د پوهاند ډاکټر زيار د اتيايمې کاليزي ، علمي غونډي ته!

د پوهاند ډاکټر زيار د اتيايمې کاليزي ، علمي غونډي ته!


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • پوهاند رسول باوري
  • 970

يه د بيټ نيکه زوزاته! نوره نړۍ پر ځای پريږدئ، له خپلو نژدې تر بورانو ؛خو  يو لوست واخلئ! (زيار).

لرغونپوهنه د پوهاند دوکتور زيار له څېرموڅېړنېزو بوختياوو څخه:
له لرغونو زمانو راهېسې بېلابېلو پوهنيزو څانګو د خپل پر له پسې يون په ترخ کې د انسان ، انساني ژوند او چاپېريال په تړاو زيات پټ رازونه څرګند کړي او ناسپړلې غوټې راسپړلې دي، د پوهنيزو څانګو دا يون د انساني اندونو او فکرونو د لاغوړېدو پر لار مخ پر وړاندې درومي او چټکي يې د مهال په تېريدو  زياتون مومي.
د پوهنيزو څانګو دا نه تم کېدونکی يون هغه رښتينی تاريخ دی، چې لارويان يې يا له سترو ماتو او غميزو سره مخ کړي او د سر په ورکړه ورته پرېوتي او يا يې د وياړ هغې کچې ته رسولي ، چې د سر لوړۍ تر ټولو ستر خول (تاج) يې ور په سر کړی دی، دا د پوهنيزو څانګو د پر له پسې يون رښتينوالی دی، چې بايد پر  مخ تللی وای، د پوهنيزې څانګې هغه لاروي ، چې د خپل سر په ورکړه او د سر په بيه يې پکې پرمختګ کړی او يا هغه ، چې د همدې پوهنيز يون د پرمختګ په اړه يې خپل سر ته د وياړ تاج ګټلی دی، دواړه د دې نه ت م کېدونکي پوهنيز يون د برياليتوب لوړې څوکې دي، چې هم يې لاروي ابدي کړي او هم يې پوهنيز يون رښتينوالی څرګند کړی دی.
د انساني اندونو تاريخ دا راڅرګندوي، چې د بشري ټولنو اندونو او واندونو (فکرونو او خيالاتو) د زمانې په لمن کې د پوښتنو له رامنځته کولو او هغو ته له ځوابونو پيدا کولو سره يو ځای پرمختګ کړی دی، د پېښو زېږېدل او يا مخې ته راتلل ، انسان پوښتنې ته اړ ايستلی او انساني اندځواک يې د ځواب موندلو هڅه کړې ده، اوس مهال هم د پوهنيزو څانګو د ودی او پايښت بنسټيزه لاره د پوښتنو رامنځته کول او هغو ته د ځواب موندلو لړۍ ده؛ خو په دې يوه توپير، چې د پخوانيو پوهنيزو کړيو (حلقو)، تر منځ به د ټوليزو (کلي) افادو او پوښتنو لپاره د پر له نښتو  ځوابونو د پيدا کېدلو لار په ګوته کېده او څرګندېده، په داسې حال کې، چې په اوسمهالي پوهنيز چاپېريال د ځانګړو پوښتنو لپاره د ځواب ويلو ځانګړې څانګې شته، دا د پوهنيزو څانګو د پنځولو او منځ ته راوستلو بنسټيز لامل دی، چې لومړی يې انديزه (تيوريکي) بڼه جوړه شوې او وروسته يې د بشپړې پوهنيزې څانګې په توګه د نورو څانګو تر څنګ وړ دريځ موندلی او پياوړی کړی دی.
زموږ په هېواد کې هم د پوهنيز يون لړۍ همداسې پايښت موندلی، د شلمې پېړۍ په پيل کې د نوې پوهنيز سيستم بنسټ کښيښوول شو، دوديزې زده کړې او دوديزې کړنلارې او څېړنلارې ورو ورو نوې شوې او له نړيوالو پوهنيزو ارونو سره سم يې په ښوونځيو او پوهنتونو کې د نوي پوهنيزې پښت د روزنې او پالنې لارې چارې پيل شوې، د نوي پوهنيز چاپيريال په منځ کې د انسانې پوهنو د نورو نويو څانګو ترڅنګ لرغونپوهنه (ارکيالوجي)، پخوانۍ ليکپوهنه (پاليو ګرافي)، سېکه پوهنه (نومسماتيک) او  يو شمېر نور يې خپلواکي څانګې د پام وړ وګرځېدې، له دې سره سره ، چې په ددغو څانګو کې لومړني څېړندويان او مخکښان بهرنيان او په ځانګړې توګه له اروپايي هېوادونو څخه راغلي او يا راغوښتل شوي، پوهان ول؛ خو زمونږ په هېواد کې د نوي روزل شوي پوهنيز (اکادېميک) پښت نوښتګرو پوهانو او څېړونکو هم د دې څانګو د ودې او پرمختيا لپاره داسې ډاډمن ګامونه پروته کړل، چې يو خوا د خپل مهال بهرنيو څېړونکو ته مل او مرستندوۍ وګرځېدل او بلخوا يې د راتلونکي افغاني پوهنيز پښت لپاره د زيات پرمختګ لاره پرانېسته.
لرغونپوهنه زموږ په هېواد کې د يو خپلواک دسېپلين په توګه د افغاني نامتو پوهانو خدای بخښلي استاد احمد علي کهزاد ، خدای بخښلي شاهي بای مستمندي، ښاغلي زمريالي طرزي، پوهاند دوکتور الفشاه ځدران او مرحوم پوهاند حسن ضمير ساپي له نومونو سره تړلي ياديږي.
استاد کهزاد او مستمندي له بهرنيو لرغونپوهانو څخه افغاني پوهنيز ډګر ته د لرغونپوهنې څانګې د رالېږدونې خورا ارزښتمنې چارې تر سره کړي، هم يې په سپړنو او کېندنو کې برخه واخيسته او هم يې د څېړنيزو چارو په پاللو کې، د هغو د کارو زيار پر بنسټ لرغونپوهنه د يوه خپلواک دسېپلين په توګه افغاني پوهنيز ډګر ته راوپېژندل شوه، د دې پوهنيزې څانګې د دودونې او پراخونې پر لور د پوهاند ځدران ، پوهاند ضمير ساپی او زمريالی طرزي ونډه بيا خورا غوښنه او نه هېرېدونکې ده، د لرغون پوهنې د څانګې د نوموتيو مخکښانو راوروسته يو ګڼ شمېر ځوان لرغونپوهان او څېړونکي د دې څانګې چوپړ ته چمتو شول او دا څانګه يې د ځانګړي مسلک په توګه د نورو د پام وړ وګرځوله؛ خو هغه شمېر افغان پوهان او څېړونکي د ګوتو په شمار دي، چې لرغونپوهنه يې د خپل ځانګيزو موخو د تر لاسه کولو په موخه کارولې ده.
پوهاند دوکتور زيار په افغانستان کې يو له هغو مخکښو او ځانګړو افغان څېړندويانو او پوهانو څخه دی، چې لرغونپوهنې ته يې د يوې خپلواکې پوهنيزې څانګې په توګه کتلي او په وده او پراختيا کې يې هومره اوچته ونډه اخېستې ده، چې ارزښت يې د يوه مخکښ څانګيز لرغونپوه په کچه ارزول کېدای شي.
يو خوا يې د خپلو څېړنو او پلټنو لپاره له لرغونپوهنې څخه د يوې مرستندويه څانګې په ډول ګټه پورته کړی او له بل لوري يې د لرغون پوهنې په تړاو د ارزښتمنو څېړنيزو اثارو په ژباړلو سره په هېواد کې د لرغونپوهنې څانګه بډايه کړې ده، د دې ترڅنګ يې په ځينو سيمو کې هم سپړنو بريالۍ چارې تر سره کړې او هم يې د يوه لرلاس څېړونکي په توګه د هېواد د يو شمېر لرغونو سيمو انځورونه برابر کړي او تر څېړنيز مرکزونو يې رسولي دي.
دوکتور زيار په خپلو زياتو څېړنيزو اثارو او ليکنو کې د وړاندې شويو اندونو او افکارو د پخلې او سپيناوي لپاره د لرغونپوهنې برياوي په خورا اغېزمه بڼه کارولې دي، ترڅنګ يې د پوهنيزو څانګو هغه دوه اړخيزې اړيکې هم جوتي کړي دي، چې د موخو (د هدفو) له اړخه سره ورته پوهنيزې څانګې يو بل ته اړتيا لري، د دې وينا دپخلې لپاره يې له نورو ګڼو ليکنو څخه يوازې ((پښتو اوپښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې)) اثر څخه د څو بېلګو ياونه کوم:
د ((پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې))، اثر په ۱۷ مه پاڼه کې يې د کوچي ټبرونو د مېشتځايونو د سپيناوي لپاره د انګريزي لرغونپوهنه د څېړنو پايله داسې را اخېستې ده: (د انګليستان تلويزيون څلورم چېنل د ۱۹۹۹- ۰۴ – ۱۹ پر ماښام د وګړپوهانو يوې ډلې د سيکيانګ په تکله مکان کې يو شمېر لرغوني موميايي شوي مړي وڅېړل  او په ډاګه يې کړه، چې هغه له اوسنيو تورک – مغولو استوګنو سره نه ، بلکې له بېلابېلو کوچياني ټبرونو سره اړخ لګوي ، چې له قفقاز او نورو سيمو څخه له مخزيږيو ۶- ۷ مې پيړۍ پورې هلته راغلي ، مېشت شوي او واکمنۍ ته رسېدلې دي.). 
د همدې اثر په ۶۰ مه پاڼه کې د خوتن د پاچا نوم د هغه ډبر ليک په يادولو زبادوي ، چې د تورکستان په ختيځ کې تر لاسه شوي دي، په دې اړه ليکي:
(زموږ د ژبې زړې ترينې نښې نښانې د لومړی اودويمې زېږدي پېړۍ هندي ډبر ليکونو په ځينو وييونو کې ليدل کېږي، چې له کوشانيانو سره اړه پيدا کوي.او هغه هم په هغو پور وپپونو (مستعارو لغتونو) کې چې د ختيځ  تورکستان په ډبر ليکونو کې د درېيمې زېږدي پېړۍ تر پايه را رسي، له دغو ليکنو څخه په يوه کې د خوتن د پاچا نوم راځي، چې هينيها (Hinajha) (يا په خوتن ساکي ژبه هينايسا (Hinayasa) سر لښکر يې ستاينوم (لقب) وو. او په دې ډول نورې زياتې بېلګې شته، چې په دې لنډه ليکنه کې يې د پوره سپړلو شونتيا نشته.
پوهاند دوکتور زيار يوازې دا چې د تاريخي ژبپوهنې په چوکاټ کې يې د خپلو پوهنيزو او څېړنيزو هڅو د سپيناوي لپاره د لرغونپوهنې له برياوو څخه ګټه پورته کړې، بلکې د لرغونپوهنې د لا بډاينې او پراختيا لپاره يې هم داسې ارزښتمن ګامونه پورته کړي، چې زموږ په هېواد کې يې نه لرغونپوهنه او نه لرغونپوهان هېرولای شي، د دې وينا د سپيناوي لپاره د افغاني لرغونپوهنې په ډګر کې د هغو دوو ارزښتمنو اثارو يادونه کوم، چې د بهرنيونامتو لرغونپوهانو له لوري ليکل شوي او د پوهاند زيار په نوښت پښتو ژبې ته راژباړل شوي دي.
لومړۍ د الماني لرغونپوه پاول بوخرا (Paul Bucherer ) اثر (Die Aspekte und problem traditioneller Bau- und)
Wohnformen im Gebiet des Afhganischen Hindukusch)
چي په اروپايې څيړنيزو کړيو کې يې لوړ دريځ خپل کړی دی، دا ارزښتمن اثر پوهاند زيار پښتو ژبې ته راژباړلی دی او پښتو نوم يې (پښتانه او ورونه مليتونه، ګډ پېښليک ، ګډ برخليک) ورټاکلي ، دغه کتاب پر ۱۳۶۶ لمريز کال د افغانستان جمهوري دولت د چاپ او خپرونې دولتي کومېټې له خوا له ګڼو انځورونو سره يو ځای په ۲۷۵ مخونو کې خپور شوی دی، په دې ژباړې سره نه يوازې دا چې د يوه نامتو اروپايې لرغونپوه اثر په افغانستان کې د لرغونپوهنې څانګې اړوندانو ته وپېژندل شو، بلکې د يوه ډاډمن اخځ په توګه د افغاني لرغونپوهانو له لوري د ګټې وړ هم وګرڅېد، د دې اثر منځپانګه د افغانستان لرغونې تاريخ او په افغانستان کې د مېشتو ژبتوکميزو ډلو تپلو انځوريزه اتنو لوجيکي څېړنه نه ده.
د پوهاند زيار په نوښت د لرغونپوهنې په ډګر کې پښتو ژبې ته دويم راژباړل شوي ارزښتمن څېړنيز کتاب ، د الماني نامتو لرغونپوه هېلموت هو مباخ (Die Kaniska-inschrieft Von Surkh-Kotal) نومي اثر دی، چې په ۱۹۶۰ زيږدي کال خپور شو. او د هېواد کې تر ژباړلو وروسته په لوري ۱۹۹۰ زيږدي د افغانستان د علومو اکاډمۍ د لرغونپوهنې څانګې له لوري ((د کنېشکا د سره کوتل ډبر ليک (باختري ژبه) ))، تر سرليک لاندې په ۱۲۲ پاڼو کې خپور شو، د دې اثر منځپانګه لکه، چې له نامه څخه يې څرګنديږي، د بغلان ولايت د سره کوتل له سيمې څخه د ترلاسه شوي، لرغونې ډبرليک متن دی، دا څېړنيز اثر يو خوا د اروپايي ژبپوهانو او لرغونپوهانو ډلې او د هغو د ژباړنو او شننو  پايلي دي، چې دياد شوي ډبرليک په برخه کې يې تر سره کړي دي او له بل پلوه په افغانستان کې د پاليو ګرافيکي څېړنه لرمړنۍ بشپړ پښتو ژباړل شوی اثر ګڼل کېږي.
همدا راز د سمنګان د رباطک ډبر ليک پښتو ژباړه ، چې د سره کوتل له هغه سره يې زمانې واټن نيمه پيړۍ کېږي، د کوشاتي (باختري) ژبې د دويم تازه لاسته راغلي لاسونداو د لندن د ختيزو ژبو د منځۍ soas نوميالي ليکپوه پروفېسور سيمز ويليمز په انګرېزۍ ژباړلي او شنلي، په نوموړي ډګر کې د پوهاند زيار له نويو برياوو څخه ګڼل کېږي، (فردا مهالنۍ د تېرو څو کلو ګڼه، ستوکولم).
پوهاند دوکتور زيار د خپلو مسلکي څېړنو او پلټنو او پلټنو په ترخ کې د يوه اماتور لرغونپوه په توګه  ساحوي لرغونپوهنه (field archaeolog)، هم له پامه نه ده غورځولي، پر دې سربېره يې ، چې د هېواد له لرو پرتو سيمو څخه د لرغونو ټاټوبو او تاريخي پاتشونو انځورونه راټول کړي دي، سپړنو کېندنو ته يې هم پاملرنه کړې ، چې زه يې دلته د دوو بېلګو په يادولو بسنه کوم:
په ۱۳۵۳- ۱۳۵۴ لمريزو کلونو کې يې، چې د ننګرهار ولايت د نور درې(تلکي) پر يوه غونډۍ د يوه لرغونې څلور کوټيز قبر څوک وکېښ ، چې په يوه پر ښه کې ژور کېنل شوي وو، پوهاند زيار د لرغونپوهنې د څانګې ټولو ارونو په پام سره هغه راوسپړه او رابرسېره کړې کوپړۍ يې له اړينو څرګندونو سره د کابل پوهنتون د لرغونپوهنې څانګې مشر ارواښاد مېله بار نورستاني ته د ساتلو او پاللو په موخه وسپارله، د يادولو ده، چې د دغو سپړنو پر مهال ورسره خدای بخښلي سيد شمس الدين مجروح هملته په يوه مېلمستون کې مېلمه وو او له نژدې څخه د هغه بهير نندار چې وو.
پوهاند زيار خپلې څېړنيزې چارې د لرغونې ليکپوهنې يا پاليو ګرافۍ تربريده هم رسولې ، چې د ژبپوهنې او لرغونپوهنې لپاره مرستندويه پوهنيزه څانګه ګڼل کېږي، دی له يوناني نيولې تر ميخي سانسګريت، خروشتهي او دين دبيره (د اوستا او پهلوي) هغه پورې د پخوانيو ليکنو او ډبر ليکونو د کار پوه په توګه په ۱۳۵۷ لمريز کال له فرانسوي لرغونپوهانو سره يو ځای د لغمان ولايت د اليشنګ درې د هغه لرغونې ډبر ليک په ليدنه او څېړنه کې ګډون کړې وو، چې پوهنيزه څېړنه او پېژندنه يې لا تر هغه مهاله نه وه، تر سره شوې، دا څېړنه د پاليوګرافي  څانګې په تړاو د پوهاند زيار تر ټولو ارزښتمنه ګډه پوهنيزه کارندويې وه، د دې ترڅنګ ، پوهاند زيار په ټولو رسمي او نارسمي څېړنيزو سفرونو کې ، چې د هېواد د لرغونو سيمو او تاريخي ودانيو کوم انځورونه اخېستې ، له نيکه مرغه يو شمېر د سويس هېواد د ژبپوهنې څانګي په اړوند زيرمتون کې د افغانستان د ژبو اطلس پروژې په نامه خوندي پاتې دي.
لنډه دا چې پوهاند ډاکټر زيار په بنسټيزه توګه د ژبپوهنې، پښتو ادبپوهنې او توکمپوهنې څانګو د وتلي او بې جوړې سرلاري په توګه د نوي پوهنيز پښټ پر مخ د څېړنو او پلټنو داسې لورې راپرانېستې، چې يو خوا يې ژبپوهنه له دويزو کږو وږو کړنلارو ژغورلې او بل خوايې د هغو ټولو څېرمه او مرستندويه څانګو، لکه  لرغونپوهنې، ليکپوهنې، وګړ پوهنې او نورو پوهنيزو څانګو په ملاتړ خپلې ارې درېکونې څانګې له نړيوالو پوهنيزو ارونو سره سمې د سيالۍ جوکه کړې دي.
زما باور دا دی ، چې د پوهاند دوکتور زيار د کاليزې نمانځل د افغاني وياړونو نمانځنه ده، په دې هيله ، چې د اويا کلنۍ نمانځل يې د افغاني کولتور د نويو څېړنو او پلټنو پيلامه سي، ژوند يې اوږد او قلم يې لاپياوړي غواړم! 
په دنښت 
پوهاند رسول باوري