د کابل- نوي ‌ډیلي؛ نوی څپرکی


  • 11 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • محمدعیسی مومند
  • 315

 هند افغانستان ته څلور مې۲۵ جنګي الوتکې ورکوي. 

سربېره پر دې چې له‌ دغو الوتکو څخه د جګړې په لیکه کې کار اخیستل کېږي، ټرانسپورټي اسانتیاوې هم لري او د سرتېرو او ټپیانو په لېږد رالېږد کې هم کار ترې اخیستل کېدای شي.
دغه الوتکې په توغندیو مجهزې دي چې کولای شي له هوا څخه په ځمکه کې اهداف په اسانۍ سره له منځه یوسي.
هند ته تمایل
له تاریخي اړخه افغانستان او هند اوږدې اړیکې لري چې دلته یې بحث کول د لوستونکيو له حوصلې پورته اېسي، خو په افغانستان کې د نوي نظام په راتګ سره هند هم د یوه فعال مرسته کوونکي په توګه راڅرګند شوی دی.
هند د تېرو ۱۳ کلونو په لړ کې له ۲ میلیارډو ډالرو زیاتې پیسې پر افغانستان لګولې چې ډېره برخه یې په ودانیزو چارو مصرف شوې. 
په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان او هند تر منځ د سټراټيژيکو همکاریو سند له لاسلیکولو وروسته د دواړو هېوادونو اړیکې نوي پړاو ته دننه شوې. 
د همدې سند پر بنسټ هند افغان افسران روزي، له ملکي مرستو ورها خوا افغان پوځ ته يې جیپونه ورکړي او څلور چیټا چورلکې چې په ملکي برخو کې ترې کار اخیستل کېږي هم افغانستان ته ورکړي دي.
مخکېني ولسمشر له هند څخه د پوځي مرستو غوښتنه کړې وه چې ټانکونه، چورلکې، سپکې او درنې وسلې یې رانغاړلې، خو په لومړیو کې هند د دغو وسلو ورکړې لپاره زړه ښه نه کړ او کله چې هند چمتو شو په پوځي برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي، نوي حکومت د مرستو ترلاسه کول له دې امله وځنډول چې له پاکستان سره یې اړیکې په ښه کېدو وې؛ خو له وسله‌والو مخالفینو د پاکستان پراخ ملاتړ د دې لامل شو چې نه یوازې پاکستان ته شا کړای شي، بلکې دا اړتیا ولیدل شوه چې له هند سره نورمالې اړیکې په بشپړه توګه عادي او له دغه هېواد څخه پوځي مرستې تر لاسه کړای شي.
له سیاسي اړخه دغه تمایل د دې ښکارندويي کوي چې افغانستان یوه لوی بلاک ته په دننه کېدو دی.
د دغه بلاک درې مهم غړي روسیه، هند او تر یوه بریده ایران ګڼل کېدای شي.
هند او روسیه په افغانستان کې له ترهګرۍ وېره لري، ایران یوازې په ظاهره مخالفت کوي، اما داسې رپوټونه شته چې په مستقیمه توګه له وسله‌والو طالبانو ملاتړ کوي.
په دې اساس دغه بلاک ته مخه کول تر ډېره حده نوي پړاو ته د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې دننه کېدل دي.
طالب او پاکستان ته پيغام
هند افغان پوځ ته د څلورو مې۲۵ چورلکو ورکړې سره له یوې خوا طالبانو ته دا پیغام رسوي چې په ټول توان سره د دوی پر وړاندې درېږي او له بلې خوا پاکستان ته هم پیغام لري چې د هند او افغانستان اړیکې نه تنها پياوړې دي، بلکې تر ډېره حده مشترک اهداف (له ترهګرۍ سره مبارزه) تعقیبوي.
ظاهرا پاکستاني چارواکيو د دغو مرستو په اړه ویلي چې دا د دواړو هېوادونو کار دی، خو د پاکستان پوځي چارواکيو په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
ښکاره ده چې په دې اړه د پاکستان د واکمن پوځ غبرګون منفي دی. له دې سره دا اټکل دی چې پاکستان به خپلو ورانکارو فعالیتونو ته لا زور ورکړي، شونې ده دغه فعالیتونه د هند پر کونسلګریو، سفارت او هندي اهدافو د بریدونو له لارې وي؛ اما هند لا له وړاندې دغې مقابلې ته چمتووالی نیولی.
هند دوه اوونۍ وړاندې اعلان کړی و چې په افغانستان کې د خپلو ډیپلوماټانو، سفارت او کونسلګریو خوندیتوب په موخه یې ۴۵ تنه کومانډو ځواکونه دغه هېواد ته لېږلي دي، خو اړتیا دا ده چې هم افغان حکومت او هم د هند حکومت د پاکستان غبرګونونو ته چې تر ډېره حده د بریدونو او چاودونو له لارې به څرګند شي، چمتووالی ونیسي.
ستونزه
ظاهرا د هند له خوا افغان هوايي پوځ ته د مې۲۵ چورلکو ورکړه دوه ستونزې له ځانه سره لري؛ 
اول دا چې په دې برخه کې د امریکا غبرګون څه دی؟ او دویم دا چې ایا روسیه به هند ته اجازه ورکړي چې دغه چورلکې افغانستان ته وسپاري؟ 
اول؛ سربېره پر دې چې افغانستان او امریکا د سټراټیژيکو همکاریو تړون لاسلیک کړی، دواړو هېوادونو د امنیتي او دفاعي همکاریو سند هم لاسلیک کړي چې د دغو دواړو سندونو پر اساس امریکا د افغان امنیتي ځواکونو روزنې او تجهیز ته ژمنه ده، خو امریکا تر دې دمه د افغان هوايي ځواک تجهیز په برخه کې جدي اقدام نه دی کړی، نه یې له روسیې څخه چورلکې افغانستان ته وپېرلې او نه یې هم له برازیل څخه.
اوس ویل کېږي امریکا به څلور جنګي الوتکې چې جیټ ته ورته دي افغان هوايي ځواک ته ورکړي او په دې برخه کې افغان پیلوټان به په امریکا کې ورزول شي.
په دې اساس امریکا تر دې دمه خپل تعهدات په سمه توګه نه دي عملي کړي. دې ته په کتو سره چې افغانستان او هند هم د سټراټیژيکو همکاریو سند لاسلیک کړی چې پوځي برخه هم رانغاړي، امریکا نه شي کولای په دې برخه کې مخالفت وکړي؛ بلکې تر ډېره حده دا د امریکا په ګټه هم ده چې د واشنګټن تعهدات د نوي ډيلي له خوا عملي کېږي.
له دې سر پر امریکا فشار کمېدونکی دی او د امریکا مخالفت لپاره هیڅ راز توجیه نه لیدل کېږي.
دویم، د پوځي اصولو له مخې د پوځي الوتکو، چورلکو او وسایلو پلور او پېر د تولیدوونکي هېواد په اجازې پورې تړلی دی.
مې۲۵ روسۍ چورلکې دي چې په ۱۹۸۴ زېږدیز کال کې د هند هوايي ځواک ته ورکړل شوې او په بېلابېلو جګړو کې مثبتې ثابتې شوي دي. 
دا چې اوس مهال دغه چورلکې افغانستان ته ورکول کېږي، نو د تولیدونکي هېواد (روسیې) اجازه حتمي ده.
د روسیې او امریکا تر منځ د شوي توافق پر اساس امریکا له روسیې څخه افغان هوايي ځواک ته چورلکې پېرلې؛ خو د اوکراین مسلې پر سر د روسیې او لوېدیځ تر منځ د رامنځته شوې شخړې او پر روسیې د بندیزونو لګولو له امله دغه توافق لغوه شو.
له بلې خوا روسیې په وروستیو کې منلې ده چې له افغانستان سره به پوځي مرسته کوي. د افغان چارواکيو په وینا، په دغو مرستو کې چورلکې هم شته، خو لا مالومه نه ده چې روسیه څه وخت او څنګه خپلې 
مرستې جاري کوي.
د افغان حکومت او روسیې ترمنځ شته همغږي او توافق ته په کتو سره تمه شته چې روسیه به د هند له پرېکړې سره مخالفت و نه کړي. 
د نه مخالفت یو بل دلیل دا هم دی چې هند به له روسیې څخه د (مې) چورلکو نوې بڼه مې۳۵ وپېري.
دغه پېرنه هم په مستقیمه توګه افغان هوايي ځواک ته د هند د چورلکو ورکړې پورې تړاو درلودای شي.
 
‫‏سرخط‬ ورځپاڼه