د خلکو غږ


  • 11 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • ابراهیم کندوزی
  • 267

 په کندوز کې جګړه له خارجي عواملو زیات داخلي عوامل لري، د کندوز د امام صاحب پر ولسوالۍ د یوې کورنۍ حکومت او برلاسي یو علت دی، دغه حکومت د یوې کورنۍ له خوا کېږي او د خپل حکومت د برقرارۍ لپاره یې د جنجالونو او دولت ته د سردردۍ دومره لارې جوړ کړې چې هوارول یې ګران کار دی.

د کندوز تر سقوط وروسته په کندوز کې د فرقې جوړېدل د پولیسو د سپین زر زون جوړېدل د دغه ولایت د خلکو لپاره یوه نظامي لاسته راوړنه ده، تر سقوط وروسته یوه بله لاسته راوړنه دا وه چې خلک یې ډېر په تمه او ورته منتظر وو چې د دغه ولایت بې‌کاره او چټل چارواکي به له دندو ګوښه شي او پر ځای به یې نور معرفي شي، خو لا هم همغه بې‌کاره پر چوکیو مسلط دي او خلک د دوی ظلم په پټه خوله تېروي.
د سر په کرښو کې د یوې کورنۍ د حکومت یادونه ځکه وشوه چې په دغه سیمه کې هر څه د یوې کورنۍ له خوا تر سره کېږي، د پارلمان ريیس عبدالروف ابراهیمي هم په خپله ولسوالي کې طالبان لري، هم اربکي د دوی خلک دي، هم یې پولیس او د ولسوالۍ اداره د خپلوانو تر منځ وېشلې او هم معارف، هم څارنوالي او قضا.
له بلې خوا هم د طالب په ذریعه وژل کوي او هم د اربکي په ذریعه د پولیسو په ذریعه هم د هیروینو او هم د وسلو قاچاق کوي او هم ځانګړي قاچاقبر لري نه قاچاقبر د پولیسو له خوا نیول کیږي او نه کومه کشفي اداره راپور ورکوي چې په دغه سیمه کې د هیروینو قاچاق روان دی، ځکه غل او مل داوړه په یوه اخور کې لګیا وي.
د امام صاحب ولسوالۍ د امنیه قوماندان امان الله چې د پارلمان د ريیس تره دی، هغه وخت د امنیې قوماندان شو چې د پارلمان د ريیس ابراهیمي ورور عبدالقیوم ابراهیمي په یوه ځانمرګي برید کې له خپل پلار سره ووژل شو، په کندوز کې د سپین زر زون تر جوړېدو وروسته قوماندان امان الله له دندې ګوښه شو، پر ځای یې یو بل څوک وګمارل شو، خو په هغه ورځ چې نوی د امنیې قوماندان امام صاحب ولسوالۍ ته د معرفي کیدو لپاره پر لاره و، د اربکو له خوا په زور خلک د مظاهرې په شکل سړک ته راایستل شوي وو چې د نوي امنیه قوماندان د معرفي مخه ونیسي او هماغسې وشول.
که جمهور ریيس واقعا د کندوز امنیت ته ژمن وي او غواړي چې دغه سیمه له وسله‌والو او ترهګرو پاکه کړي، لومړی دی د ابراهیمي زور له منځه یوسي، ځکه د کندوز تر سقوط یوه شپه وړاندې په امام صاحب ولسوالۍ د عابد په نامه د طالبانو قوماندان او ورسره یو څو نور تالۍڅټي د شپې یوولس بجې د ده کور ته راغلي وو، په سهار یې د ابراهیمي د اسونو په لویه کلا کې چې د امو سیند پر غاړه ده چې دغه ځای ته دولتي مامورین په خپل ټول زور نه شي تللای، ابراهیمي تللی و او تر ماسپښینه یې ناستې درلودې.
په همدغه ورځ ښاغلی ريیس له کندوزه وځي او سبا د شپې په پای کې پر کندوز باندې برید کېږي.
زما د قانون جوړونکيو مشر چې د ترهګرۍ پر خلاف قانون یې جوړ او پاس کړی، خپله ترهګر دی، جمهور ریيس دې لومړی هغه ترهګر چې د ده د تخرګ د سیوري لاندې اوسي وځپي، دولت دې لومړی هغه ترهګر له منځه یوسي چې د دې خلکو په پیسو بیت المال باندې یې خېټې غوړې دي، دولت دې لومړی هغه ترهګر وځپي چې د ځان د مسوونیت لپاره یې دولت مکلف کړی، لومړی باید هغه ترهګر وځپل شي چې د دې ملت نوم یې بد کړی، بیا دې نورو خواو ته مخ واړوي.
چې د نظام په منځ کې ترهګر مسوون وي چې د نظام په بودیجه چاغ شوی ترهګر و نه ځپل شي، له پنجابه راتلونکی تورلینګی به خود مسوون وي، ځکه د هغه ډز هم د ده د ګټو لپاره تمامېږي، نو څنګه به یې پر خلاف جګړه وشي.
دا ملت د دغو څو مسوونو ترهګرو له خوا وشپېلول شو، جمهور ريیس باید نور د دغه ملت هډوکي د دغو خونخوارو له خولې وباسي.
دغه زما د خلکو غږ دی.
سرخط‬ ورځپاڼه