دمیرمن کلتوری- ټولنیز بهیر د اوونیزې غونډې رپوټ


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • خاطره اسحق زۍ
  • 574

د ميرمن کلتوري ټولنيز بهيرڅلیرویشتمه اونيزه غونډه د روان لمريز کال د لړم د مياشتې په پينځه ويشتمه نيټه دشنبې په ورځ د ماپښين پر دوو بجو د استقلال ليسې په کوچني تالار کې د ګڼ شمير خويندو په ګډون جوړه سوه ، غونډه چې د طوبا ساپۍ له خوا چلول کيده په سر کې طوبا ندا د تيرې اونۍ ريپوټ ولوست او ورپسې د بهير پر کاري مسائيلو خبرې وشوې خو بيا هم د خبرو محور د سايټ پر کمزورتيا څرخيده طوبا ندا وويل که څه هم د ويب پاڼې ځينې برخې ښې شوې خو لا ډيرې څانګې يې کمزوري او آن تشې دي دلافروز ځيرک د طوبا د خبرو په تائيد سره وويل زمونږله هڅو سره سره بيا هم د ويب پاڼې اکثره څانګې کمزوري دي او لامل يې د غړو خويندو نه همکاري او نه ليوالتيا ده چې د بيلګې په توګه د لينا شريفي او فريبا ظاهر نومونه واخيستل شول چې د پاڼې په برخه او په ورکړل شويو دندو ندي توانيدلي چې سرته يې ورسوي همدارنګه د غونډې نورو خويندو هم د پاڼې په اړه خپل بيلا بيل نظرونه وړاندي کړل .
د غونډې په دوهمه برخه کې استاد غضنفر صيب چې د غونډې ميلمه هم ؤ د ماشومانو لپاره د شعر ، کيسې ، او ناول ليکلو په اړه له محتوا ډکې خبرې وکړې.غضنفر صيب  وويل د لويانو لپاره تل شعرونه ، ناولونه او داسي نورې ليکنې کوو خو بايد چې ماشومانو ته يې هم وليکو غضنفر صيب د خبرو مزی وغځاوه او وې ويل په لومړي ځل په نولسمه پيړۍ کې (اندرس کريسشن)يا د ماشومانو د ادبياتو پلار د ماشومانو لپاره ليکنه پيل کړه ، او له هماغه وخت نه سوکه سوکه د ماشومانو په اړه د نړۍ په نور هيوادونو کې د ماشومانو په اړه ليکنې پيل شوې ښاغلي غضنفر د ماشومانو په اړه د ليکنو پر اړين توب د ټينګار تر څنګ وويل څنګه کولای شو ماشومانو ته ليکنې وکړو ؟
1- ماشومانو لپاره بايد لنډې کلمې وکارواو حرکت ولري.
لکه : اسد بازار ته ولاړ
 
2- لغات ونه کاروو له ساده ژبې نه  ګټه واخلو
لکه : يوه نجلۍ وه سور کميس يې اغوستی ؤ......
 
3- ليکنه ستونزمنه ونه اوسي او روانه وي يعنې مجازې کلمې ونه کاروو
4- په ليکنه کې د تاوتريخوالي او مرګ نه يادونه ونه شي
5- ليکنه مو هڅونکې او تلوسه ولري څو ماشوم يې اوريدو ته ليوال شي 
غضنفر صيب زياته کړه ماشوم ليکنو ته اړتیا لري څو پوه شي چې له بده مرغه زمونږ د ښونې او روزنې وزرات هم په دې برخه کې ماشومانو ته کومه ځانګړې  پاملرنه نه لري غضنفر صيب وويل مونږ کولای شو د نورو ژبو له هغې جملې نه له انګريزي ژبې د ماشومانو لپاره ډيرې  ښې ليکنې پښتو ژبې ته راوژباړو  غضنفر صيب وويل کله چې غواړو د ماشومانو لپاره کتاب چاپ کړو نو بايد د ښوونځيو د کتابونو پر خلاف يعنې په اوږدو چاپ شي ځکه ماشوم د ښونځي له کتابونو په تنګ شوی وي او غواړي چې يو نوی شی ننداره کړي او دې ته ورته نور مثالونه يې هم ورکړل د غضنفر صيب خبرو په غونډه کې اکثره خويندې دې ته وهڅولې چې د ماشومانو په اړه څۀ ناڅه وليکي سپوږمۍ نوري وويل که څه هم زه د ماشومانو سره مينه نلرم خو دې خبرو زه وهڅولم څو په راتلونکې کې حتما په دې اړه ليکنې وکړم او نورو خويندو هم داغلې نوري د خبرو په تائيد سره وويل چې بايد د ماشومانو لپاره ليکنې وکړو د غونډې دريمه برخه چې مشاعرې ته ځانګړې شوې وه طوبا ندا د پسرلي صيب د يوه شعر په ويلو سره پيل کړه ورپسې دل افروز ځيرک د ماشو مانو په اړه يو شعر ووايه او همدارنګه خاطرې اسحق زۍ ، سپوږمۍ نوري ، مينې منګل ،نظیفې نیازۍ ، فرشتې امرخیل ، ومان نیازي او د غونډې نورو ګډونوالو خويندو په وار سره شعرونه غزلونه او طنزونه ولوستل د غونډې په پای کې خاطرې اسحق زۍ د غضنفر صيب د خبرو د ستاينې تر څنګ و ويل چې زه خپلو خويندو ته يو زيری لرم او هغه دا چې هغې د سپوا (د افغانستان لپاره د مسلکي ، تعليمې ، او صحي پروګرامونو موسسه)د جوړيدو خبر ورکړ چې په هغه کې د خياطۍ ، سواد د زده کړي، او روغتيايې برخې شاملې دي او ډير ژر به په خپل کار پيل وکړي چې د اغلې خاطرې دا خبره د خويندو له دود هر کلي سره مخ شوه او هغې ته يې د لابريا غوښتنه وکړه سحر صيب وويل که خاطره د میرمن خويندو ته برخه پکې ورکړي نو د ا به ښه وي خاطرې وويل زه همدغې ټولنې ددې جوګه کړم څو د يوې موسسې مشري پرغاړه واخلم او ستاسو ملتيا ما نوره هم پياوړي کوي او بلاخره غونډۀ د مازديګر په څلور بجو پايته ورسيده