د ارګ ځانګړې کړۍ په هره توطیه لاس پورې کوي

د ارګ ځانګړې کړۍ په هره توطیه لاس پورې کوي


  • 7 مياشتي دمخه (25/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 258

د مالیې ګوښه شوی وزیر عبدالهادي ارغندیوال وایي په ارګ کې ځانګړې کړۍ چې کله یې ګټې په خطر کې شي په هره توطیه لاس پورې کوي.

ارغندیوال چې له خپلې دندې د ګوښه کیدو په تړاو کابل کې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل د ګوښه کیدو لپاره یې وړاندې شوي دلایل نا موجه دي او وویل د ګوښه کیدو لامل یې د چارو اداره کې د مالي فساد مخنیوی دی.

نوموړي وویل ارګ کې ځانګړې کړۍ چې ګټې یې له خطر سره مخ شي په هر ډول توطیه لاس پورې کوي او په وینا یې ولسمشر غني له دې موضوع ډیر کله نه خبریږي.

هغه دغه راز وویل چې ولسمشر غني ورسره هوکړه کړې وه چې کاري چارو کې به یې هیڅوک مداخله نه کوي او صلاحیتونه به یې نه محدودیږي.

ارغندیوال وایي له هماغو لومړیو یې چې مالیې وزارت کې کار پیل کړي د ارګ د ځانګړې ګړۍ له خوا یې چارو کې مداخله کیده او حتی د ګمرکونو د دوه ریاستونو د ور سپارلو غوښتنه هم ترې شوې خو نوموړي منفي ځواب ورکړی.

د مالیې پخواني وزیر وویل د ارګ ځانګړې کړۍ د شخصي ګټو په لټه کې ده او که دغه ګټې یې بندې شي یو به یې هم په افغانستان کې پاتې نه شي.