د کندز د والي دولس ساتونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کندز د والي دولس ساتونکو ته مرګ ژوبله اوښتې


  • 1 کال دمخه (01/11/2020)
  • عمران دانش
  • 389

د کندز ولايت مقام په انګړ کې نن مازيګر مهال د هاوان مرمۍ لګېدلې

د والي وياند عصمت الله مرادي وايي، په دغه پېښه کې د والي څلور ساتونکي شهيدان او اته نور ټپيان شوي دي.

مرادی زياتوي، د هاوان مرمۍ هغه مهال لګېدلې، چې د والي ساتونکي د ولايت مقام انګړ کې په ورزش بوخت ول.

د دغه بريد مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.