځواکونو هم د داخلي ټوپکمارو او غوړه مالانو راپور ورکوونکو د راپورونو له مخې په بې ګناه خلکو مرمۍ و اورولې ، ددوی عملونو هم دخلکو غوصه را وپاروله ، په دې وخت کې چې طالبان بیا له ګاونډیو هیوادونو څخه راغلي وو، او دلته او هلته به له ټوپکو سره ګرځیدل دخلکو توجه ورواړوله او یوشمیر خلکو یې ملاتړ هم وکړ.
طالبانو چې په ځینو ځایونو کې چاودنې او ځانمرګي بریدونه وکړل په ځینو ځایونو کې یې حکومتي ځواکونو ته زیانونه هم واړول، ځینې سیمې یې هم ونیولي او ځینې کسان یې هم بهرنیو ځواکونو ته د جاسوسي په تور اعدام او حلال کړل.نوبیرته یې پخواني کبر او غرور ته مراجعه وکړه.
نور یې نو په هیچا رحم ونه کړ، آن چې په هلمند کې یې اته کلن ماشوم دهغه دمور وپلار مخې ته په دار وځړاوو، ماشوم ژړل خپلې مور ته چیغې وهلې چې ما درواخله او له دغو بلاوو مې خلاص کړه مورو پلار یې دبې وسۍ پټې اوښکې تویولې خو طالبانو فیصله کړې وه او هغه نه راګرځیده ځکه ددوی په وینا دغه اته کلن ماشوم بهرنیو ځواکونو ته جاسوسي کوله.
طالبان نور دومره مغرور شوي و، چې په هیچا یې رحم نه کاوو، یواځي د چا دمرګ په فکر کې و، دا مرګ که هر ځای ممکن و، دوی پرې صرفه نه کوله دوی آن زموږ سپیڅلي ځایونه هم په آمان پرې نښودل په زیارتونو او جوماتونو کې یې هم بمونه کیښودل.
وروستۍ کارنامه یې په تخار ولایت کې په یوه جامع جومات کې چاودنه وه په دې چاودنه کې دکندز والي هم ووژل شو او ممکن طالبانو پردې ډیر ویاړ کړی وي چې دیوه ولایت والي یې وواژه. خو په هغه جومات کې دپنځوسو په شاوخواکې نور بې ګناه لمونځ کوونکي هم وو، چې دوی ووژل او دیوې سپږې لپاره یې پوستین په اور کې واچاوو.
دوی خو تل داسلام دعوې کوي نو دجمعې په لمانځه برید څه معنا لري، دا او دې ته ورته په سلګونو نور جنایتونه او کبر او غرور دی چې په خلکو کې دطالبانو ملاتړ کم شوی او نور هیڅ افغان پر دوی باور نه کوي.