له عابد نه مې باز ډېر خوښيږي


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • پيرمحمد کاروان
  • 632

د ټولو عابدانو په مخ کې دې ديوال وي. زه زموږ د بهيرونو او زموږ د بنډارونو بازمحمد عابد يادوم. څو ځلې مې ورته ويلي دي چې هلکه بازه! که نور نومونه درباندې دريدلي دي نو باز خو دې خپل نوم دی او د عابد پر ځای د غزلونو په مقطع کې باز راوله. او بيا له تا نه خو هغه ظالم باز نه جوړوو چې د زرکو او زاڼو او سپينو کوترو په وينو يې منگولې سرې وي. باز په موسکا کې راته وايي چې نه، زه د عابد نوم نه بدلوم. ځکه چې دا نوم پر ما باندې ” چا “ ايښی دی.موږ نه پوهيږو چې هغه ښکلی څوک به څوک وي چې باز يې عابد کړی دی. باز سره له دې چې عابد پاتې شوی، بيا يې هم دا ښکلې گناه هر ځل کړې ده چې د غزل او سندرو په زرکو، زاڼو او کوترو يې د خپل خيال منگولې سرې کړ ي دي. د عابد يا په بل عبارت زموږ د بنډارونو او بهيرونو د باز دا ظلم دومره نازنين دی چې انصاف ورته په دوه لاسي سلامونه کوي. زه د باز د گرانو لوستونکو سره د باز د کتاب په باب نه غږيږم. زه ډېرې خبرې د باز په هکله لرم. باز سره له دې چې د افغانستان د څه کم دوی لسيزې غميزې نه يې ډېر دردونه اخيستي او د ژوند شېبې يې پرې شاعرانه کړي دي. فطرتاً هم شاعر دی د باز يو ورور د روسانو د شوبلې تر زنځيرونو لاندې شهيد شوی دی او د بل ورور يوه پښه يې د روسانو په ماين غوڅه شوې ده. دا غميزې او دردونه باز د خپل فطري شاعرانه طبعې په رنگ کې رنگ کړي او غزليزې کړې دي. باز دا ټولې دردونکې پيښې د تنکي زلميتوب په تنکيو شيبو کې ليدلې او د خپل تنکي غزل پر اوږو يې را رسولې دي. کله کله د غمونو او دردونو دا بارونه دومره ردانه شي چې د باز د غزلونو پر  تنکۍ ملا نه راوړل کيږي. نو خامخا به د ده د زړه پر دمه ځای کې دمه جوړوي. په راتلونکې وخت کې به دا سندريز بارونه په ډېر هنر د غزلونو او سندرو پر اوږو داسې راوړي چې نه يې د غزلونو او سندرو ملاوې ماتې شي او نه سندريز بارونه ولويږي. باز لوړ دنگ ، سور او سپين سړی نه دی، بس يو موټی لونگ دی چې د غزل د سږنۍ بالغې پر سينه له زنگيدو سره جوړيږي. سترگې يې د باز غوندې ښکلي دي. کله کله يې سترگې سرې سرې ردې هم پيدا کوي چې د دې لنډۍ د رايادولو او انځورولو هندارې ښکاري:

سترگې دې سرې ردې ردې دي

ردې ردې د ښامارانو سترگې وينه

د ښارمار ذکر راغی. د مارانو او ښامارانو په ليدو به ځينې خلک بوږنيږ ي خو باز هغه شاعر دی چې په هر څه کې ښکلا لټوي. دی په خپل غزل کې ځای ځای د مار هغه هم د ” مارې“  د ښايست  يادونه کوي. باز وايي چې دمار سترگې مې ډېرې خوښي دي. وايي چې د مار ميناتوري شوې څرمن کې چې خدای کوم ښايست ځای کړی دی په ډېرو موزونو ښايستونو کې هم نه شته.

هوده د مينې پر اثر نه کوي

د سينې دښته کې مې ماره گرځي

لږ مې د مينې په هوده کې واخله

روح مې په بين دې لکه ماره تړم

د روح سرود مې ورته بين غږوي

د سينې دښتې ته مې ماره راځي

د روح بين غږومه چيرته ماره لټوم

اوبو غوندې د غره لمن کې ماره لټوم

پورتنۍ له پرتمه ډکه ښکلاپرستي د باز ځانگړنه ده. ” له سرو سترگو تر سرو سترگو“ په شعر کې يې د ماشومتوب په خاورو او دوړو د سرو سترگو انځور کښلی. په ځوانۍ کې يې د هغو سترگو انځور کښلی چې د ژوند په هينداره کې يې د نظر له لاسه د ارمان تصوير ښوييږي. باز ته د ده د غزل په سر سوگند ورکوو چې د سرو سترگو دا ډول لوبې به پريږدي. عابد دې د تورو او کلماتو سرکش ښامار ته د غزل شپيلۍ وغږوي او د ښايست لعل دې ترې راولجه کړي. باز دې د خيال سترگې د سندرو او غزلونو پر مرغانو سرې کاندي.

موږ څه کم دوی لسيزې غميزې او تراژيدۍ ځپلي خلک يو خو د غره غوندې دروند انتظار مو د صبر پر اوږو تر دې دمه رارسولی دی.

ستا د راتلو په انتظار انتظار

داسې ولاړ يم لکه غر وي غلي

ستا د وصال روژه په خوله پاتې يم

د يتيمانو خو اختر وي غلی

لکه مخکې چې مو وويل باز فطرتاً د شاعرانه اروا څښتن دی. دی له يوې ورځې نه بلې ته پسې غزليز کيږي. له هغې ورځې را په دې خوا چې زموږ د ادبي بنډارونو او افغان ادبي بهير غونډې پيل شوې د باز غزل د څپو د ښايستونو گلکڅونو ته منگولې وغځولې. حالات لولپه دي خو دا چې باز د وطن گلورين او غزليز پسرلي ” استاد محمد صديق پسرلي “ د هنر تر سيوري لاندې راروان دی، نو دې لولپه حالاتو ته هم د غزل د ښايست وسله نه ږدي.

سيوری مې په سر د پسرلي گرځي

شکر د وږمو د بهير غړی يم

د باز غزل لکه د گلاب پاڼه، لکه د پرخې دانه هم ښکلی دی او هم روڼ او بې تکلفه.

په رخسار يې لکه پرخه نه ځاييږم

دا رنگينه حادثه مې لکه لمر خوري

باز د يوې شاعرې او مضطربې اروا څښتن دی. ځان لا زړی ورته ښکاري، د شين کيدو او غوړيدو هيله لري. سره له دې چې د غزل غوټۍ يې په غوړيدو دي، خو ويريږي چې ښکلي به مې وغورځوي:

مه مې غورځوه د غورځيدو نه يم

و مې کره شين به شمه زړی يم

مينه غواړم، زړه غواړم له ښکليو نه

سوال يمه لا هغسې نيمگړی يم

د باز په شخصيت کې مينه، ښکلا پرستي، عاطفه او صميميت ټول راټول دي. او دا ټول هغه څه دي چې د شعر روح او وجود ترې جوړيږي. باز د ماشومتوب خاطرې او د ژوند ځينې پيښې لري چې موږ  په بار بار اوريدلي دي او بيا يې هم په ادريدو نه مړيږو.د ماشومتوب يوه عاطفي کيسه يې ددې له پاره دلته را اخلم چې د ده په شاعرانه شخصيت او د ده په اوسنيو او راتلونکو شعرونو کې به يې عاطفي اغيز خامخا وي:

” باز ماشوم و. د نورو ماشومانو غوندې د گوډي پران لوبه خوښه وه. خپل گوډي پران ته يې د دې له پاره ښيښه يي تار اچولی و چې له گوډي پرانونو سره د جنگ په وخت کې يې تار پرې نه شي. گوډي پران يې هوا ته جگ کړی و. گوډي پران د وږي شاهين په شان حملې کولې، په چل چل يې ښيښه يي تار را کش کاوه. د گوډي پران ښيښه يي تار يې د بل ماشوم د گوډي پران پر ځای په آسمان کې د يوې الوتونکې توتکۍ له تنکۍ مرۍ نه راتاو شو. د تار د کشولو سره سم بې سره توتکۍ لاندې راپريوته او د باز په پښو کې ولويده.  بازد توتکيو په باب ډېر ې کيسې اوريدلې وې، چې دا فقيره مرغۍ ده . د دې مرگ لويه گناه ده. د باز په سترگو کې اوښکې راغلې. د ښيښه يي تار غوټه يې له لاسه ولويده او گوډي پران لکه د وزر ماتي مرغه ورو ورو رالويده او اخر په يوه ونه کې بند شو. باز توتکۍ په کوچنيو لاسونو کې راواخيسته. نور ملگري ماشومان يې هم دهغې په وير کې له ځانه سره ملگري کړل. د باز په سترگو کې اوښکې پنډې وې او نورو ملگرو د ده په سترگو کې غمگينې او وارخطا سترگې گنډلې وې. باز توتکۍ په کفن کې پټه کړه. کوچنوټی قبر يې ورته جوړ کړ او ماښام کې يې حلوا پسې وايسته. “

دا عاطفه او داسې نورې ډېرې عاطفې د باز په روح کې روانې دي. زه خو فکر کوم چې دا عاطفې او دا تراژيدۍ د باز په غزل او شعر کې لا پوره پخې شوي نه دي. دی به په غزل او شعر کې هغه وخت قيامت کوي چې دا عاطفې، مينې او تراژيدۍ پوخوالي ته ورسوي او خامې ترې پاتې نه شي.

د پسرلي په وخت کې له کليو نه غرونو او شنو ورشوگانو ته کډې ليږدي، نوکله چې د بانډو ميلې ته نيژدې شي، پيغلوټي نجونې له قافلې نه د هوسيو په څير په ترپکو ترپکو مخکې شي. په ترپ کې ميلې ته ځانونه ورسوي. د بانډو جونگړې او څيرونه جارو کړي. اورونه بل کړي او له چينو نه اوبه راوړي. همداسې د باز د شعر قافله ورو ورو روانه ده. د خيال پيغلوټې نجونې يې په غزليزوگامونو د خپل شعر له قافلې نه وړاندې روانې دي چې د ښکلا په ورشو او ميله کې ورته دمه ځای وگوري.

د شيبو شاعرانه کول د شعار دنده ده. باز بايد د ښايست او آرمان توتکۍ د شعر په دم راژوندۍ کړي. د باز د غزل مسرې بايد د هغې شوبلې د زنځيرونو انځور وي چې زموږ شيبې او آرمانونه يې شهيدان کړي دي.

د شهيدو گلغوټيو جنازې وي

زموږ کلي ته يې غيږ کې باغوان راوړي

د باز په غزل کې ساده گي او رواني ده. ساده گي په دې مانا نه چې گنې شعريت په کې نه شته. زما مطلب دا دی چې بې ځايه او بې مفهومه ابهام، له ښکلا نه ليرې پيچلتيا او تصنع په کې نه شته. د بې مفهومه ابهام  هغه پيچومی نه لري چې د لوستونکو او اوريدونکو د ذوق پښې په کې تڼاکې شي. ډېرې غزلې يې په لنډ او روان بحر کې دي. د غزلونو مسرې يې هم ډېر ځله له پنځو بيتونو اخوا نه اوړي. د شاعرانه طبعې الوت يې د هغه نه ستړي کيدونکي مرغه غوندې نه دی چې تر ډېره په آسمان کې وگرځي راوگرځي. بس د باز د شاعرانه طبعې الوت د زرکې غوندې لنډ دی او يا کله کله د باز د غوټې په څير تيز او لنډ دی چې په لنډه فاصله کې په يوه غوټه ښکار کوي.

د باز په غزلونو کې د غميو په څير تراشلي او ځليدونکي مسرې ډېرې پيدا کولی شو. که په ډېرو غزلونو کې يې ښکلې او د لوړ شعريت لرونکې مسرې نه وي هم خو له شعريت او شاعرانه مفهوم نه به ډېرې راپريوتې هم نه وي. باز خپل نوي ويل شوي شعرونه موږ ته تل په ويره ويره اوروي. غزلونه يې ډېر ځله زموږ د ځوانو شاعرانو، ليکوالو او کره کتونکو ملگرو هر يو نورالحبيب نثار، مصطفی سالک او حنيف خليل د ډېرغوڅ خو ښکلي نقد ( کره کتنې) د ځلوونکو او تراشونکو تيشو له تيرو څوکو تيريږي. ځکه خو د باز په شعرونو کې کمزوري شعرونه لږ موندل کيږي. د باز غزل زموږ د بهيرونو او بنډارونو نور ملگري هم اوري او لولي، خو هغوی لږه گوزاره ورسره کوي او کله کله يې پر کمزورو مسرو هم سترگې پټوي.

د باز په غزلونو کې يو بل ټکي ته هم اشاره بايد وشي چې هغه د سندريز وزن درلودل دي. د دې ډول وزن ځوند په موسيقۍ کې يو په دوه کيدای شي.

څه ښه و چې جانان په تصور کې راته ويلې

راځه کينه دمه شه زوروره چيرته ځې؟

د شر د سوداگرو قافلې بازار ته راغلې

لږ وار وکړه د امن پيغمبره چيرته ځې؟

د باز له شعر نه زيات شعريت د ده په ناسته  او د ژوند سره په شاعرانه برخورد کې دی. باز لا د خپل زړه کولپ د شعر او غزل په کيلي نه و خلاص کړی چې صوفيانه او رندانه شعرونه به يې لوستل. د خانقاه په تاخ کې به يې ډيوې بلولې ، اوږدې شپې به يې په الله هو روڼولې او د خپل پير په صوفيانه کړۍ کې له ټولو مريدانو کشر مريد و. په غزليز باگرام کې د افغانستان د اواره او مهاجرو شاعرانو ځينې شوزنده او له درده ډک شعرونه به يې د سپيدې، خپلواکۍ او ځينو نورو خپرونو کې لوستل او د ده پر شاعرانه روح يې سندريزه زلزله ور وسته. د استاد پسرلي د زرکې ترانو يې روح د ستړې زرکې په څير د وطن په سردرد کې وگرځاوه. د استاد شپون د مور ويرنې شهکار شعر په وار وار وژړاوه.

” ميلون شپږ شلې نه دي چې په گوتو دې شميرلی“

د مور د ويرنې دې نيم بيتي د ده د ياد او احساس پر دښته د وطن يو نيم ميلون شهيدان د ع=غاټولو په شان راوټوکول. ده په دې غاټولو کې د خپل شهيد ورور انځور لټاوه چې پر سترگو به يې د اوښکو مهر ولگيده او د يوې سلگۍ سره به ترينه ټول لکه په غشو لگيدلي کبلي وتښتيدل. ” بس د لمدو خټو لږې اوبه دارو وي“

د شعر د ښاپيرۍ د جادو د شين بڼکي طوطي له مښوکې يې کيلي راواخيسته او د خپل زړه کولپ يې پرې خلاص کړ. د نقشبنديه پير په ځای يې د شعر له پيره نه لاس نيوی وکړ:

تعبير يې د سندرو د مغان له پيره غواړم

بيگاه راته په خوب کې پرښته وه چې راتله

د خانقاه پر ځای يې په خپل زړه کې د شعر ډيوې ولگولې:

دا چې زه يې سره کمبه کړم، آتشي جمال د چا و؟

ابدي فراق يې راکړ، د يو شپې وصال د چا و؟

زما خټې تمنا د ميخانې د جام لرله

خو کوزه يې د جومات کړم، په لمسون کلال د چا و؟

د خستۍ په ښاريه کې د نيستۍ سودا وه گرانه

د عابد خودي په تن وه، وايه نور مجال د چا و؟

د باز په غزليزه شاعرۍ باندې ” د نکريزو پاڼه“ نوم ايښودل شوی دی. د نکريزو پاڼه په خپل ظاهري شين والي کې د ښايست باطني سره هم لري. د نکريزو پاڼه شاعرانه ذوق ته عجيبې ښکلاوې وريادوي. د ناوې سره لاسونه، د اختر ورځ او يا پر نکريزو ټکور شوي لاسونه. د نکريزو پاڼه دا ټولې ښکلاوې په خپلباطن کې لري. خو دا باطني ښکلاوې هغه وخت ظاهروي چې د نکريزو پاڼه پاڼه په درغنې ميده کاندي. د باز د غزلونو ډېر غزلتوري د نکريزو د پاڼو په څير د حالاتو او کيفياتو په درغنې ميده شوي او د هنر د ناوې لاسونه پرې سره شوي دي.

د باز د شاعرۍ د بنياد خښته د کابل له درد او د باگرام د تغزل له رنگ نه جوړه شوې ده. خدای (ج) دې باز ته ډېر عمر ورکړي چې د غزلپرستو او شعر پرستو له پاره د سندرو غزليزه او ښکلې ماڼۍ ودانه کړي.
چې مې شعور ته راشي شعر راکوي

په لاشعور کې پرښته ساتمه

په مخه مو ژيړي گلونه

کاروان، پيښور، ناصر باغ نوی کمپ

٢٦/٩/١٣٧٥

١٩٩٦/١٢/١٦