دلرواوبرو پښتنو په روان ناورين څيړنيزسيمينارراپور


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • پښتونخوا
  • 1028

جرمنی: د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند Pashtoons Social Democratic Party (PSDP)  له خواد هيواداو په ځانګړی ډول د پښتون قام په اوسنيو روانو دردونکو کړکيچنو حالاتو د 2009 ع کال د مئ Mai دمياشتی په دوه ويشتمه (22) نېټه دجمعی په ورځ دکولن په ښارکی« د لرو او برو پښتنو په روان ناورين » پوهنيز ( علمی)اوڅيړنيزسيمينارجوړشو..

په سیمینار کی دجرمنی سریبره په اروپائی   هيوادونو  کی میشت  ګڼ شمیر پښتنو / افغانانو نامتو پوهانو، اديبانو، شاعرانو، ليکوالانو، سياسی ،ولسی  او ټولنیزو سړيتوبونو (شخصيتونو)  اودنظرخاوندانوګډون کړی ؤ.
غونډه د مازیګر په شپږ نیمو  بجو د ښاغلی نصیر خان له خوا ګډون والو ته په هرکلی سره پیل شوه . ورپسی ښاغلی سید فضل واحد د قران کریم څو مبارک ایاتونه تلاوت کړل او څو ښکلی شعرونه په ترنم سره    ګډونوالو ته واورول.
 د سیمینار پرانسته دغنی خان بابا د قامی ترانی (ای زما وطنه د لالونو خزاني زما) سره وشوه چی ټول ګډونوال  ورته  په درناوی سره ودریدل.
د قامی ترانی وروسته   د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند  PSDP  لومړی  مرستیال ښاغلی علیخان محسود د لرو او برو پښتنو ربړی او حل  تر سرلیک لاندی خپله ارزښتناکه مقاله واوروله، د  PSDP دوهم  مرستیال ښاغلی محمد شیرین ګردیوال  د پښتون سوسیال ډیموکرات ګوند او د پښتنو قامی وحدت  تر سر لیک لاندی  مقاله ولوستله  او پدی هکله ئی دګوند په فعالیتونو رڼا واچوله.
لدی ورسته ښاغلی  استاد ډاکتر روستار ترکی خپله هر اړخیزه وینا وکړه او پدی روان ناورین  کی  ئی بهرنی او داخلی  لاسونه و څیړل.
 دګوند دمشر سلاکار ښاغلی حاجی فضل الرحمن شیر  د پښتنو په روان ناورین   رڼا واچوله او ښاغلی پوهاند ډاکتر ګل جانان ظریف د پښتنو په پخوانی او اوسنی تاریخ خپله څیړنیزه  مقاله ولوستله. همداراز ښاغلی صفدر خان ،ښاغلی محمد عثمان عمر ،ښاغلی اسدالله هلالی،ښاغلی استاد رڼاګل اریوبزی ، ولسی مشر وکیل سراج الدین منګل او ښاغلی معاون ګران برهانی  هر اړخیزی ویناوی وکړی او د پښتنو پدی غمیزی  ئی رڼا واچوله ،خپلی څیړنیزی او پوهنیزی مقالي ئی ولوستلی  اوددی ناورین   د حل  په لارو  چارو ئی د خپلو نظریو څرګندونه وکړه.
  د  PSDP  د فرانکفورت د څانګی مشر ښاغلی  محمد اقبال لالا د پښتونخوا دملاکنډ ډویژن او دسوات په اوسنی کړکیچن او دردونکو حالاتو خپله څیړنیزه مقاله واوروله.
د ښاغلی ډاکتر رحمت ربی زیرکیار  ارزښتناکه مقاله د « واګپوهنه (سیاسي علوم) د بی تاوه پاڅون په خدمت کی» تر سرلیک لاندی او یوه بله په زړه پوری څیړنیزه لیکنه د «د ډیورنډ تړون د حقوقو او سیاست په تله کی » تر سرلیک لاندی به د ګوندی خپروني «پښتونخوا» په خاصه ګڼه او انټرنیټی دیری کی خپاره شی،
همدا راز د  PSDP  جنرال سیکرټری ښاغلی هدایت بنګش د پښتون قامی وحدت لارښود او د عوامی نیشنل ګوند مرکزی مشر ښاغلی محمدافضل خان لالا رالیږلی پیغام ولوست، دافغان ادبی جرګی لندن د مشر ښاغلی شاهسوار سنګروال رالیږلی پیغام د ښاغلی انجنیر فریدالله ساپی له خوا ولوستل شو. همدا شان ددی غونډی په مناسبت له پيښور څخه د پښتو عالمی ګانګرس پیغام ، د غنی خان ادبی تحقیقی جرګی پیغام ، د پښتونخوا د پوهنی دیري پیغام ، د دریځ د علمی او کولتوری ټولنی پیغام ،له لندن څخه د افغان ملی جرګی د مشر ښاغلی ډاکتر زیب خان پیغام ،د  کونړ د ځوانانو د کولتوري ټولنی پیغام ، دپوهنوال ډاکتر نظر محمد سلظانزی پیغام، له لوګر څخه  د ښاغلی حاجی محمد ګل ګدرخیل پیغام، دازاد ژورنالست ښاغلی خالد میوند پیغام ،ښاغلی قیوم شاه پیغام او د پښتون ډیموکراټیک کونسل مشر  ښاغلی زرعلی خان موسی زی پیغامونه رارسیدلی ؤ
د مقالو او وینا ګانو وروسته د غونډی ګډونوالو  پښتنو  روان ناورين  او ددی  غمیز د مخ نیوی په هکله    وړاندیزونه وکړل  او پوښتنو ته ئی ځوابونه وویل شول.

د سیمینار دوهمه برخه چی مشاعري ته ځانګړی شوی وه ، ددغه برخی د چلونکی   ښاغلی نصیر ستوری له خوا پیل شوه،  چی د پښتو ژبی نامتو او خوږ ژبو شاعرانو هریو ښاغلیو  عبدالوهاب سرتیر ، ببرک دقیق ، جنرال سعادت ملوک ازاد،  نسیم ستوری، ارین بهار، ښاغلی معاون ګران برهانی خپل خپل  شعرونه واورول.
همدا راز   وړوکی جلال ناصر د خپلی مور میرمن  ناصر  شعر ولوست  ورپسی ښاغلی ابوبکر د ښاغلی مطیع الله روفی شعر ولوست،  بیا پیغلی سلګئ شینواری ، شعرونه واورول، همداراز د ښاغلی استاد عمر پاڅون، ښاغلی محمداجان یار، ښاغلی حاجی ګل محمد ګدرخیل، شعرونه  هم حاضرینو ته واورول شول

 د غونډی په پای کی د سیمینار  ګډونوالو په پوره اتفاق لاندینی   پریکړه لیک تصویب کړ. غونډه د شپی په یوه نیمه بجه پای ته ورسیده.