د اسلام کلا ناورین؛ له ۲ زرو ډېر موټر سوځېدلي

د اسلام کلا ناورین؛ له ۲ زرو ډېر موټر سوځېدلي


  • 3 کاله دمخه (19/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 1291

 

د اسلام کلا ګمرک  د اورلېږدنې له کبله د اوښتو زیانونو لپاره تللې څېړونکې ډله وایي، چې د دوی د موندنو له مخې د هرات په اسلام کلا ګمرک کې د ۳۷۰ تېلو ټانکرو په شمول له ۲ زرو زیات وارداتي موټر سوځیدلي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې عامل رييس سیدزمان هاشمي وویل، د دوی څېړنې ښيي چې اسلام‌ کلا ګمرک کې د اورلګېدنې له کبله د ۳۷۰ د تېلو ټانکرونو په ګډون له ۲ زرو ډېر د وارداتي توکو موټر په بشپړه توګه سوځول شوي او له ۷۰ ډېر د توکو موټر او کانټينرونه ورک دي. 

نوموړي ویلي، چې  د دې پېښې په پایله کې سوداګرو او موټرچلوونکو ته سلګونه ميلیونه ډالر زیان اوښتی. 

د سوداګرۍ خونې مشر خان ‌جان الکوزی په ګمرک کې، د نورم او سټنډرډ ادارې او د حکومت له لوري ګمرک ته د اروزنې په موخه لېږل شوی پلاوی او د ظرفيت او تاسيساتو نشت اسلام ‌کلا ګمرک کې د اور لګېدنې اصلي لاملونه ګڼي. 

د هرات په اسلام کلا ګمرک کې شاوخوا لس ورځې وړاندې اور لګېدنه رامنځته شوې وه، چې د ایراني حکومت په مرسته مهار کړای شوه