حمدالله محب: د حکومت د سقوط یو لامل د رسنیو ناسم معلومات خپرول و

حمدالله محب: د حکومت د سقوط یو لامل د رسنیو ناسم معلومات خپرول و


  • 1 اونۍ دمخه (13/05/2022)
  • سمسور
  • 56

سمسور (۲۳غوایی۱۴۰۱) راپرځېدلي حکومت کې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د حکومت د سقوط یو لامل د رسنیو له‌خوا د ناسمو معلومات خپرول بللی دی. 

ښاغلي محب دا څرګندونې اکسفورډ پوهنتون کې د افغانستان په اړه یوې ناستې ته کړې دي.

نوموړي دغه پوهنتون ته په خپله وینا کې ویلي، چې د تېر افغان حکومت د سقوط یو لامل رسنۍ وې، چې ناسم معلومات یې خپرول او د سرتېرو مورال یې زیانمنوه. 

باید وویل شي، چې اکسفورډ پوهنتون د تېرې چهارشنبې په ورځ ښاغلی محب د افغانستان د پخواني حکومت د سقوط او اوسني وضعیت پر سر وربللی و، چې هلته خبرې وکړي.