سعیدي د جرمني د سوک وهنې د اتلولۍ کمربند ترلاسه کړ

سعیدي د جرمني د سوک وهنې د اتلولۍ کمربند ترلاسه کړ


  • 3 کاله دمخه (28/02/2021)
  • رفیع الله نقیب ری
  • 1614

افغاني الاصل یما سعیدي دجرمني دسوک وهنې داتلولۍ کمربند ترلاسه کړ.

نوموړي بېګا په لسو رونډونو کې خپل سیال تومي زیلنتون مات کړ.

سعیدي تر بریا وروسته په خپله فیسبوک پاڼه ولیکل: (شکر خپله لوبه مې وګټله, د جرمني نړیواله اتلولي مې د بې ډې بې په سازمان کې ترلاسه کړه,  ډېره هیجاني لوبه وه, لس رونډه لوبه مې وکړه. ډېر ښه سیال مې درلود.)

دا د سعیدي شلمه مسلکي لوبه وه.

لوبه د جرمني د حرفه يي سوک وهنې د سازمان بي ډي بي تر څار لاندې په برلین کې ترسره شوه.

سعیدي تر دې مخکې هم د جرمني او اروپا په کچه اتلولۍ ترلاسه کړي دي.

دیادونې وړ ده، چې یو شمېر افغانان د نړۍ په نورو هېوادونو مسلکي لوبې کوي، چې وخت ناوخت یې په لوبو کې دبریا اوازې تر افغانستانه رارسېږي.