د ولسي جرګې غړي: د وزارت رهبري، د پوهنې بهیر له سقوط سره مخ کړی

د ولسي جرګې غړي: د وزارت رهبري، د پوهنې بهیر له سقوط سره مخ کړی


  • 1 مياشت دمخه (05/05/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 104

د ولسي جرګې غړي وایي د پوهنې سکتور په بشپړه توګه له سقوط سره مخ دی.

 په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي رمضان بشردوست نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې په هېواد کې د معارف اوسنی وضعیت خورا بوږنوونکی او د جدي اندېښنې وړ دی. 

نوموړي زیاته کړې، چې د پوهنې وزارت اوسنۍ رهبري په بشپړه توګه کمکاره او بې پروا ده او د پوهنې بهیر یې له سقوط سره مخ کړی دی.

 د هغه په خبره ان د پلازمینې کابل ښوونځي، ښوونکي نه لري، کتابونه نه لري، ودانۍ نه لري او لسګونه نورې ستونزې شته چې د پوهنې په برخه کې موجودې دي خو د پوهنې وزارت چارواکي یې په ختمولو نه دي بریالي شوي.

 نوموړي همدا راز ویلي که وضعیت همداسې روان وي دا به د هېواد راتلونکي نسل ته خطرناکه او نه جبرانېدونکې ضربه وي.