بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ په اړه د پاکستان ادعا رد کړه

بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ په اړه د پاکستان ادعا رد کړه


  • 8 مياشتي دمخه (15/11/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 261

 

بهرنیو چارو وزارت د پاکستان هغه ادعا رد کړه، چې ګنې ترهګرې ډلې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي.

بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، افغانستان د ترهګرۍ قرباني هیواد دی، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی او هیڅکله هم اجازه نه ورکوی، چې د افغانستان په خاوره کې ترهګریز فعالیتونه ترسره شي او افغان خاوره د نورو پر ضد وکارول شي.

بهرنیو چارو وزارت وایي، په داسې حال کې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان روانه اونۍ افغانستان ته راځي، نو تمه ده چې اسلام اباد دغه راز مسایل د موجود میکانیزم او له ډیپلوماتیکو لارو له افغان حکومت سره شریک کړي. 

یاد وزارت د پاکستاني پوځي چارواکو هغه ادعا چې ګني د ننګرهار ولایت یو قومي مشر (فریدون خان) مهمند دې د پېښور د کرنې پر پوهنتون برید کې لاس ولري بې اساسه بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تازه پاکستاني چارواکو په یو خبري کنفرانس کې ویلي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاریږي.