پر کمال خان بند د طالبانو بريد؛ شپږ ساتونکي يې شهيدان او دوه نور ټپيان دي

پر کمال خان بند د طالبانو بريد؛ شپږ ساتونکي يې شهيدان او دوه نور ټپيان دي


  • 9 مياشتي دمخه (24/10/2020)
  • عمران دانش
  • 430

تېر ماښام وسلوالو طالبانو پر کمال خان د اوبو او بريښنا بند برید کړی چې په نتیجه کې یې د یاد بند شپږ ساتونکي شهیدان او دوه نور تپيان شوي دي.

د عامه ساتنې ملي تصدۍ ویاند، ضيا ودان وايي، طالبانو د ټولو تعهداتو خلاف په ملي پروژو او عامه شتمنيو بريدونه پيل کړل.

هغه زياته کړې، طالبان نه د جګړې اصول پېژني او نه د سولې او عملاً يې د وطن ورانولو او عامه بنسټونو نړولو ته کار ويلی دی.

شنونکي وايي، پر ملي شتمنيو دغه ډول بريدونه ډېری وخت د ګاونډيو هېوادونو له لوري تر سره کېږي او نه غواړي چې افغانستان د اوبو او برښنا په برخه کې په خپل پښو ودرېږي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان په زياتو ولایتونو کې د اوبو او برښنا بندونه په نښه شوی او زيان ورته اړول شوی دی.