د کابل په شمول په  ۱۱ ولایتونو کې پوهنتونونه بېرته شروع کېږي

د کابل په شمول په ۱۱ ولایتونو کې پوهنتونونه بېرته شروع کېږي


  • 4 مياشتي دمخه (06/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 229

د لوړو زده کړو وزارت د نوې پرېکړې له مخې په یوولس ولایتونو کې سبا پوهنتونونه بېرته شروع کېږي.

په دغو یوولس ولایتونو کې کابل، کندوز، دایکندي، نیمروز، بادغیس، بلخ، سمنګان، نورستان، کندهار، جوزجان او پنجشیر شامل دي.

په یادو ولایتونو کې پوهنتونونه په داسې مهال شروع کېږي، چې روغتیا وزارت په کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر په کمېدو ښودلی دی.

لوړو زده کړو وزارت په هغو ولایتونو کې، چې جګړه روانه ده د پوهنتونونو د بیا پیل په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې پاتې پوهنتونونو کې به هغه مهال درسونه شروع شي، چې د کرونا مثبتې پېښې ۳۵ سلنه ټیټې شي.