عطا محمد نور له طالبانو سره اړیکې ساتي


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • سرخط‬ ورځپاڼه
  • 276

 د جنبش او جمیعت د بیا تقابل امکانات مخ په زیاتېدو دي

څه وخت وړاندې میمنې هسې سقوط و نه کړ، ګنې خبره تر دې سرحده رسېدلې وه، چې د عطا محمد نور او په شمال کې د جمیعت د مېشتو قومندانانو په همکارۍ د فاریاب مرکز د طالبانو په لاس سقوط وکړي. 
د جنبش له دفتره تر لاسه شوي پټ مالومات په ډاګه کوي چې د جمیعت شمال مېشتو مشرانو لوی ارمان دا دی چې دوستم او جنبش ته په شمال کې ماتې ورکړي، که دا ماتې د ځینو سیمو د سقوط په قیمت هم وي، خو دوی باید د دوستم د تقویې مخه ونیسي.
مالومات په ډاګه کوي چې د جمیعت یو ځايي قومندان درې طالب قومندانان درې ورځې په میمنه کې په خپل موټر کې وګرځول، تر څو لارې ګودرې وروښيي، خو طالبان په دې کار و نه توانېدل او پلان شنډ شو.
جنبشیان وايي، د کندوز د سقوط له انګېزو او اصلي‌حقیقت څخه هم هیڅوک خبر نه‌شول، د کندوز په سقوط کې تر طالب د جمیعت قومندانان وړاندې وو. 
د جنبش پلویان ادعا کوي چې د کندوز په جنګ کې د جمیعت یو قومندان هم نه دی وژل شوی، خو ګڼ شمېر د جنبش مشران د طالبانو په لاس ووژل شول.
دوی وايي، د کندوز جګړه د جنبش پر ضد په سیمه کې د جمیعت توطیه وه. 
د دوی په باور، په شمال کې د عطا محمد نور پلویان او طالبان د مشترک هدف پر خوا روان دي، په دې مسله کې له یوې خوا د ایران لاس دی او له بلې خوا په شمال کې یو وار بیا د دوستم ورځ تر بلې مقتدر کېدل او په نویو برنامو کار کولو جمیعت او په تېره عطا عکس العمل ښودلو او لاس په کار کېدو ته اړایستی دی. 
دواړه جنرالان د دولت له امکاناتو او صلاحیتونو د خپلو تنظیمونو یا ډلګیو د تقویې او بیا سمبالېدو لپاره کار اخلي او دواړه بېرته هغې مرحلې ته د ستنېدو په حال کې دي چې دواړه د دوو رسمي فرقو د مشرانو په توګه سره ښکر په ښکر وو.
په شمال کې د جنبش او جمیعت تقابل تر عکسونو او کاغذي قهرمانیو نه شي راخلاصه کېدای دا یوه بهانه ده چې دواړه سره مخامخ کوي او یوه لسیزه وروسته یو د بل زور ارزوي.
عطا محمد نور پر طالبانو تکیه کړې، خو دا پاړوګري بد عواقب لري. کېدای شي، عطا د جنبش په تضعیف وتوانېږي، خو د خطر زنګ طالبان دي چې د دوی له اختلافونو په سرعت سره ناوړه استفاده کوي. 
په اصل کې عطا محمد نور په شمال کې د جنبش د اقتدار په نسبت د طالبانو قدرت ته ترجیح ورکوي.
د شمال قومي مشران وايي، له طالبانو سره د عطا په اړیکو له وړاندې شک دی، داسې اوازې شته چې عطا په دوبۍ کې له ملا اختر منصور سره کتلي دي او په دې کتنه کې ایران فوق العاده رول لوبولی دی. 
عطا به دقیقاً د طالب بیا راتګ ته لېواله نه وي، خو د حزب اسلامي د قومندانانو او ځینو شمال مېشتو مخورو د ورخپلولو په زړې تجربې سره غواړي طالبان هم د خپل قدرت لپاره وکاروي.
عطا محمد نور د پخوا په څېر د طالبانو پر ضد تېره ژبه نه کاروي، څه عامې خبرې وکړي او په دولت اباد او چمتال کې د عملیاتو په نوم مانور وکړي، اما حقیقت دا دی چې له عطا محمد نور سره په دولتي مېلمستون کې ډېر وخت د شمال طالب قومندانان کښېنستي، پاڅېدلي دي.
د جنبش قومندانان ادعا کوي چې عطا محمد نور هغو ولایتونو ته مخه کړې او په دولتي او قومي چارو کې یې لاس وهنه کوي چې د جنبش پلویان پکې حاکمیت لري. 
د دوی په باور، عطا ته اوس ځان د یو والي په شان نه ښکاري، هغه یوه لویه سناریو لري او دا سناریو د پخواني ولسمشر کرزي له ورستي کال څخه راپیل شوې ده.
عطا غواړي په شمال کې د یو مقتدر غیرتنظیمي مشر په توګه وپېژندل شي او په بیا بیا انتخاباتو کې د ټاکونکي فکټور رول ورسره همېش پاتې شي. 
د دوی په باور عطا محمد نور د ولسمشرۍ د لومړۍ مرستیالي لپاره ځان جوړوي او دا مرستیالي غواړي هغه وخت ترلاسه کړي چې د کرزي په محور راڅرخېدونکی کرکټر واک ته ورسېږي.
د عطا محمد نور لویه وېره په شمال کې د دوستم د اقتدار له پراختیا څخه راپیدا شوې، له کله چې دوستم دویم معاون شوی، د شمال او مرکز ترمنځ تګ راتګ یې زیات کړی، اړیکې یې پراخې کړې او داسې اېسي چې تر شا یې د ترکیې په څېر د ځینو هغو هېوادونو لاس دی چې غواړي دوستم د یو جنګسالار له موقف څخه، د یو مخور قومي مشر او د شمال د مقتدر شخص په توګه رامطرح کړي چې د بیا لپاره د تاجکانو په نسبت د ازبکانو رایه په شمال کې زیاته کړي او د اوږده مهال لپاره لومړی معاونیت د ازبکانو په نیابت وساتلای شي.
دا ورځې او دا سناریو عطا محمد نور ته د زغم وړ نه ده، نو ځکه نوموړي خپله پالیسي بدله کړې او تر دې سرحده له دوستم سره سیالي ته اماده شوی چې که پلویان یې سره مخامخ شي، هم لازمي ده.
د دوی دواړو پلویان د پلان له مخې باید همداسې په مدني بڼه سره مخامخ شوي وای، اما دویم او درېیم ګوزار به یې خطرناک او کاري وي، د دوی د سیالۍ بیه کېدای شي شمال ته خطرناکه وي او د دوی د سیالیو په منځ کې طالب په سرعت سره په شمال کې پراختیا ومومي.
سرخط‬ ورځپاڼه