حمزه پېژندنه-لومړۍ برخه


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • زبیح الله احساس
  • 321

پوښتنه:كه مو د ژوند كيسه په لنډه توګه وكړئ
حمزه بابا: زه د ۱۹۰۷زېږديز په سبتمبر، د خيبرپه لنډي كوتل كې زېږيدلى يم. زما پلار ملك بازمير خان نوميده چې د خپلې قبيلې له مخورو سپين ږيرو څخه و، د سپېڅلي نيت لرونكى، خوږ خويه او ښه نښه ويشتونكى و.
ما په ۱۹۱۶زېږديز د لنډي كوتل په لومړني ښوونځي كې په لوست پيل وكړ.
په هغو ورځو كې لومړى نړيوال جنګ ښه په زور كې و. زميندار خپرونه به هلته رارسېده چې پكې به د وژل شويو نومونه خپرېدل. زما يو مشر ورور خليل خان هم په شلم نمبر پنجابي چوڼۍ كې دنده تر سره كوله او عراق محاذ ته لېږل شوى و. هغه په موږ پنځو سكه ورونو كې څلورم او زه له ټولو وړوكى وم. هغه مې له پلار سره په څه خبره خپه شوى و او بيا له جهلم څخه په چوڼۍ كې د سرتيري په توګه ګمارل شوى و. يو څه لوستى و. وروسته بيا د بيماري له امله له پوځ څخه وويستل شو، كور ته راغى او په ۱۹۴۹ زېږديز كې يې له دې دنيا سترګې پټې كړې.
زموږ ښوونځى د لنډي كوتل د سياسي محكمې په يوه خونه كې و. زموږ ښوونكى د پېښور اوسېدونكى و.
هغه وخت به پر تختو په نى ليكل كېدل، خو كله چې زه پر تختې د ليكلو شوم نوخداى خبر چې د فطرت په كومه خوا كې مې يو خوځښت غوندې راپيداشو، چې پر تختې مې د ليكلو پر ځاى د انسانانو څېرې انځور كړې. همداوه چې له خوښۍ نه په ټوپونو شوم اوهيله راسره پيداشوه، چې كه ښوونكى داوګوري نو شاباسۍ به راكړي خو داسې ونه شوه. ښوونكي زماد تختې په كتلو لښته راواخيسته او ښه يې ووهلم. خو ښه و، زمايو كليوال ګل زي، چې زموږګاونډى هم و، په څلورم ټولګي كې يې درس لوسته. هغه تر ډېره زما چيغې وانه ورېداى شوې، راغى او د ښوونكي لاس يې ونيو. ښوونكي هغه ته په غوسه شو خو هغه ټېل واهه، پر څوكۍ يې وغورځوه اوپه غوسه يې ورته وويل: ((اې ظالمه! دا تاڅه وكړل، په دومره بې رحمۍ سره د داسې كمكيانو وهل انسانيت دى!؟ په خداى قسم كه بيا دې لاس پورته كړ نو مرګ به دې زما له لاسه وي.))
دا چې د هغه وخت ښوونكي دومره مخكښ نه و نو ځكه يې د زده كوونكو سره داسې چلند كوه، خو نتيجه يې دا شوه چې زه يې له ښوونځي زړه تورن كړم او بله خبره دا وه چې زده كړې په اردو ژبه  وې. لومړى به يې راته په اردو ويل، بيا به يې هغه پښتو ته داسې راژباړل: ((مورناسته ده او په غېږكې يې زوى دى.
 پلار چاى څښي.))
داسې لوست به زما پر ذهن  ډېر بد تاثيركوه، همداوه چې ماپه ښوونځي كې غير حاضري پيل كړه. له كوره به د كتابونو له بستې سره ووتلم او د ښوونځي پر ځاى به  د لنډي كوتل شمال لوري ته، هديرې ته تلم. يا به د سيدامير بادشاه د قبر څنګ ته غلى شوى وم اويا به مې د مور د قبر تر څنګ چې خليل خان ورور مې راته ښودلى و، ويده كيدم.
زما ياد شي چې كله مې مور له دې نړۍ سترګې پټې كړې نو نږدېً درې كلن وم. زه مې د مور په مړي پروت وم، ژړل مې او مشر ورورملك بلخي خان هم سرې سترګې ناست و. بيا يې زما بل مشر ورور خليل خان ته غږكړ، چې ما له دې ځايه بوځي، هماغه و چې خليل خان له هغه ځايه دخپل ملګري عظمت الله خان حجرې ته يوړم. له ما سره يوځاى پر كټ څملاست، زه يې ټپ، ټپ كړم او بيا هماغسې ويده شوى وم. خو چې كله مې سترګې خلاصې شوې نو هغه تللى و او چې  له حجرې څخه دباندې ووتم نو د كلي له دروازې څخه جنازه وېستل كېده، شپږم حس ته مې څرګنده شوه چې دا مې د مور جنازه ده. په منډه ورغلم او په ژړغوني غږ مې وويل: ((زما مور چېرې وړئ.))
خليل خان ورور مې غېږ كې واخيستم او راته يې كړه: ((مور مو ناروغه ده، روغتون ته يې وړي.))
خداى شته له دې وروسته مې ياد نه دي چې څه وشول. زماحافظه دومره ښه وه چې د مور مړينه خو پرېږده ځكه هغه وخت خو يو څه هوښيار وم، خو  ماته د هغه وخت خبرې او پېښې هم يادې دي چې زه يو كلن هم نه وم.
زما يو ورور يار محمد خان چې له بلخي څخه كشر او له بادر خان او خليل خان څخه مشر و، په سپرو لښكرو كې يې دنده تر سره كوله. ډېرى وخت به د لنډي كوتل له كلا څخه پر اس سپور كور ته راته.
زه يوه ورځ د كور په انګړ كې پر ځمكه په خاپوړو وم، ځكه چې هغه وخت ګرځېدى نشوم، چې يار محمد خان پر اس سپور راننوت. هغه د لوړې ونې او پراخه تندي لرونكى ښكلى ځوان  او د خپل وخت تكړه شاعر و، خو حيف چې د كلام كومه بېلګه يې خوندي پاتې نه ده. زما زوى مراد چې څېره يې يار محمد خان ته پاتې كېږي، د هغه يوه څلوريزه، هغه هم نېمګړې له كوم ځايه راپيدا كړې وه او په خپل كتاب (دخيبر ادب) كې يې خپره كړې ده.
كله چې يار محمد خان پر اس سپور دننه راغى او زه يې وليدم نو د اس له زين څخه يو څه را ټوخ شو، زه يې پورته كړم او ځان سره يې په غېږ كې د اس پر زين كېنولم. په هغه دالان (اوس ترې يوه وړه خونه جوړه شوې ده) كې چې ده به تل پكې اس دروه، له اس څخه ښكته شو او زه يې د اس پر زين كېنولى پرېښودم. ما چې لاندې وكتل نو د وېرې احساس مې وكړ، زين مې كلك ونيو او بې درېغه مې چغې كړې. مور مې په تنور كې لرګي اچول، چې ماته يې پام شو، وويرېده، زه يې له اس څخه په غېږ كې ښكته كړم او يار محمد خان ته يې وويل: ((ته  خو وړوند نه وې، چې ماشوم دې پر اس پرېښود!))
يار محمد خان موسكى شو او ويې ويل: (( مورې! لږ به دې پرې ايښى و چې تكړه شوى واى.))
له دې وروسته مې په ياد نه دي چې يار محمد خان څه وخت كابل ته لاړ او دولتي اس يې هم له ځانه سره يووړ.
خبره خو داسې وه چې هغه وخت ارواښاد صاحبزاده عبدالقيوم خان د خيبر سياسي مشر و او زما د پلار سخت مخالف و. د مخالفت لامل يې چې هر څه و خو يار محمد خان يې د وژلو نيت وكړ. هغه وخت موټرونه نه و او عبدالقيوم خان به له پېښور څخه تر لنډي كوتل پورې سفر په ټانګه كې كوه.
هغه وخت پوسته خانو هم خپل توكي د ټانګې له لارې يو او بل ځاى ته استول.
خو چې كله مې پلار ته چا د يار محمد خان د ارادې خبر وركړ، نو پلار مې هغه را وغوښت، ويې رټه او څو څپېړې يې وركړې. له دې سره يار محمد خان خپه شو او كابل ته لاړ.
امير حبيب الله خان هغه ښه ونازوه، د كپتان رتبه او څه ځمكه يې وركړه.
دلته صاحبزاده او ((سرجارج روس كيپل)) زما پلار مجبور كړ چې يار محمد خان بېرته راوغواړي او پلار مې هغه په ډېره ستونزه بېرته راوغوښت.
زما ښه ياد دي چې كله يار محمد خان راغى نو مريض و او د قبايلي درمليز دود له مخې يې د اوزې پوستكى اغوستى و. قبايلي خلك د مليريا او نورو تبو د درملنې لپاره د اوزو پوستكي اغوندي او د ټپ او نمونيا لپاره د پسه پوستكى كاروي او څلېريشتو ساعتونو پورې يې پر تن وي.
زما ياد دي چې مور مې د يار محمد خان د بېرته راتلو په خوښۍ كې خواږه اخيستي و او پر خلكو يې وېشل. خو هغه د راتلو سره سم په څلور كاله بند محكوم شو او د بند له تېرېدو وروسته بېرته كابل ته لاړ او هلته د كرنيل په رتبه باندې وګمارل شو.
اخر يار محمد خان كابل كې وفات شو او  ماته هغه ورځ ښه په ياد ده چې كله يې د هغه تابوت پېښور ته راوړ، نو زه به درې، درې نيم كلن وم.
دمور له مړينې وروسته مې پالنه دكشر ورور، محمد عمر خان مور (زماميرې) كوله او مشر ورور ملك بلخي خان به هم راباندې ډېر پام كوه. هغې به زماډېرخيال ساته، تر دې چې هېڅ وخت مې داسې نه ګڼله چې يتيم يم.
داچې زه به ډېرى وخت  په ښوونځي كې ناسوب وم، نواخر مې ښوونكي مشر ورور ته زماد ناسوبتيا خبر وركړ. مشر ورورمې ورټلم خود پلار نظر مې و چې د پېښور په اسلاميه كالجيټ ښوونځي كې داخل كړاى شم، ځكه چې د هغه په ګومان له هغه ځايه بيا له ښوونځي څخه  نشوم تښتېداى. ۱۹۸۱ زېږديز كال  به و، چې زه يې هلته په دويم ټولګي كې شامل كړم او په درېيمه ليليه كې به اوسېدم. هلته افريدي اوشينواري  زده كوونكي هم اوسېدل.
زموږ له شينوارو څخه ارواښاد ملك زاده ګلغداد او د هغه تره زوى ملك زاده محمد جانس خان چې لا ژوندى دى، درس وايه. ګلغداد يو نېك زړى انسان او د هاكي او فټبال ښه لوبغاړى و، له ده سره  يې يو دوست راموش خان شينوارى هم يوځاى درس لوست.
له افريدو څخه زيور خان او ارواښاد قطب الدين خان وو. اوسنى جنرال اعظم خان، د هغه مشر ورور مكرم خان او د چترال شهزاده ارواښاد ناصر الملك او د هغه ورونه حسام الملك او نظام الملك او... هم وو. د دوى مخامخ خونوكې د سوات پخوانى والي شهزاده جهانزېب او د تره زوى يې شاه روم اوسېدل چې شاه روم پكې زما ټولګيوال و.
 خو دلته مې هم له لوست سره زړه ونه لګېد. په جامو اوبسترې كې مې سپږې پيداشوې. همداوه چې ارواښاد مولانا عبدالقادر به ماته سپګن ويل. كله چې ارواښاد مولانا صيب د منځني ښوونځي زده كوونكى و، زه پنځم ټولګي كې وم او په همدې ټولګي كې مې شاعري پيل كړه. داچې هغه وخت زده كړې پر اردو ژبه وې، نو ما هم په همدې ژبه شاعري پيل كړه، خو حيف چې ماته هغه شعرونه ياد نه دي، ځكه چې هغه وخت مې شعرونه خوندي نه ساتل. كيدى شي ما كې د دغې شاعرۍ خوځښت د استاد ميرزاعباس علي بيګ له شاعرۍ څخه پيدا شوى و. ميرزا عباس علي بيګ د اوسني هندوستان د ((اتر پرديش)) اوسيدونكى و. څه باندې شپږ فټه ونې، وړې ږيرې او د غټ تن لرونكى او لمونځ ګذار او نېك سړى و. موږ به ورته ((جائنټ ماسټر)) وايه، ځكه چې د ديو په شان زورور مالومېد.
زموږ يو ملګرى ارواښاد ارباب شير اكبر خان چې په بر تهكال كې اوسېد، هم د ده غوندې له ځانه غټ و، نو يوه ورځ ميرزا عباس علي بيګ يې په ليدو في البديهه شعر ووايه:
چهره هې مثل ببر
هې نام شير اكبر
رستم بهي تم كو ديكهې
تو بهاګ جايې تم كو ډر كر
ژباړه:
اكبر نومېږي او څيره دې د ببر غوندې ده، كه رستم دې هم وګوري نو له وېرې به درڅخه وتښتي.
زه په اردو كې ډير تكړه وم. همدا وه چې ميرزا صيب به ماته كله دوه ځله اوكله درې ځله افرين ليكه، خو يوه ورځ را څخه په څه خبره خپه شو او پر هر راكړل شوي شاباسي يې چليپا كش كړه او ويې ويل: ((دا كوم دكنجوس زوى تاته افرين دركړى.))
زماله خولې بې اختياره ووتل: ((تاسو.))
ويې ويل: ((پر مېز ودرېږه او ټوله ورځ ودرېږه.)
په هغه وخت كې ارواښاد علامه اقبال مشرقي داسلاميه كالج مدير و. مېرمن به يې ډېرى وخت چادري پر سر له ده سره يو ځاى وه. ما هغوئ يو دوه ځله دلته ليدلي وو، خو چې كله پر ۱۹۳۸ زېږديز، د ثبت لپاره ډيلي ته لاړم. هلته، يوه ورځ زما ملګري حاجي معروف خان وويل: ((دا دې وليد، ددې خاوريني دريشي والا، مشرقي صيب و.))
 ماورته ويل: ((راځه، سلام ورته وكړو.))
 موږ شپږ اووه كسان يې خواته ورغلوو. علامه اقبال صيب پر پالنګ غځېدلى و او شاوخوا يې سالار ډوله درې څلور ملګري ناست و.
موږ سلام وكړ او د ستړې مشي لپاره مو لاس اوږد كړ. ارواښاد علامه صيب موږ ته د ښي لاس درې څلور ګوتې راكړې، چې د (اخوت اومساوات )  نښان پرې لګيدلى و. په دې كار يې خوند رانكړ، خو غلى پاتې شوم. هغه په ډېر وقار زموږ لوري ته كتل او بيا يې ماته وويل: ((ګوره! داخان عبدالغفار خان هڅې كوي چې تاسو هندوان كړي او تاسو پټان (افغان) د ړندو په څېر د هغه په اشارو ناڅئ.))
زماخو هسې هم ورته زړه ډك و، ومې ويل: ((كه دا نور مشران له موږ څخه بل څه جوړوي، نو څه خبر يوو، هسې خو خان عبدالغفار خان لمونځ كوي او روژه نيسي.))
خبره يې واړوله، ويې ويل : (( په پېښور كې كوم ګوند ډېر زوركې دى.))
 ما كړه: ((ګوند خو بس يودى چې ((انډين نېشنل كانګرس)) يې بولي، پرته له دې خو نور ګوندونه باراني چنګښو ته ورته دي.))
ښكاره ده چې دا هر څه ما له درده وويل،كنه موږ قبايلي خلكو له دې سياسي ګوندونو سره دومره تړاو نه درلود.
په همدې خبره هغه خپلو كسانو سره په خبروپيل وكړ او موږ ترې له خداى پاماني پرته روان شوو.
زموږ په وخت كې د اسلاميه كالج مدير ځوان انګرېز(( واټ كنګ)) و چې سخت وهل به يې كول. زه يو ځل د پسرلي د رخصتيو نه يوه ورځ مخكې له ښوونځي څخه تښتېدلى وم، چې كله بېرته راغلم نو درې څلور داسې لښتې يې ووهلم چې پر لاسونو مې تڼاكې وختې او په اونيو اونيو نه رغېدې.
له واټ كنګ څخه وروسته ((هاورډ)) راغى. دى د پوخ عمر سړى و. ده به هم سخت وهل كول خو د ده ګوزار د واټ د ګوزار په څېر كلك نه لګېد او له ګوزار سره به پخپله هم لړزېد.
له هاورډ څخه وروسته ارواښاد شاعالم خان د مدير په توګه وټاكل شو. دى نېك، خوږ خويه او په زړه پورې انسان و. د ده په هكله به ويل كېدل چې د زده كوونكو له وهلو څخه وروسته بيمارېږي.
زموږ د درېيمې ليلې مدير سيد قمر علي شاه صيب و، چې زده كوونكي به ترې سخت وېرېدل. دى د پښتو، دري او اردو ژبو شاعر و. ډېرى وخت به يې په اردو ژبه خبرې كولې. يوه ورځ يې زما په هكله وويل: (( له دې خبيث څخه به ضرور شاعر جوړېږي.))
زما په ګومان كله چې مې په لومړي ځل د۱۹۴۸ زېږديز د اګست په مياشت د كابل راديو په يوه مشاعره كې له ده سره كتنه وشوه نو ويې ويل: ((ګوره زما وړاندېوينه پر ځاى وه.))
په دويم ځل مو د پېښور راديو په يوه مشاعره كې سره وليدل، هلته يې هم همدا خبره وكړه او زياته يې كړه: ((حمزه! موږ خو تل له راديو څخه ستا د اواز اورېدو په تمه يوو.))
يوه شپه نږدې لس بجې مې په نس كې څه خرابى پيدا شو. له بسترې جګ شوم او بيت الخلا ته لاړم. دا چې خوبولى وم نو سترګې مې پټې پټې كېدې. كله چې بيت الخلا كې كېناستم نو هېڅ پوه شوى نه وم چې په ناسته ناسته څنګه ويده شوى وم او هلته په ليليه او له ليليې څخه بېرون راپسې هلكان ګرځېدل. هسې خو ټول پوه وو چې زه ډېرى وخت له ښوونځي څخه تښتم خو د شپې په تياره كې ورته زما تښتېدنه ناشونې غوندې برېښېده. هغوئ ګومان كړى و چې كېدى شي چا تښتولى اوسم، خو بيا چا مشوره وركړې وه چې بيت الخلا كې يې هم وګورئ. څو هلكان چې اوس يې ماته شمېر ياد نه دى، بيت الخلا ته راغلل. كتل يې چې د يوې بيت الخلا ور له  دننه څخه بند دى. څو ځله يې ور ټك ټك كړى و، اوازونه يې كړي و خو په ځواب كې يې څه نه و اورېدلي. د بيت الخلا ټولې دروازې له لرګي څخه جوړې شوې وې. يو هلك د څنګ بيت الخلا ور خلاص كړ، د منځ پر دېوال راوخوت او زما په ليدو يې چغه كړه: ((دغه دى.))
چا ترې وپوښتل: ((څه كوي؟))
ځواب يې وركړ: ((ناست دى.))
د دېوال له سره هلك زما لوري ته ټوپ كړ، ويې ښورولم خو زه هماغسې ويده وم. څپلۍ يې راوويسته ، پر سر يې څو ګوزارونه راكړل او زه د يو (( هوووو)) په كولو راويښ شوم. بيا يې د بيت الخلا ور خلاص كړ، نور هلكان هم دننه راغلل ، ښه يې ووهلم او خپلې بسترې ته يې راوستم. پر بسترې له څملاستو سره بيا ويده شوى وم.
له ښوونځي څخه مې دومره كركه شوې وه چې كله به سهار د ښوونځي زنګ ووهل شو نو ما به ويل كه اسرافيل شپيلۍ ووهله. اوس چې هم كله د اسلاميه كالج تر څنګ تېرېږم نو يو ډول وېره مې ترې كېږي. ماته اوس پته ولګېده چې د كمكيتوب ژوند څومره مهم وي. له ((متداوله علومو)) څخه لرې پاتې شوم او عالم نه شوم. خو شايد د خوى بدلون مې د فطري شاعري د وړتيا لاس ته راوړنه وي. لكه څنګه چې زه د تورث د قانون منونكى يم نو يقين لرم چې زما په نيكونو كې به ضرور څوك شاعر تېر شوى وي، كنه څنګه كېدى شي چې د يوې كورنۍ ټول غړي دې شاعران وي او يا شاعرانه ذوق ولري. زما پلار شاعر نه و خو ځينې خبرې يې اوس هم په شينوارو كې د متل په توګه كارول كېږي،د سيمې خلك اوس هم د ځينو خبرو په پيل او پاى كې وايي: ((ملك باز مير ويلي و.)) او يا ((د باز ميرخان وينا ده.))
زما مشر ورور ملك بلخي خان شعر ليكه. دا چې صوفي طبيعته و نو ډېرى به يې نعتونه ليكل. له دې وروسته يار محمد خان د څلوريځې او غزل مشهور شاعر و. ده پسې ملك باور خان په رباب غږولو كې په ټول پېښور كې مثال نه درلوده. يو ځل يې د ((هارډينګ تيهټريكل كمپنۍ)) لپاره په پښتو سندره ليكلې وه، خو له هغې وروسته مې يې كوم شعر ونه ليد. زما بل ورور خليل خان هم كله كله ليكل كول او په رباب غږولو كې ده هم ښه نوم درلوده. خو وروسته چې كله ما رباب غږول پيل كړل نو زما د رباب غږول له باور خان څخه هم په زړه پورې و. پخپله ارواښاد باور خان به هم دا خبره كوله.
كله چې مې په ۱۹۲۴-۲۵ زېږديز كلونو په تورخم كې د پاسپورټ په څانګه كې دنده تر سره كوله، نو په اوړي كې يوه ورځ د برنډې لاندې ناست وم او رباب مې سر كوه، چې له كابل څخه سندرغاړى قاسم افغان د ثبت لپاره ډيلي ته روان و. له ده سره سربېره پر نورو هنرمندانو د قربان علي په نوم يو ربابي هم و چې په لوى افغانستان كې مشهور و. هغه زما مخ ته پر يو كټ او قاسم خان صيب پر بل كټ ناست وو. د دوئ پاسپورټونه د تحصيلدار مرستيال پخپله كتل، نو زه رباب سر كولو ته اوزګار وم. كله چې مې د رباب د وړوكي تار د راګ په سر كولو پيل وكړ او بيا مې پرې شهباز تېر كړ او له تارونو څخه يې د راګ اواز پورته شو، نو قاسم خان په ډېر شوق زما په لور وكتل او قربان علي بې درېغه وويل: ((په خداى قسم چې دا د باور خان شينواري رنګ دى.))
د قبايلو تر منځ دښمني ډېره مشهوره ده. يو وخت زما پلار د دښمنۍ له امله كلابند پاتې شوى و نو په همدې ورځو كې به يې يواځې د رباب په غږولو خپل زړه خوښ ساته.
نو څرګنده ده چې چېرې په اصلي مانا شاعري كېږي، هلته به موسيقي ضرور وي ځكه چې د موسيقي له امتزاج پرته د شاعرۍ وجود نېمګړى دى. د شاعري لپاره چې د وزن كومه اړتيا وي هغه څرګند ده او له وزنه پرته شاعري د يو بې روحه بدن په څېر وي. نن سبا ازاد نظمونه هم په خپل جوړښت كې وزن لري، كه د وزن خيال يې ونه ساتل شي نو نظم ورته نشو ويلى.
زه په اردو كې هر وخت لومړى وم. تاريخ او انګليسي كې هم ښه وم خو په حساب او جغرافيه كې ډېر كمزورى وم. دا چې په حساب كې د ناكامېدو له امله په اتم ټولګي كې پاتې شوم نو ماته هم پلمه پيدا شوه، ښوونځى مې پرېښود او كور ته راغلم. خو مشر ورورمې ارواښاد شاه عالم خان څخه وغوښتل چې زما څه غم وخوري. هغه زما لپاره د ازموينې ټولې پرچې وغوښتې، وې ليدې چې په اردو كې لومړى وم. انګليسي، تاريخ، جغرافيه، بلكې ټولو مضامينو كې بريالى وم. هغه وويل چې د داسې زده كوونكي ناكامول ښه كار نه دى، نو همدا وه چې بريالى شوم او نهم ټولګي كې كېناستم.
په هغه وخت كې به د اوړي په رخصتيو كې مولانا عبدالقادر چې شايد په ديارلسم ټولګي كې به يې زده كړې كولې، زما خواته  لنډي كوتل ته راته او زما د اردو شاعري په سمونې سربېره به يې ماته د الجبر ښوونه هم كوله، خو په لسم ټولګي كې مې يو ځل بيا ښوونځى پرېښود. دا چې اوس لوى شوى وم، نو ورور او پلار به مې نه وهلم. همدا وه چې مشر ورور مې د پوليټيكل ايجنسي افسر ښاغلي عبدالصمد ته زما سپارښتنه وكړه او زه يې په پوليټيكل ايجنسي كې د كاركوونكي په توګه په دنده وګمارلم.
په ۱۹۲۴زېږديز كې زما واده وشو او په ۱۹۲۵ زېږديز مې لومړى زوى پيدا شو چې له زېږېدو سره سم مړ شو. په همدې كال مې د پوليټيكل ايجنسي دنده پرېښوده او په كور كېناستم.
په ۱۹۲۶ زېږديز د خيبر رېلوې كار ښه په زور روان  و نو پلار ته مې هلته ټېكې وركول شوې وې  او ما به يې د منشيانو سره په حساب كتاب كې مرسته كوله، خو په همدې كال راته په رېلوې کې دنده پيدا شوه. د ټكټ وېشونكي او د ساتونكي د شپږ مياشتنۍ امتحاني دورې څخه وروسته د لومړي ساتونكي په دنده وګمارل شوم ، خو درې څلور ورځې وروسته ارباب ذكرياخان مې د باور خان ورور په سپارښتنه ((ټي ټي اي)) وټاكلم.
وروسته بيا د ارواښاد ارباب صيب سره ډېر نږدې پاتې شو. هغه ډېر زيات غريب پال، مېلمه پال او فقير خوښونكى انسان و. تل به ورسره يو غريب اوسېد.
د ۱۹۲۷ زېږديز د فروري په لومړۍ نېټه راته څښتن ( جل جلاله) دويم زوى راكړ. ما د لنډي كوتل په يو نجومي د خپل زوى (مراد علي) پال وكته، نو راته ويې ويل چې دى به د خپل خوځنده طبيعت له امله ښه ژوند تېروي.
ما د خپل بې كراره فطرت له امله هېڅ يوه دنده تر ډېره نه شوى تر سره كولى. طبيعت مې ازادي خوښوونكى و، د رېلوې دفتر ټول سامان مې د استعفا ليك سره يو ځاى ورولېږل او د خپل ملګري ميرعالم خان سره بمبي ته روان شوم. زموږ دواړو د فلمونو سره شوق و. موږ هلته تر يوې مياشتې پورې تم شوو خو هېڅ يوې فلمي كمپنۍ راته ځاى رانه كړ، البته د خپلو پښتنو ورونو د اخلاقو راته ښه تجربه وشوه. دا خلك په خپل وطن كې د يو بل وينو ته تږي وي، خو په مساپرۍ كې د سكه ورونو په څېر ژوند كوي. په بمبي كې د ادم خېلو درې يو پښتون په خپله دېره كې د اوسېدو لپاره ځاى راكړ او پر موږ يې د ټولې بمبي سيل هم وكړ.
موږ لا په دې فكر كې وو چې له دې وروسته به څه كوو، چې زما ورور بلخي خان مو د بېرته بېولو لپاره بمبي ته راغى او موږ له مجبوريته ورسره روان شوو. د احمد اباد پر لاره اجمېرشريف ته ورسېدو. مشر ورور مې هسې هم حضرت خواجه معين الدين چشتي(رحمۀ الله عليه) ته په درنده سترګه كتل، موږ ته هم دا نېكمرغي په برخه شوه او د زيارت كولو لپاره روان شوو. په دغه ورځ د مشهور قوال نثاراحمد سره پر لاره ملګري شوو، چې پر ټوله لاره يې قوالي كوله. له ښاره وتى، د خواجه چشتي مزار ته چې ورسېدو نو قوالانو دا سندره پيل كړه:
(( د خواجه معين الدين كور ته نن راغلي يوو))
د دې سندرې په اورېدو سره په ژړا شوم او ميرعالم خان هم په ژړا پيل وكړ خو زما اوښكې لكه درياب روانې وې. ګواكې زما د فطري پام ډيوې بلې شوې او د دنيا ټولې هيلې مې وتښتېدې. په اجمېرشريف كې چې مو څومره ورځې تېرې كړې د خواجه صيب دورې كې به حاضر وم. د ماښام لمونځ به مو په اكبري جومات او نور لمونځونه به مو په شاه جهان جومات كې ترسره كول. د جنوري په ۳۱مه، له اجمېرشريف   څخه ډيلي ته وخوځېدو. د ۱۹۲۸ زېږديز د فبروري په لومړۍ نېټه چې كله چاندي چوك ته ورسېدو، نو يو ورځپاڼو پلورنكي ، ورځپاڼه په لاس چغې وهلې: ((په حسن نظامي ډزې وشوې.))
ما چې ورځپاڼه ولوسته نو ((اريه)) باغيانو پرې ډزې كړې وې. خواجه حسن نظامي روغ وتى و، خو په موټر كې يې خسر شهيد شوى و. خواجه صيب به تبليغ كوه نو ځكه يې اريه باغيان سخت مخالف و. ما وروسته د خواجه نظامي صيب خپرې شوې پاڼې ولوستې، په يوې كې ليكل شوي و: ((موږ ته يو اريه دوست د اختر د مباركي په توګه په يوه کڅوړه كې د خوګ غوښه لېږلې ده. دې دوست ته بايد مالومه شي چې موږ يواځې د خوګ د غوښې له خوړلو څخه منع كړاى شوي يوو، د هغه د پوستكي او هډوكو څخه هېڅ ډول كركه نه لرو.))
له كله نه مې چې ښوونځى پرې ايښى و، شاعري راته يو ساده غوندې كار ښكارېده. ما يې د بيا ليكلو خيال هم نه كوه. ما فكر كوه چې هر لوستى انسان شعر ليكلى شي.
په ۱۹۲۶ زېږديز كې چې كله خيبر رېلوې جوړېده، نو له موږ سره پكې د مزدورانو يوې