یونسیف: له ۶۵ زره افغان کورنیو سره نقدي مرسته کوو

یونسیف: له ۶۵ زره افغان کورنیو سره نقدي مرسته کوو


  • 2 کاله دمخه (17/01/2022)
  • سمسور نیوز
  • 795

سمسور (دوشنبه د مرغومي۲۷) یونسیف ویلي، په وروستیو شلو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د دوی مرستندویه ډلې نورستان ولایت ته تللي دي او دلته یې د لرې پرتو سیمو له بېوزله کورنیو سره نقدي مرستې کړې دي.

سرچینه وایي، دوی له مېندو او ماشومانو سره مرسته کوي، څو د ژمي په دې سخت وضعیت کې ځانونه خوندي وساتي. 

یونسیف اداره وایي چې د ژمي په اوږدو کې د افغانستان په درېیو ختيځو ولایتونو کې شاوخوا ۶۵ زره کورنیو سره نقدي مرسته کوي.

دوی له ټولو هغو مرستندویه بنسټونو او هېوادونو مننه کړې چې د ملګرو ملتونو له لارې له افغانانو سره مرسته کوي، خو ددې مرستو د لا ډېرېدو غوښتونکي دي.