د کوټ او تورخم جګړې


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • سرخط ورځپاڼه
  • 543

پاکستان د ترهګرو باخت ته ځورېږي 

پاکستان به په افغانستان کې په سرحدي شخړه او نفوذي خیالونو لګیا وي، خو په کشمیر کې به یې یوه شخړه له بد سرنوشت سره مخامخ کړي. 

څلور ورځې وړاندې د پاکستان یوې سخت دريځي ډلې تر لسو زیات هندي پولیس په کشمیر کې ووژل، هغه ډله چې د برید پړه یې ومنله، په پاکستان کې اوسي او هندوستان وايي چې دا بریدونه بې‌ځوابه نه پرېږدي. 
اوس پاکستان له دوو بحرانونو سره مخ دی، له یوې خوا دوی ساتلي ترهګر له ډار سره مخ دي او د دوی د خوښې جګړه نه کوي، له بلې خوا یې له امریکا سره روابط کړکېچن شوي او له بلې خوا هندوستان د نوو تګلارو په مټ پاکستان راایساروي.
د مارګیر مرګ اخېر له ماره وي، که طالب او داعش پرپاکستان مخ ور وا نه ړوي هم، خو چې دا پروژه د پخوا په څېر شتمن مشتري و نه لري، د پاکستان له‌پاره لوی افت دی.
کله چې له زاهدان څخه راستون شوی ملا اختر منصور په ډرون برید کې ووژل شو، پاکستان په لومړي ځل درک کړه چې له هند او افغانستانه پټ د دې هېوادونو ضد هر حرکت کولای شي، خو که دا لوبه یې له امریکا سره پیل کړه، بیا یې د سر خیر نه‌شته. 
پاکستان له تېر یوه کال راهیسې هڅې پیل کړې چې طالبان په نوي جوړ شوي اسیايي بلاک خرڅ کړي. 
دا بلاک چې له داعش څخه په وېره کې دی، اوس ترجیج ورکوي چې د افغانستان د دولت په نسبت طالب ته نږدې شي او خپل احتمالي وررسېدونکی دښمن په طالب مات کړي. 
طالب ځکه د ایران، روسیې، منځنۍ اسیا او چین له‌پاره غوره فیګور دی، چې داعیه یې فرا افغاني نه ده او که هرڅومره خطر پېښوي، یوازې دا خطر افغانستان ته متوجه دی.
په اسلام اباد کې د روسانو او ایرانیانو څو پټې استخباراتي ناستې د دې سبب شوې چې پاکستان څو طالب مشران په بېلابېلو دورو کې له روسانو او ایرانیانو سره کښېنوي. د ایران له خوا د جنوب طالبانو ته د مالي او تسلیحاتي پرېمانه مرستو رسېدل هم د دې مذاکراتو او استخباراتي غونډو د هوکړې برخه وه. 
پاکستان اوس ډبل ګېم کوي، هم له امریکایانو او غربي متحدینو سره یې سرخوځوي چې د ترهګرۍ ضد جګړه کوي او په شمال کې د روسانو، امریکا او چینایانو نوي بلاک ته د ګواښ په صورت کې به غرب سره ودرېږي هم له طالب څخه قوي استفاده کوي چې له روسانو، چینایانو او ایرانیانو یو څه راولوشي.
روسان او چینایان په دې برخه کې پر پاکستان د مجبوریت له وجې حساب کوي، د دوی په باور پاکستان د ترهګرۍ په زمینه کې ښه لوبغاړی دی، نو ښه دی چې متحد کړل شي. 
بل علت دا دی چې روسان پر افغان دولت ډېر حساب نه کوي، ځکه د امریکایانو متحد دی، نو غوره ګڼي چې دوی خپل طالبان ولري او له داعش سره یې وجنګوي.
په عین وخت کې پاکستان د داعش پروژه هم ډېره چټکه کړې ده، پاکستان تمه لري چې دا پروژه هم خپل مشتریان لري، خو دوی یې باید له طرحې څخه عمل ته راوباسي.
په قبایلي سیمو او په تېره وزیرستانونو کې، میرانشا او د اپریدو د مېشتېدنې په حوزه کې یوه لویه ساحه د پاکستان پوځ د داعش د روزنځای په توګه ځانګړې کړې او هره ورځ نویو جذب شويو ځوانانو ته په‌کې روزنه ورکوي.
دا ډله چې په اوایلو کې یې له طالبانو سره اړیکې وې او په ورستیو کې د طالب د حرکت سلسله ټکنۍ شوه، اوس ترجیح ورکوي چې په نوي تاکتیک او ټایټل وجنګېږي، نو داعش ته لاړل.
پاکستان په دې ډله کې خپل یو زیات شمېر عسکر او افسران هم ځای پر ځای کړي او د افغانستان ختیزو سیمو ته یې رالېږي. 
پاکستان فکر کوي چې امریکا داعش ته سخته اړتیا لري، د دوی په باور پاکستان به اول دا ډله ثابته کړای شي او بیا به د پخوانیو مجاهدینو او طالبانو په څېر له غربي متحدینو سره پرې معامله وکړي.
همدا ډبل لوبه ده چې طالب د روسیې، چین او ایران د ګټو د خوندیتوب له‌پاره وساته او داعش د غرب د یوه نیابتي ځواک په توګه چمتو کړه.
خو اوس نښې نښانې ښيي چې په نوې طریقه کې پاکستان ناکام شوی دی. د افغان دولت تاکتیکي او جنګي مهارت پیاوړی شوی، هر طالب، داعشی او بل ترهګر چې سر راپورته کړي، یوه اوونۍ وروسته سر خوري او هم له پاکستان سره د امریکا تازه ارتباطي ترینګلتیا د دې سبب شوې چې پاکستان په‌خپله لومه کې ګیر شي.
پاکستان هڅه کوي په پاکستان کې دننه داعش او طالب په کنټرول کې وساتي، خو تازه نښې ښيي چې وسله‌والې ترهګرې ډلې سره په تماس کې دي او ځينې عملیات د پاکستان د خوښې خلاف کوي.
سیاسي شنونکي په دې باور دي چې پاکستان به په افغانستان کې په سرحدي شخړه او نفوذي خیالونو لګیا وي، خو په کشمیر کې به یې یوه شخړه له بد سرنوشت سره مخامخ کړي. 
څلور ورځې وړاندې د پاکستان یوې سخت دريځي ډلې تر لسو زیات هندي پولیس په کشمیر کې ووژل، هغه ډله چې د برید پړه یې ومنله، په پاکستان کې اوسي او هندوستان وايي چې دا بریدونه بې‌ځوابه نه پرېږدي. 
اوس پاکستان له دوو بحرانونو سره مخ دی، له یوې خوا دوی ساتلي ترهګر له ډار سره مخ دي او د دوی د خوښې جګړه نه کوي، له بلې خوا یې له امریکا سره روابط کړکېچن شوي او له بلې خوا هندوستان د نوو تګلارو په مټ پاکستان راایساروي.
هغه مسجونه چې له ډیلي څخه مسکو ته رسېدلي، روسان یې هم د پاکستان په اړه دوه زړي کړي او ښايي په نږدې راتلونکي کې پاکستان له روسیې څخه یو بد ځواب ترلاسه کړي.
د چارو د کتونکيو په باور، پاکستان مجبور دی چې د طالبانو او داعش په لیکو کې خپل عسکر او افسران راولېږي، خو ټول په دې پوهېږي چې دا د پاکستان اخېري او د حیات په قیمت جګړه ده چې برخلیک یې ګونګ دی.
سرخط ورځپاڼه