د زړه وينې يوه لاره ،يو مشال

د زړه وينې يوه لاره ،يو مشال


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • ارواښاد اسحاق ننګيال
  • 497

څومره ستر، څومره سپېڅلى او څومره بختور دى دا ولس چې مينه يې وطن دى او وطن يې مينه، ژوند يې وطن دى او وطن يې ژوند. 
د دې ولس د شعر په باب خبرې کووم او د دې ولس د شاعر په هکله .شعر او شاعري پېړۍ، پېړۍ کېږي، چې د نړۍ په ټولو لسونو کې د يوه نه وچېدونکي او ناپايه سمندر په توگه بهاند او څپاند روان دى او د نړۍ د شعر ماڼوگانو به څومره د دې سمندرونو په ژورو کې لامبو وهلې وي، څومره به يې ژورو تلونو کې له پښو غورځېدلې وي او څومره به د شعر بېړۍ د دغو سمندرونو آرامو ساحلونو ته رسولي وي! 
هو! شعر د نړۍ د ټولو خلکو مال دى او تر اوسه داسې قام نه دى رازېږېدلى چې شعر دې ونه لري، شاعر دې ونه لري، هنر دې ونه لري او هنرمند دې ونه لري . د نړۍ د همدغو ټولو ولسونو شاعرانو له شعر څخه د عشق او مينې د انځورونې او يا خو د ملتونو او د ولسونو د راپارولو لپاره او له ناخوالو سره د مبارزې لپاره د يوې وسيلې او يا خود يوې وسلې په توگه گټه اخيستې ده او دا چارې اوس، اوس هم هر کله او هر چېرې روانې هم دي . 
خو موږ خپل شعر يادوو، چې د نړۍ د بل هر ولس له شعر نه را پاروونکى دى او د خپل وطن او د خپلو ولسونو د پت او مېړانې د ننگونو او غيرتونو او د هغوئ د يووالي او پيوستون غږ دى او نه ټپېدونکې ناره ده، که چېرې د خپل پښتو شعر جاج له پيل نه تر همدې دمه راوڅپړو، زموږ دغه هنر ټول ژوند د حماسو او د رزمونو او وياړونو د ډگرونو هنر پاتې شوى دى او لگيا دي همداسې پر مخ ځي. هو کې! له کرړوړ نه نيولې تر خوشاله او له خوشاله تر همدې دمه، همدا شېبه چې په همدې څه ليکلو بوخت يم، د پښتو شعر يوه همداسې غوره بېلگه مې په مخ کې پرته ده، چې له پيل نه تر پايه د پښتني شعر د يوه دود په خېر په پښتو او پښتونولۍ، په ملت او افغانيت څرخي، چې د وطن د ماضي هنداره هم را جوړوي او د نن او سبا هم. 
(( د زړ هوينې يادوم )) زموږ د پېړۍ د يوه ستر پوه، ليکوونکي ، څېړونکي، مورخ او شاعر استاد عبدالشکور رشاد شعري جونگ . 
دا متل د سرکو وليکي په زړه کې 
مه يې باسئ پښتنو په ژوند له فکره 
د دښمن له مکره ځان ساتو په خپله 
خدايه! ته مو وساتې د دوست له مکره 
او استاد رشاد (( د زړه وينې )) دفتر له همدغې پښتو او پښتونوالې نه پيل کوي او په همداسې شعر يې پاى ته رسوي. 
د استاد رشاد په دې شعري جونگ کې ټول پنځوس شعرونه راغلي دي، چې يوازې له څو غلو نه پرته نور ټول شعرونه پر ملت او بين المليت څرخي او په هر قدم او هر غم کې وطن راته انځوروي او د نړۍ په سطحه لوړو انساني اېډيالونو ته خپله مينه او وفاداري راڅرگندوي.  د مجنون ژوند به څه وي چې ليلا مري 
څه په کار دى تش کالبوت چې زړه د چا مري 
حريت د هر ملت زړه او بدن دى 
که دانه و، هم ملت مري هم بقا مري  وداني د دې وطن غواړي مېړونه 
د ټټر په درد او غم کې غمجن زړونه
د برېښنا په شانې تېز د فکر غشي
د پولاد په شانې کلک درانه عزمونه  خوشال خان خان په زنکدن وې (( ننگياليو )) 
سر و مال د پښتانه تر ننگه جار 
يو ارمان راسره وړم تر تورو خاورو 
چې مې نه ليد د پښتون د بڼ بهار 
که (( خوشال )) په حسرت داغ زړه ځينې درومي 
خدايه! ته لره سمسور د قام گلزار  او زمونږ دغه ستر او نامتو ويناوال يوازې د خپل وطن او خپل ولس درد او غم ته نه دى وزگار، د هغه لوى زړه او لوى ذهن د لويو او سترو غمونو او اندېښنو زړه او ذهن دى او زموږ شاعر يوازې د پښتنو او افغانانو په نوم ړلى شاعر نه، بلکې زموږ د دغې سترې او ارتې سپينې، تورې، سرې او ژېړې نړۍ شاعر هم دى، چې په درد يې دردمند دى او په ښادۍ يې ښادمن . 
کله چې د دويمې نړيوالې جگړې وينې څښونکي د يو د نړۍ زړه په منگولو کې رانغاړي وينې ترې څښي، زموږ شاعر د قلم تورې ته لاس غځوي او پر ليکي يې:  آ د زور په نشه مست ظالم انسانه 
د دښمن په نام دې څومره غاړې پرې کړې 
د سيالۍ هوس دې څۀ نغري ساړه کړه 
د تسخير هوډې دې څومره ډيوې مړې کړې  وايي: 
خولې دې په مرگ دکې د هغو شي 
چې يې پوهې په مرگ ډکې د مرگ خولې کړې  او کله چې د يهودو يرغلگر ځواکونه د عربي هيوادونو پر مسلمانانو  باندې د شوبلو، الوتکو او توپونو ږلۍ ووروي او د خاورې او پت بربادي او ښکېل ته يې راوځي زموږ پښتون متفکر شاعر او وېناوال له هغوى سره خپل اند گډوي او د يرغلگرو پر ضد يې مبارزې ته هڅوي او ليکي :  آه عراق او د حجاز د غاړو غرو عربو 
                            د شام زمرو عربو 
آ د (( يرموک )) او د (( سينا )) په وينو سرو عربو 
                            آ توريالو عربو 
گورئ در جار سم نن مو روځ ده نارينو عربو 
                            آ ننگيالو عربو 
گورئ کوترې ، واست، يهود درته شبين عربو 
                            د فلسطين عربو 
نور دې اوبه نه سي اغيار ستاسې په مسکين عربو 
                            وکړئ امين عربو 
پاڅئ په مينه د اسلام اى لېونو عربو
                            اى ننگيالو عربو  لکه چې ومو ويل هيواد، ولس، پښتون، افغان او په مجموع کې انسان او انسانيت و افغانيت او بين الملليت د ستر رشاد د شعرونو جوهر دى، د شعر پيله يې ده او پايله هم هغه چې هر چېرې دى، په هېواد کې او که د هيواد له غرونو او رغونو ها خوا، که د پامير او هندوکش سرکښه بادونه يې شمله ښکليو او که د ميوند خونړۍ دښتې يې د خپل مغرور ولس شهيد وينو ته راکاږي، که د خپل لوڅ او نهر ولس د ړنگو جونگړو له منځه تېرېږي او که د تاج محل د مرمرين حسن په نندارو بوت وي، له موږ سره دې له هيواد سره دى او زموږ او زموږ د هيواد له ناخوالو او ښاديو سره دى. 
د تاج محل او کشمير ښاپېرۍ يې د حسن او ښکلا وو نندارو ته را بولي او ست ورته کوي، چې شاعره! ژوند وکګړه، غمونه دې هېر کړه او د ناز او پېغلتوب ځوليو ته مې را پرېوځه ! خو زموږ شاعر د تاج محل او کشمير له وطن نه چېغې وهي چې: 
آورېځو ! درومئ د وطن خوا ته 
سلام مې يوسئ هغه آشنا ته 
چې زړه مې ډک دى زما له ياده 
سترگې کړې دي زما و خوا ته 
اوس به بهار وي په پښتونخوا کې 
گلان به پنځي، په شا و خوا کې 
يوارې راسه هغه شماله! 
چې دې ژوندون سته په مړه سا کې 
اوس به مې وېشي په پېمانو کې 
رندان به ټول وي په مېخانو کې 
ساقي به وايي: افسوس چې نسته 
(( رشاد )) پردېس دى په وطنو کې  د استاد رشاد د شعر بعدونه دومره ستر او پراخ دي لکه د هغه شخصيت چې په خپله ستر او څو بعديز دى، نه شو کولى د هغه د شعرونو يوازې د همدغه جونگ بعدونه وڅېړو، خو يوه خبره چې د يادونې وړ ده دا ده چې استاد تغزلي شعرونو په را هستولو او انځورولو کې هم د لوى لاس خاوند د، که څه هم چې د څومره والي له جهته يې تغزلي شعرونه د شاعرۍ کوچنۍ برخه جوړوي، خو همدغه تغزلي بېلگې يې د لوړ شعريت او هنريت او عالي تغزل نمايندگي کولى شي، کوم چې زمونږ د ژبې له ډېرو لوړو دغو شعرونو څخه په هېڅ توگۀ وروسته نه شي پاتې کېدلى. 
ښايستې! زياتې د مخ په آب و تاب مه وهه گوتې 
د وړو زړونو د قتل په اسباب مه وهه گوتې 
سجدې و ته يې لار د هيلو سته له هجومه 
که زما منې، د وروځو پر محراب مه وهه گوتې 
زه ستا پر گوتو يم ته چې په بندو زړونو خوږ سې 
د زړه څوکې ! د زلفو په تناب مه وهه گوتې 
ستا له بارخو مې مچه واخيسته تندى دې تريو سو 
راسه چې بېرته يې پر خپل ځاى کېږدم خپه ولې سوې 
که ستا له تېغه يې سر لږ کوږ که پښتون به نه وي 
ښايستې وايه له رشاده آزرده ولې سوې  د لوى استاد اکاډميسن پوهاند رشاد صاحب په شعرونو او هستونو بجت په دې څو ټکو او څو پاڼو نه شي خلاصه کېدلى او د هغه د شعر له سمندر څخه د يوه څاڅکي راپورته کول هم د زمري زړه غواړي او هم د زمريو حوصله، يوازې د يوه کوچني شاعر او څه ليکونکي په عنوان مې د هغوى د شعر او هنر پر وړاندې د خپل اخلاص لنډه تنگه څرگندونه وکړه او بس.