یوه خوشحالي او یوه اندېښنه


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • محمد نعمان دوست
  • 254

 سهار دی، په جلال اباد ښار کې د یوې لویې ودانۍ د دروازې مخې ته لویان او کوچنیان راټول دي، په وره کې ولاړ پولیس له تالاشي وروسته، یو – یو ماشوم ته د ورتګ اجازه ورکوي. 

په دې ودانۍ کې د مومن افغان – ترک لېسه ده. ماشومان د نوي تعلیمي کال لپاره په کانکور کې د ګډون په موخه راغلي دي او لویانو خپل ماشومان بدرګه کړي. 
افغان – ترک لېسه، د افغانستان په کچه ښه نوم لري. نوم خو یې هغه وخت وځلېده، کله چې یې له ګڼو نړیوالو مسابقو طلايي او نور بېلابېل مډالونه راوړل.
د دغې لېسې فارغانو د لوړو زده‌کړو لپاره په کانکور کې هم ښه نتېجه ورکړې ده. همدا لامل دی چې د خلکو باور یې خپل کړی دی.
دغه لېسه چې شاو خوا دوه لسیزې مخکې یې په کابل کې فعالیت پیل کړ، اوس په ګڼو لویو ښارونو کې څانګې لري. 
په دې لېسو کې د کانکور له لارې زده‌کوونکي له اووم ټولګي څخه جذبېږي. هغوی چې په عمومي نتایجو کې یې درجه له لسو پورته وي، فیس ورته معاف دی او نور باید د کال (۵۰۰) ډالره فیس ورکړي.
د لېسې مخې ته ولاړ کسان شتمن نه ښکاري او په دې هم پوهېږي چې شاید زامن یې هغه درجه خپله نه کړي چې فیس ورته معاف شي، خو بیا یې هم اولادونه تر دې ځایه را رسولي دي.
یو څو مشرانو راته ویل چې خپله غریب دي، خو نه غواړي اولادونه یې د فقر ژوند تېر کړي. د هغوی په وینا، حاضر دي پور وکړي، پر ځان سخته راولي، خو د خپلو اولادونو فیس پوره کړي او د هغوی راتلونکی تضمین کړي. 
دې خبرو خوښ کړم. موږ اوس ډېر تغیر کړی. له تعلیم سره مینه ډېره زیاته شوې. دا هماغه ولس دی چې یو وخت به یې پر خپلو اولادونو عصري تعلیم نه کاوه، ځکه دوی ته ځینو په غوږ کې ایښې وه چې ښوونځي د فرعون زانګوګانې دي. 
دا هغه ولس دی چې دولتي کسان به یې کلي ته راغلل، ماشومان به یې ښوونځي کې داخلول، خو دوی به ترې پټول او یا به یې په دروغو ورته ګونګیان معرفي کول.
خو اوس هر څه بدل دي.
خو، دلته یوازې د خوښي خبرې نه وې. دلته مې داسې خبرې هم واورېدې چې اندېښمن یې کړم. 
له څو ماشومانو مې دلته د راتګ پوښتنه وکړه، هغوی راته ویل چې ښوونځیو کې یې درسونه نه‌شته. ښوونکي سمه حاضري نه ورکوي. کتابونه ورته ډېر ناوخته رسېږي او...
دا د دولتي ښوونځیو شاګردان وو. دوی له خپلو ښوونځیو په تېښته وو. دوی ملامت نه وو. دوی هوښیار شوي وو او د تعلیم په قدر پوه شوي وو.
افغانستان یو بې‌وزلی هېواد دی. دلته اوس هم شاو خوا نیمايي خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
دا څو پړسېدلي د ټول ولس استازیتوب نه‌شي کولای. همدا ستونزه اساسي قانون په پام کې نیولې ده او زده‌کړې یې وړیا کړې دي. 
د دغه قانون په درې‌څلوېښتمه ماده کې لولو؛ 
"زده‌كړه د افغانستان د ټولو اتباعو حق دى چې د لیسانس تر دورې وړيا د دولت له خوا تاْمينېږي. دولت مكلف دى چې په ټول افغانستان كې د متوازن معارف د عامولو او د منځنيو اجباري زده‌كړو د تاْمين لپاره اغېزمن پروګرام وضع اوتطبيق كړي."
خو په عمل کې داسې نه ده. دلته لکه د نورو شیانو په څېر معارف هم متوازن نه دی. نه د چاپېریال، نه د درسي موادو له مخې او نه د مسلکي ښوونکیو له مخې.
په ډېرو سیمو کې د دولتي ښوونځیو د معیار کچه ورو- ورو راښکته کېږي. پر مختګ خو لا پرېږده، په ډېر سرعت مخ په څټ روان یوو. نیمه پېړۍ وړاندې به له شپږم ټولګي څخه فارغ ماموریت کاوه، اوس له دوولسمه فارغ املايي ستونزې لري.
دولت باید معارف ته پاملرنه په خپل لومړیتوب کې ونیسي، خو یوازې د کاغذ پر مخ نه. معارف زموږ د هېواد حال او راتلونکی تضمینوي. که توجه و نه شي معیار به لا ټیټ شي، خلک به پر دولتي ښوونځيو بې باوره شي، دولتي تعلیمي موسسې به خپل باور له لاسه ورکړي. بازار به شخصي ښوونځيو ته خالي شي، په دې کار به له یوې خوا غریب خلک، چې له نیمايي زیات وګړي تشکیلوي، له تعلیمه محروم شي او له بلې خوا څه باور دی چې شخصي ښوونځي به معیارونه وساتي؟ ایا موږ د ازاد بازار مزه و نه څکله؟
سرخط‬ ورځپاڼه