کله چې د ډېموکراسي لارویان توپک ته لاس کړي


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • صلاح الدين صالح
  • 341

 موږ یې لایق نه یو ټوټاپ ودروئ!


هزاره وګړي په دې مشهور وو چې په ډېموکراسي باور‌من دی، سوله خوښي دي، له خشونته یې بد راځي او خپل حق ته یې تدریجي مشروع لارې وتوږلې، خو سوکه سوکه دا وضعیت په بدلیدو دی. 
ښايي موقتي نرمښت د بلې مرحلې رسېدو تاکتیک و، اوس هغه خلک چې د تظاهراتو، شعارونو او سوله‌ییز بدلون لاره یې طی کوله، سوکه سوکه د خشونت په ژرنده ورګډېږي او خپل ګټلي ثوابونه ورو ورو په اوبو لاهو کوي.
د نن ورځې د لاریون لپاره د تبلیغاتو په پاڼو کې لیکل شوي چې وینې ته که ضرورت شي، نو هر ګروپ له مظاهرې مخکې مالوم کړئ! 
په امبولانسونو او نورو ضروري اعلانونو یې هم تمرکز کړی دی. دا خبرې څه مانا او څه پیغام لېږدولای شي؟
اول برداشت خو دا دی چې هزاره وګړي غواړي د عوامو له احساساتو په استفادې یوار بیا خشونت ته لاس واچوي، څو په وینو کې برېت غوټه کړي، لګیا دي د ډېموکراسي په لارویانو کې یې درځ کړی او غواړي همدا سوله خوښي ډېموکراټ هزاره کلیوال په خپلو وینو او یا د پښتو او تاجک په وینو ولمبوي، که داسې نه وي، لاریون له ډول سره، لاریون له سوله‌ییز شعار سره، لاریون د نظام او دولت له ننګې سره او لاریون خلکو ته د ارامۍ له پیغامونو سره پیل کېږي.
ټوټاپ د هزاره قومي ټېکه‌دارانو لپاره یوه بهانه شوه، هزاره قومي ټېکه‌دارانو ته ټول افغانستان هزاره جات ښکاري. ملت ورته یوازې هزاره ښکاري او ګټې یې یوازې تر بامیانو او جاغوریو محدودې دي. 
که سېما سمر راپاڅي، تر افغانستان مخکې د جاغوریو مشره شي، د جاغوریو د خلکو بشري حقونه د طالب په ټس کې د وژل شوي تاجک او پښتون تر حق ورته محترم اېسي. 
که خلیلي راپاڅي د کوچیانو په مسله کې مټې غورځوي، د شخړې تر هواري مخکې دا ورته ارزښت لري چې هزاره شي او د بهسودو د خلکو په سر تجارت وکړي،‌خو چې شخړه هواره شي، کمېسیون د خسارې پیسې وټاکي، نو ټولې د معمول په ډول د خلیلي جېب ته لاړې شي. 
که محقق هر وخت په هر منصب کې دی، ‌ځان د ټول افغانستان د وګړو متعلق نه ګڼي، د یوه هزاره په شان فکر کوي، د یو هزاره د حق لپاره غورځي او یو هزاره افغانستان غواړي چې نور ولسونه دې پکې خاورې وخوري.
ټوټاپ یوه بهانه ده، د هزاره قومي ټېکه‌دارانو اختیار تر دې حکومت تېر دی، دوی یو هزاره حکومت غواړي چې دوی پکې ډېر وزارتونه او ډېر امتیازات ولري، نور خلک هیڅ. 
کېدای د هزاره قومي‌ټېکه‌دارانو ځان غوښتنې نور خلک هم هڅوي چې د قوم په بستر کې راولاړ شي، د ولایتونو، سیمو او سمتونو په سطحه فکر وکړي.
ټوټاپ یوه بهانه ده، په لندن کې د څلورو هزاره ځوانانو له خوا د ولسمشر بې‌عزتي هم د هزاره قومي ټېکه‌دارانو یوه توطیه وه چې ولسمشر ته یې د یو پښتون په توګه زړه ډک و، دوی په فساد کې شخړه نه‌لري، د دوی ستونزه له هغه ولسمشر سره ده چې قومي هزاره ټېکه‌داران یې ترڅنګ ناست دي، خو اعمال د نفوذ او د صلاحیتونو کم کولای شي، ځکه دوی په ټاکنو کې خپله موضع بایللې ده. 
هزاره وکیلان له ټول پارلمان سره په یوه لاره نه ځي، دا ډول کړنې څه انجام لرلای شي؟ 
دا ډول کړنې خلک هڅوي ‌چې د هزاره قومي ټېکه‌دارانو پر ځای د هزاره ځان غوښتنې پر ضد راپاځي.
ټوټاپ هغه حکومت پاس کړه ‌چې خلیلي یې دویم مرستیال او مدبر یې د ادره امور مشر و، هغه وخت نه شخړه وه، نه د بامیانو مسیر، خو نن چې خلیلي او مدبر نه قومي رایه ګټلای شي، نه بله بوختیا لري، لازمه ګڼي چې همدلته قومي بزنس وکړي او احساساتي او محروم ولسونه سره واچوي.
دلته عام المنفعه پروژې د قومي سهم غوندې له کابله له خطر سره مخ دي.
د ټوټاپ احتمالي حل لاره په دې ډول تقاضاوو کې دا ده چې بنده شي او بندېدل یې ایا په دې بیه ارزي چې ماته برېښنا نه‌شته، نو ته دې هم لایق نه وې؟
پرون په پکتیا، پکتیکا او خوست کې په لسګونه زره خلک سړکونو ته راووتل، د حکومت د طرحې او د برېښنا د پروژې د معمول مسیر ملاتړ یې وکړ دا په ډاګه کوي چې هیڅ وګړی له خپل حق څخه تېر نه دی، نو چې کله سالنګ پکتیا او پکتیکا له بامیاني مغاره مېشتو سره کښېوځي، نو په دې حالاتو کې به خلیلي هزاره قوم ته څه خیر رسولی وي؟ 
دلته ملت په نازک حال کې دی، افغانستان تر سختو تېرېږي او هره خلا چې په ملي سطحه رامنځ‌ته کېږي، زموږ ابدي دښمن ګاونډیان ایران او پاکستان په‌کې خپل د پښې ځای لټوي.
هزاره متمدن زلمیان دې د قومي ټکر زمینه نه مساعدوي، د برېښنا لپاره دې پر ولسمشر او حکومت فشار راوړي چې بدیل یې وسنجوي، نه دا چې مظاهرې ته د وینې د بانک جوړولو تابیا کوي او داسې په ډاګه کوي چې دا مظاهره به خونړۍ وي او د برېښنا مسیر به د وینو بوی ورکړي.
سرخط‬ ورځپاڼه