د علامه عبدالشکور رشاد د سمينار په وياړ


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • لطيف بهاند
  • 996

1974 کال و،چې د ادبياتودپوهنځي په دوهم ټولګي کې مو د زده کړې مهال ويش وليکه.
"د افغانستان  ثقافت" د مضمون مخې ته د پوهاند عبدالحي حبيبي نوم،د" متون" دمضمون مخې ته  د پوهاند عبدالشکور رشاد نوم او،د"عربي" د مضمون مخې  ته  د پوهاند پنجشيري نومونه ليکل شوي وو.
د پوهنځي تر پای ته رسېدو پورې مو ددغو او نورو سترو استادانو له پوهنيزې پانګې نه  سترې برخې اخيستې (البته هغه وخت چې زه او زما زياتره همزولي او همټولګي د ځوانۍ،د بې خبرۍ او بې پروايۍ  په ميو، مست وو،دخدای په هغې پېرزوينه،نه پوهېدو چې ددغو نومياليو او سترو استادانو د پېژندګلوۍ له لارې يې زموږ په برخه کړې وه).
ددې ترڅنګ په همدې بختورو کلونو کې و،چې  د نه هېرېدونکي استادپوهاند سيدبهاوالدين مجروح ،پوهاند حبيب الله تږي،دوکتور شجاعي ،محترم سعدالدين شپون اود يو دوه تنو مصري او هندي استادانو دپوهې شغلو،زموږ    تياره دنياګۍ رڼا کوله.
دا هم هغه پېرزوينې او لورينې وط چې زموږ نسل ته خدای او تاريخ په ځانګړې توګه را ډالۍ کړې وې.
خو په اوسنې ليکنه کې يوازې دهغو له ډلې نه د يوه او په خپل ډول کې ديوازيني استاد په اړه،د پوهاند علامه عبدالشکور رشاد په اړه څو لنډې يادونې رايادوم اوله تاسو سره په گډه دهغه د ژوند د سمندرګي، يو څو څاڅکو ته  په ننداره کېږم.
کېدای شي د ادبياتو په پوهنځي کې به زما د زدکړو دوهم کال وه چې د مهال ويش له مخې د""متون "" په نامه د يوه مضمون د تدريس لپاره ،دجګې ونې،پراخ ټټر،؛ګڼو څڼو،ورين تندي،متين،خو له موسکا  ډکه خوله يو استاد،زموږ ټولګي ته راننوت.
له استاد سره په هغه ورځ او تر هغه وروسته ، يو بل په ونه ټيټ،په تن خوار او شرمېدونکي استاد هم  ملګرتيا کوله .
مشر استاد،داستاد پر څوکۍ او کشر هغه، زموږ  په ډله کې کېناستل،مشر استاد وويل:
زما نوم رشاد دی،عبدالشکور رشاد،موږ او تاسې به سږکال "زاړه متون" سره لولو،کلاسيک متون يادوم.
ښه مې يادېږي چې له استاد سره مل،په ونه ټيټ بل استا موږ ته ،د پښتو دنازکخيال شاعر حميد غورچاڼ درسي کتابګونه، راوويشل.
ما چې لا تر دې نېټې  مخکې،د راديو افغانستان د هنر او ادبياتو ادارې ته تګ راتګ پيدا کړی و،دځوانۍ د بې پروايۍ له کبله مې تصور کاوه چې د حميد دشعر لوستنه خو به هومره ګرانه خبره نه  وي چې سړی دې ،ټول کال پرې تېر کړي.
د استاد رشاد، پر شونډو چې ښکلې او مينه ناکه موسکا خوره وه له پېژندګلوۍ نه وروسته خپل ملګري استاد ته اشاره وکړه ،اوهغه ته يې و ويل:
-هلکه پاڅه !
موږ تر دې وروسته  پوه شوو،چې دا د استاد،اسيستانت دی، نوم يې" نصرالله"او" تخلص يې""ګړندی "و.
هغه ځوان استاد په ډېر درناوي پاڅېد او د ټولو مخې ته د تختې خوا کې استاد ته سترګې په لاره او غوږ،غوږ شو:
استاد شونډې پرانستې او وې ويل:
الهي دمحبت سوز و ګداز را
په  دا اور کې د سهی سمندر ساز را
ددغه بيت تر ليکلووروسته، استاد وويل:
-کښېنه!
تردې  وروسته استاد پر يوه زده کوونکي غږ وکړ او وې ويل:
- هلکه ! دا لومړی شعر و لوله!
هلک چې د زده کړې لېوال اوپر پوهې مئين برېښېده،دمتن لوستل يې پيل کړل.
 
الهي دمحبت سوز و ګداز را
په  دا اور کې د سهی سمندر ساز را
تن پرور  بلبل  دې عيش کاندې په ګلو
پروانه لره په اور،زما پرواز را
که مې نه زمويې،په ويار د وږو سترګو
می د عشق په ميخانه کې د مجاز را
چې نظر له ناتوانې وچاته نه کا
دهغو بيمارو سترګو،نياز وناز را
چې مې نه وي،سرکوزي چاته بې ښکليو
له دولته دعشق هسې کبر وناز را
اضطراب مې دحرص کړې له زړه نه لرې
قناعت قوي لنګر،ددې جهاز را
که مې نه پا شوې،سِر زيد وعمََرته
خپل زانو لکه نرګس محرم راز را
څو به ګورم دقيامت  و ورځو شپو ته
دا انجام په دم قدم کې د اغاز را
د"حميد"محموده رايشه پخپله
کمينۍ لره کمال زما اياز را
زما سم نه يادېږي چې هغه ځوان به دغه متن څنګه لوستی وي،خو اوس چې له هغې ورځې نه له پنځه دېرشو نه زيات کلونه  اوښتي، په دې پوه شوی يم چې خدا زده هغه هلک به څه لوستې وي،مګر دا مې ښه يادېږي.چې استاد هر ټکي او هرې کلمې ته د لوستونکو  او اورېدونکو ځانګړی پام ور اړاوه او بيا بيا يې د سم لوستلو ټينګار پرې کاوه.
دلوستلو پر وخت کې د هرې کلمې اداء ته پام،په زور،زير ،پيښ يا شد د هغه تلفظ،دهغه سندريزوالي ته غوږ اېښودل،د کلمې ريښې ته چې ايا هغه عربي،دري ، سانسګرت  او يا له بلې کومې ژبې نه راغلې پاملرنه،د بيت مانا،په بيت کې د ادبي صنايعو کارونه،په لنډه توګه ،دبيت يا ټول شعرلوستنه،مانا،شننه،سپړنه،سکښت او د ويلو د موخې بيان او دشاعر انځورنې،هغه نا اشنا او په هغه ورځ موږ ته نامفهومه اصطلاحات او مفاهيم وو،چې  استاد په خورا ساده ژبه،مينه ناکې لهجې،او هر اړخيزې ځيرکتيا داسې کسانو ته ويل،سپړل او شڼل چې،دهغو ډېرکي،لا نه دشعر،نه دنظم،نه دفصاحت،نه دبلاغت ،نه دوزن،نه دتشبې،نه دقافيې،نه دقافيې دعلم،نه دهغې داجزاوو او نه په نورو ډېرو،ډېروهغو پوره سر خلاصيده او نه يې دهغو تصور کولای شو.
له استاد سره د درس په لومړې ورځ د استاد شپون  دا وينا چې لا دمخه مې لوستې وه،راياده شوه:
- هلکه لوی سمندر ته خو ولوېدې،نو بايد دکب په څېر،لمبېدا ورته زده کړې.
خبره به را لنډه کړم:
استاد کولای شول،زده کوونکو ته د يوه بيت په سپړنې او شننې کې هومره څه ووايي،چې هغوی به په خپل سر د څو کتابونو په لوستلو سره هم نه وای زده کړي.
که اصلي خبرې ته راشم،بايد ووايم،له استاد سره د شاګردۍ په لومړي کال خو نه،په دوهم يا درېيم کال کې په دې پوه شوم،چې زموږ استاد نه يوازې د عربي شعري اوزانو د تللو،يعني د عربي عروضو،(دخليل بن احمد)د عروضو پوره استاد دی،بلکې دخپلې ژبې،دپښتو دژبې، لپاره يې،دهغې له ځانګړتياوو سره سم  د وزنونوسکښت او جوړښت رامنځ ته کړی  دی.
  ستر استاد علامه عبدالحی حبيبي په خپل کتاب "د افغانستان هنر"کې د پښتو دشعر دسکنښت په اړه د استاد رشاد ددغو خبرو داسې،يادونه کوي:
(( دپښتو  دعوامي منظوماتو جوړښت خو له قديمه سيلابو ټونيک و، يعني شاعرانو به  دخپل نظم د ټوټو،سيلاب او هجا Syllable  +آهنګ  يعنی تون Tone،له لحاظه يو عروضی سيستم درلود،چې د منظوماتو موزونيت    Rhythm    او تقارن Symmetry  به يې دمحتوا او ترنم په ساتنه کې خوندي کول يعنی شاعر،ازاد و،چې د خپل نظم ټوټې د هجاوې يې د شمېر په لحاظ داسې سره اوډوي،چې وزن او هم اهنګ  Tonic ولری او په اټن(رقص) کې لاهم د انساني بدن له ښکليو حرکاتو سره برابرې وي
استادپوهاند رشاد خپله  دا خبره لاپسې مدللـه کوي او په دې اړه  ليکي :«په پښتو منظوماتو کې دظاهري جوړښت له پلوه تر اوسه له څلورو هجاوو څخه بيا تر شلو سيلابي ټوټو(مسريو)پورې اوولس بحرونه ثبت سوي دي،چې له دغو څخه تقريبا سل وزنه د اهنګ او ترنم په لحاظ را اېستل کېږي))٢ –هماغه اثر.
د استاد،دغه وينا پوهاند حبيبي،داسې پسې اوږدوي:
(( او ښايي چې په سوو(سلګونو)،نور وزنونه،په پښتو سيلابوتونيک سيستم کې وي،چې تر اوسه په بشپړه توګه لا نه وي سره راټول سوي »٣- هماغه اثر.
ما د استاد رشاد هغه کتاب يا که يقيني ووايم ،هغه قلمي نسخه د کابل پوهنتون،په کتابتون کې ليدلې وه چې په هغه کې يې دپښتو شعر د سکښت او وزنونو بشپړه او هر اړخيزه  سپړنه او څېړنه کړې وه.دغه قلمي نسخه((د پښتو نظم عروضي سيستم)نومېده.
ما دخپلو زدکړو او تر هغه نه وروسته په پوهنتون کې داستادۍ او تر ننه پورې دخپلو استادانو او له هغو کسانو سره چې دشعر په وزن،دهغه په جوړښت يا عروضو کې پوهه لري د استاد رشاد سيال ليدلی  نه دی .
دا خبره ځکه کوم چې په افغانى اکاډميک  چاپېريال کې استاد رشاد کېدای شي د پښتنو په منځ کې لومړني پوهان اوسي چې نه يوازې دعربي،فارسي،سانسګرت بلکې په پښتو ژبه کې يې د شعرى اوزانو او ارکانو په اړه دومره بې سارې څېړنې کړې وي.
ديادونې وړ دی چې نوميالي پوهاند صديق الله رښتين هم په دې برخه کې دپام وړ کار کړی و.
هغه په پښتو ادب کې نه يوازې پرعربي عروضو د برابرو اشعارو تاريخ څېړلی دی،بلکې ددې ژبې دخپل جوړښت له مخې يې په هغه کې دهغې د خپلو وزنونه څرګندونه کړې ده.
که څه هم پوهاند رشاد،د "عروض" "بديع بيان" "قافيه" "معاني " او يا "فصاحت " په نامه جلا جلا قلمي نسخې لرلي،خو په دې اړه هغه  ددولت لواڼي دديوان په سريزه کې داسې ليکلي دي:
((پښتو نظمونه که په عروضي ميچ تلل کېږى،زياتره پر سيلابوتونيک(هيجايي فشار) سيستم برابرېږى،مگر په پښتو ادب کې داسې نظمونه هم سته چې د ((خليل بن احمد فراهيدي)) او دهغه پيروانومتخرج سيستم باندې برابره راځي،زه دخليل بن احمد عروضو ته رکني عروض وايم او رکني عروض په پښتو ادب کې تقريبا څلورسوه کلنه (١٣٥٣کال)سابقه لرى. څوک چې په پښتو منظوم ادب کې څېړنې کوي،هغه د پښتو پر رکني نظمونو هم پېښېږى او مجبور شي چې څه پرې وغږېږى.
په دې لړ کې ما(استاد رشاد) د ( وږمې ) د ١٣٤٠ ش کال په يوه گڼه کې د عبدالعلي اخند زاده کاکړ (١٢٩٩-١٣٦٥ هه ق) پنځه غزلې له رکني عروضو سره سم تقطيع او خپرې کړې.
تر دې يو کال دمخه هم په نوموړې، وږمې مجله کې د يو بل پښتانه شاعر شرف د رکني عروضو نظمونو په باب زما يوه مقاله خپره سوې وه.په دې مقاله کې ما د شرف شاعر،درې غزلې په يو رکني عروضي سيستم تقطيع کړې او څېړلې مې وې...
د شرف شاعر د رکني عروضي غزلو په موندلو سره د پښتو رکني نظمونو سابقه دوه سوه کاله قديمه سوه،خکه چې نوموړى شاعر د ستر ټولواک لوى احمد شاه بابا معاصر و.
مگر د دولت لواڼي د رکني عروضي  څو غزلو پيدا کېدلو دا سابقه نوره هم زياته کړه او درو نيمو سوو کالو ته يې ورسوله)).
بل هغه مضمون چې استاد رشاد موږ ته دهغه د پوهېدو وياړ رابښلى و،هغه د پير روښان خيرالبيان  و
د همدې مضمون د تدريس په لړ کې و،چې استاد، خپلو زده کوونکو ته د تصوف،د تصوف دمانا،دتصوف دتاريخى بهير،په پښتو ادبياتو کې د تصوف ونډه او د روښانيانو تصوفي ښوونځي او په دې اړه نورې خبرې  ور زده کولې.
استاد نه يوازې د خيرالبيان د کتاب دتاريخي ارزښت،په پښتو ادبياتو کې دبشپړ کتاب په توگه د خيرالبيان د ارزښت، په دې ادبي-تصوفي مکتب کې د شعر ډولونو،ددې مکتب د لوى شاعر په شاعرۍ کې د عروضي اشعارو ونډه،په روښاني او دهغه له لارې په پښتو ادب کې د مسجع نثر پيداېښت او بالاخره ددې مکتب د تصوف د ځانگړتياوو او ددغه  روښاني تصوف  پړاونه او پوړونه،لکه:
-شريعت
-طريقت
-حقيقت
-معرفت
-قربت
-وصلت
-وحدت
-سکونت
په خورا خوږې ژبې او د زړه له کومې ټولو ته سپړل او توضيح کول.
اوس تر کلونو وروسته چې زمانې زه د ارمانو په اور کې ښه پوخ کړى يم،په دې پوهېږم چې څه غنيمت او له سرو زرو نه غوره وختونه مې له لاسه وتلي او هغه څه چې زموږ د فرهنگ سرچينه وه او دموږ دهنر او ادب بڼ يې خړوبوه،ټول ماته خداى راکړي وو،مگر زه يې هغه وخت په قدر نه پوهېدم.
په دې پوهېږو چې ((تصوف  دانساني نفس سپېڅلي کول،دالهي پيرزوينې درناوي،دشرعيت  اوامرو ته غاړه اېښودل،تواضع او کمينوالي ،رياضت اودهغو  ځينې نورې ځانګړتياوې  دي )).
فاضل استاد،پوهاند رشاد،نه يوازې د تصوف،دتصوف دغه پورتني ياد شوي اصطلاحات بلکې د تصوف پېژندنه،دهغه  پيداېښت،تصوفي پړاونه، پير، مريد، اراده، تسليم، خلوت،په انجمن کې خلوت،ذکر،خانقا،زهد،فقر،توبه،دنيا،ددنيا پرېښودل يا ترک ددنيا،صبر،دصبر ډولونه،نيت،سماع،مراقبه،توحيد،خوف او رجا، رضا، توکل، شکر، يقين، نفس،رند او په سلګوني نور اصطلاحات يې په ډېره ساده او خوږه  ژبه خپلو زده کوونکوو ته ويل او هغوی ته يې ټکي په ټکي تشريح کول.
بخت چې ما ته هم له فاضل  استاد سره دناستې ولاړې،وياړ را په برخې  کړی و،ددغو پوهو نه مې څه ناڅه،په برخه شول،او کېدای شي داستاد دهمدې زدکړو له برکته وه چې ما بيا د ادبياتو په پوهنځي کې  د تدريس  په وخت کې د پوهنملې رتبې ته د ترفيع لپاره داسې عنوان ټاکلی و:((په روښاني ادبياتو کې سل تصوفي اصطلاحات)).
ددې تر څنګ (( دخيرالبيان منتخبات))بل هغه درسي کتاب و چې ما،د استاد په مرسته او زما په سريزه دکابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې د زده کوونکو لپاره،ترتيب او پر ١٣٦٠ کال کې چاپ کړی و.
داهم بايد ووايم چې ما د استاد د تصوفي اغيز په رڼا کې ((په روښاني وحدت الوجودي طريقه كې سماع)) په نامه يو اوږده مقاله وليکله.
دا مقاله په دې بيت پيل کېږي:
 
که دلبر سرود په قصد د سماع واخلی
قدسيان به په اسمان کې دست فشان کا
دغه مقاله د هغه وخت د ليکوالو د ټولنې په خپريدونکي ارګان  د((ژوندون))په مجله کې خپره شوې ده.
دتصوف په برخه کې مې له دې سريزې نه موخه دا و چې ستراستاد په اوسني افغانستان کې يو له هغو ګوته په شمار کسانو نه و چې په تصوف،د اسلامي تصوف په تاريخ،په کلاسيکو ادبياتو کې د تصوف اغيزې،روښاني ادبيات او تصوف، روښاني تصوفي ښوونځي  او په پښتو ادبياتوکې د تصوف پيداېښت او ونډې په څېړنې کې  ځانګړې او بې سارې پانګمنه پوهه لرله . دهغه ځای به  دتل لپاره په دغه لويی بهير کې تش وي.
د حاجى جمعه بارکزى ديوان چې دښاغلى زلمى هېوادمل په سريزه،په ١٣٦٠ کال پښتو ټولنې خپور کړی دى،استاد هم پر هغه يوه سريزه او په ورستې برخې کې يو کوچنى تصوفي قاموسگوټى ليکلى دى.
د استاد له خوادديوان په پيل کې دده سريزه او دهغه په پاى کې د تصوفي اصطلاحاتو سپړنه او شننه دده دتصوفي لاسبرۍ او غوره پوهې ښکارونه  کوي،چې دبېلگې په توگه به يې د استاد له خوا د يو دوو هغو تصوفي اصطلاحاتو تشريح دلته رانقل کړو چې ده هلته سپړلي دي:
معرفت
الف:پېژندګلوي
په اصطلاح کی خدای پېژندنه.
متکلمين د حصولي علم په توګه داستدلال او مناظرې په مرسته خدای (ج) پيژني.دا عقلي معرفت دی.استدلالي معرفت يې هم بولي.مګر صوفيان پس له هغه چې له ځانه فاني او په خدای (ج) کې  باقي سي،د حضور علم په توګه د شهود او وجدان په کومک خدای (ج) پېژني،او دا شهودي معرفت دی...
په مجموع سلوک کې راغلي دي:
دخدای (ج) په مشاهدې سره د زړه ژوند معرفت دی.
صوفيان وايي څوک چې خدای (ج) په شهودي معرفت وپېژني،ګونګی کېږي.ځکه  نو نامتو بزرګ ابوبکر محمد شبلي سمرقندي رحمته الله عليه(334 هه ق مړ)ويلي دي:
المعرفته عجز عن المعرفته.))
د دې لپاره چې د استاد تصوفي پوهه مو لږه نوره څېړلې وي او خوند مو ترې اخيستې وي،دده د سپړلو له مخې به د يوې بلې تصوفي اصطلاح په مانا هم  ځان پوه کړو:
عين اليقين
د معلوم په باب د يقين درجې درې دي:
1-هغه يقين چې په دليل يا متواتر روايت سره حاصلېږي،علم اليقين يې بولي.
2-هغه يقين چې په مشاهده يا پر بل چا باندې د اغيزې  له امله حاصلېږي،عين  اليقين يې بولي.
3-هغه يقين چې په ځاني تجربه يا پر ځان باندې د اغيزې  له امله حاصلېږي،حق  اليقين يې بولي.لکه:"موږ په سوو وارو د خلکو له خولو اورېدلي دي:مار زهر لري.که څوک وچيچي،هغه زهر د چيچلي بدن ته ننوزي او هغه په درد اخته کوي.حتي کله مار خوړلي د زهرو په اغيزه مري هم"
اوس چې مار ووينو بېشکه ترې بېرېږو-دغه بېره ده چې  يايې وژنو او يا ترې تښتو-دا علم اليقين دی چې د متواتر روايت له امله حاصل سوی دی.
يوه ورځ پر مار خوړلي پېښېږو،وينو چې هغه له درده تاو تاو کېږي،چيغې او نارې وهي...دوستان يې څوک د دم او هودې په هيله مارګيرانو پسې ځغلي او څوک يې د علاج په اميد طبيبان لټوي-دا عين اليقين دی،چې پر بل باندې د اغېزې له امله راحاصل سوی دی.
يو وخت مو په خپله مار خوري،له درده مځکه ارام نه را کوي.لټ پر لټ اوړو،نارې وهو،هله مارګير،هله طبيب!-کله چې ښه روغ سو،له برګ مېږي هم بېرېږو،نو دا حق اليقين دی چې پر ځان باندې د اغېزې (ځاني تجربې)له درکه راحاصل سوی دی.
په اصطلاح کې صوفيان وايي:
-دعقل ونقل په واسط سره د لوی خدای (ج) پېژندل،علم اليقين  دی.
 د لوی خدای (ج) د ذات د تجلياتو شهود،حق اليقين دی.))
د استاد دپوهني په سمندر کې ما دې څو ټکو:( عروض،د پښتو نظم عروضي سيستم،پښتو کلاسيک متون او تصوف))ځکه يادونه وکړه چې بې استاده دا څو تېر شويو  کالونو کې هغو ته چا داسې ځانګړې پاملرنه کړې  نه وه .
بله خبره داده چې دا هغه مضامين دي چې له بده مرغه د استاد د اوږده سفر له پيله وروسته،اوس زموږ ادبيات په دې برخه کې بې لارښوده او بې استاده پاتې دي. 
 
يادونه:
د لوړو تحصيلاتو له وزارت او ټولو هغو کسانو نه مننه چې زموږ ددې مشر  استاد په وياړ يې دا غوره او درنه غونډه جوړه کړې ده.
بهاند- مسکو
مسکو
 
ماخذونه:
١- حبيبي،علامه عبدالحی،په شلمه سدۍ کې د افغانستان هنر،دخوست فرهنګي ټولنه ١٣٨٣، ٢١مخ.
۲ –هماغه اثر.  
۳- پوهاندرشاد،عبدالشکور،ددولت لواڼى دديوان سريزه،کابل،پښتو ټولنه،١٣٥٣ کال،نولسم مخ.    
۴-خيرالبيان  ،۳۷مخ.
 ٥-پناهي،دکتر مهين،اخلاق عرافان،١٣٧٨خورشيدي،٧مخ.       
۶-د جمعه بارکزي ديوان.د تصوفي قاموس 17 مخ.
۷-هماغه   قاموسګوټي،13 مخ.