په کلاسیک سیاست له نوي او ماډرن سیاستواله لوبه نه ګټل کېږي


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سید ګلاب بیدار
  • 938


سټراټيژيسټان وايي، هر هغه جنګ ته وردانګل اشتباه ده چې ستا دښمنان یې غواړي او هڅه کوي تا پکې ښکېل کړي، نو په دې صورت کې ته باید خپله سټراټېژي پر هغوی تحمیل کړې، نه دا چې هغوی ته اجازه ورکړې چې خپل سیاست پر تا تحمیل کړي او هغو فشارونو ته تسلیم شي چې د رقیبانو له خوا درباندې راوستل کېږي.
د سیاست او قدرت لوبه هم لکه جنګ داسې ده، مخالف دې هڅه کوي له هرې لارې درباندې داسې فشارونه راوړي چې بلاخره ته عصباني، وراخطا، کاواکه او د تصمیم نیولو له بحران سره مخ شې او بیا په بېړه داسې تصمیم ونیسې او داسې جنګ ته ورشې چې ستا دښمن یې غواړي.
دغه لارښوونه په افغانستان کې د قدرت، امتیاز او منابعو پر سر د حکومت او د هغو د سیاسي مخالفانو په اړه هم صدق کوي.
کله چې ولسمشر غني حکومت ونیو او بیا یې د تخصص او ظرفیت په پلمه داسې وزیران او چارواکي راوستل چې شاته یې ولسي ملاتړ نه درلود او هغه کسان چې پراخ نفوذ، زور او طاقت یې درلود په دې طریقه د قدرت نه څنډې ته کړل، نو هغوی هم قرار کښې‌نه‌ناستل او له هرې وسیلې او پلمې يې کار واخیست چې حکومت چپه، یا هم دومره کمزوری کړي چې بلاخره دوی ته پکې ضرورت شي او بېرته خپل پخواني منصبونه سمبال کړي.
د دې کار لپاره د حکومت ضد څو سیاسي محوره رامنځ‌ته شول چې هر یو یې ډېره لویه ادعا لرله او فکر کېده چې که د دوی خبره ځمکې ته وغورځول شي، هر څه به په بل مخ واوړي.
تر ټولو غټ محور د پخواني ولسمشر کرزي تر چار چاپېره رامنځ‌ته شو، بل د جهادي او تنظیمي ډلو محور دی چې د استاد سیاف په مشرۍ جوړ شو، درېيم د جنرال عطا او ظاهر قدیر مشترک محور و او څلورم په سوشیال مېډیا او رسنیو کې د حکومت ضد شبکو او جال جوړېدل و چې هڅه یې کوله هر څه خلکو ته سرچپه وښيي او خلک په ذهني انتشار اخته کړي.
دې ټولو محورونو په هماهنګ او عین وخت کې په پرله پسې توګه دومره په سرعت حکومت او هلته هم یوازې ولسمشر او د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر تر برید لاندې ونیول چې د افغانستان د حالاتو شننونکي یې هم په دې باور کړل چې حکومت به دوی کنترول نه‌شي کړای او هر څه به په بل مخ واوړي.
خو حنیف اتمر د یو سټراټيژیسټ په توګه په دغې سټراټيژیکې لارښوونې او قاعدې پوهېده، په ډېرو سړو دماغو او آرام مغز یې د دغو ټولو توطیو د مقابلې لپاره نقشه جوړه کړه، رقیبانو یې ډېره هڅه وکړه چې دی عصباني کړي، خو ده یوازې په خپلې نقشې فکر کاوه او ډاډه و چې که همداسې ورو، خو پرله پسې روان وي، د دې ټولو مخالفانو نقشې او ارمانونه به له خاورو سره خاورې کړي.
حاجي ظاهر قدیر او عطا محمد نور چې تر دا نورو مخالفانو یې غږ ډېر اوچت و او په ښکاره یې د حکومت چپه کولو ګواښونه کول، د ایران او روسیې په مرسته یې شخصي ملېشو جوړولو ته ملا تړلې وه، په ډېره ارامه او قانوني لاره يې کنټرول او غلي پر خپل ځای کښېنول.
هغه قانوني لاره او قاعده دا وه چې د قدرت د مشروع استعمال او انحصار حق یوازې له دولت سره دی او یوازې دولتي امنیتي ارګانونه وسله او د هغې د استعمال صلاحیت لري، له دې ور هاخوا که هر څوک کله د داعش او کله طالب سره د مقابلې په نوم وسله رااخلي او بیا ټول نظام چېلنجوي، دوی ته د زغمولو نه دي، بلکې کټ مټ به هغسې چلند ورسره کېږي لکه له وسله‌والو مخالفانو او ټروریسټانو سره چې کېږي.
دغې سټراټېژي له اخلاقي او قانوني پلوه حکومت په یو بهتره موقف کې راوست، عطا محمد نور او حاجي ظاهر چې ولیدل، حکومت د دوی د ګواښونو پروا نه کوي او له دې سره لا په ولس کې تجرید سره مخ کېږي، پر خپل ځای ساړه کښېناستل.
بل محور د پخواني ولسمشر کرزي دی چې وخت ناوخت به یې د خپلو پخوانیو وزیرانو او سیاستوالو په اوږه ټوپک کېښود او بیا به یې پر حکومت ډزې شروع کړې، ښه مثال یې د فاروق وردګ، کریم خرم او سپنټا ډزې دي چې ټولې پوچې وختلې.
له هغه وروسته کرزي هڅه وکړه چې د پخوانیو جنګ سالارانو، مافیايي کړیو، جهادي رهبرانو او حتا ملایانو يو داسې ایتلاف جوړ کړي چې تر حکومت لا قوي وي، خو حنیف اتمر په خپله نقشه کې د دغه ایتلاف ټولې مهرې څارلې او د هغوی په روان او علایقو پوهېدو، جلا جلا ورسره کښېناست، په داسې ژبه یې پوه کړل چې ځینې یې د حکومت ضد موقف پر ځای د حکومت په طرفدارۍ ودرېدل او ځینې یې غلي په کور کښېناستل او د کرزي دا ایتلاف یې داسې ړنګ کړ چې خپله کرزی هم ورته حیران شو، ځکه ویل کېدل چې کرزی د ایتلافونو په ماتولو کې مهارت لري، خو دلته د اتمر مهارت ته ګوته په غاښ پاتې شو.
د سیاف په مشرۍ د حراست شورا اعلان ته خورا ډېر تبلیغات وشول، خو کله چې د اعلان ورځ را نږدې شوه، نیمايي غړي چې د ورتګ ژمنه یې کړې وه، په کور کښېناستل او ټلېفونونه یې هم ګل کړل، حتا د سیاف ډېر نږدې کس مسلمیار هم دغې شورا ته ورنغی، کله چې غونډه پیل شوه، د شورا غړو د هغو خبرو پر ځای چې باید کړې يې وای، برعکس داسې څرګندونې وکړې چې په مجموع کې د نظام او اوسني سیاسي سیسټم ساتلو په ګټه وي.
تر ټولو خطرناک او شیطانۍ محور بیا د حکومت په منځ کې د حکومت په ضد ایجاد شوی و چې خورا ډېرې بېلګې یې موږ ولیدلې. 
د دوی کار دا و چې د حکومت خورا حساس او محرم اسناد راوباسي، د حکومت خورا مهم تصامیم مخکې له پلې کېدو رسنیز کړي او په دې توګه د هغو د پلې کولو مخه ونیسي.
په لومړیو کې دوی تر ډېره بریالي وو، د حکومت ډېر مهم تصمیمونه یې په دې توګه چېلنج کړل، خو د ملي امنیت د رییس نبیل په لېرې کولو سره دا شبکه بېخي کمزورې شوه، له دې څرګندېږي چې د دغې شبکې تر شا د نبیل په وسیله د کرزي لاس و چې دا کیسه هم په ډېر جالبه شکل ختمه شوه، خو دوی لا هم غلي نه دی ناست، دوی هڅه کوله چې د ځینو حکومتي چارواکو له خولې پر حکومت انتقادونه وکړي، د هلمند او غزني د والیانو د مرستیالان او یو څو کسه په همدې خاطر له دندو لېرې شول، دې خبرې نورو حکومتي چارواکيو ته هم پیغام درلود چې خپلې خبرې او ستونزې باید په مستقیمه توګه له دولت سره شریکې کړي.
په دې توګه ښاغلي اتمر په خپلو ټولو داخلي سیالانو برلاسی شو، د هغوی نقشې یې ور ویجاړې کړې، د دې پر ځای چې دی خپله ناامېده شي، خپل حریفان یې ناامېده کړل، دغه موده کې یې د هیچا خبره او واسطه و نه منله، هیڅ امتیاز یې ورته و نه مانه او دا جګړه یې په ډېر تدبیر او ځيرکۍ په ډېرې خاموشۍ مخ ته بوتله او لا هم په ډېر بریالیتوب میدان کې ولاړ دی.
داسې درېدل د ده حریفانو ته دا پیغام رسوي چې په کلاسیکو لارو چارو له یو نوي او مدبر سیاستوال او سټراټيژیسټ څخه لوبه نه شي ګټلای.
‫‏سرخط‬ ورځپاڼه