یو خبریال انتحار کوي لویې او کوچنۍ ګټې


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • ګل رحیم نیازمن
  • 353

له عریضې وروسته په لومړیو دریو ورځو کې خو ایله د تذکرو له تاييده را وزګار شو، کله چې يې د پاسپورټ اخیستو لپاره د تعرفې (پیسو تحویلولو پاڼه) له مامورانو وغوښته؛ نو مامور ځواب ورکړ چې سبا باید ورشي او تعرفه واخلي. سبا سهار اته بجې ورغی، باران هم ورېده خو ده په خیال کې وختي خپل الکټرونیکي پاسپورټ اخیستی و او د عمرې په نیت له مور او کورنۍ سره د کابل پر لور روان و.
د باران یو نیم څاڅکي به یې د خیال مزي ته ورکش کړل یو وخت یې پام شو چې له وېښتانو یې د باران اوبه څاڅي چې د پاسپورټ د شعبې ماموران هم راغلل. کله چې بیا د نصرالدین خوا ته ورغی عریضه او د تذکرې رنګه کاپي یې د هغه پر مېز ورته کېښوده؛ نو نصرالدین هم په خبرو پیل وکړ چې له واسطو نه خلاصېږو، د وکیلانو، ریسانو، ملکانو او قومي خلکو سره څه وکړو بس په یوه منډه پاسپورټ غواړي له اوږدې مقدمې يې بیا خبریال ته مخ واړاوه چې موږ او تاسې خو پوهېږو چې ماموریت څه ته وايي؟ زه د چا لپاره سهار په دغه باران کې دلته راغلم خو د خلکو د خدمت لپاره راغلی یم خو دا خلک په خپل قدر نه پوهېږي.
خبریال هم د نصرالدین خبرې ته سر ښکته پورته وخوځاوه چې رښتیا هم ماموران د خلکو د خدمت لپاره دي او بیا پولیس چې شعار یې هم ( پولیس د ټولنې خدمتګار) دی. نو یې ورته وویل چې که زه نن تاته تعرفه درکړم دا خلک ټول انتقاد کوي، که ته ماسپښین راشې نو ښه به وي. خبریال هم روان شو، هغه فکر کاوه چې رښتیا به نصرالدین له ده سره خواخوږي لري او نه به غواړي چې څوک ورته د انتقاد ګوته ونیسي.
خبریال په دې څه پوهېده چې د نصرالدین ډېرې داسې خبرې زده دي چې په زړه پاک او صادقه خلک پرې وغولوي، که څوک لږ هم په ادارو کې بلد وي دده پر خبرو یې ښه سر خلاصېده چې څه غواړي؟
د یو پاسپورټ د اخیستلو لپاره په کندوز غوندې ولایت کې درې ورځې زیات وخت دی هغه هم داسې چې نیمه ورځ ورپسې وګرځي، خو د پاسپورټ ادارې قصداً د خلکو ګڼه ګوڼه جوړه کړې چې خلک په عذاب شي او کارونه کمیشنکار ته وسپاري او یا مخامخ له دوی سره معامله وکړي.
ماسپښین دوه بجې د کندوز د امنیې قوماندانۍ پر دروازه خلک داسې راټول وو لکه د میږیانو سوري ته چې ګوړه کښېږدې، ټېل ما ټېل پیل و، یو تن پولیس به خپل ټوپک تر شپېلۍ ونیوه او خلک به یې پرې وهل چې شاته شي، خبریال د سړک له بلې غاړې ننداره کوله.
له ماسپښینه وروسته د پاسپورټ د مدیر سید مهرالدین انوري دفتر ته ورغی چې که ګوندې کار یې ورخلاص کړي، هغه د دروازې ساتونکي ته غږ کړ چې ایام الدین باید دده خواته ورشي، ایام الدین ته د پاسپورټ مدیر وویل چې دا سړی خبریال دی او باید زر تر زره یې کار خلاص کړي، ایام الدین مخکې تر دې هم د تعرفو په لیکلو بوخت و، خو چې د مدیر خواته راغی ویل یې: ( صیب اګه ما الی بری اینا تعرفه نوشته کنم صدای مردم میبراید، مه تعرفه را شب خانه نوشته میکنم صبح بیاید بیګرد) ایام الدین مخکې تر دې هم یو ځل کاغذونه د خبریال پر مخ ویشتلي وو چې باید پنجشنبې ته منتظر شي.
د پیسو له تحویلولو، کنټرول، د مالي او اداري له دفتره له ټاپې او د جنايي له ادارې تر تايیدي وروسته نو د بایومیټریک کارونه وو چې خلاص یې کړي او ډاټابیس ته یې مالومات و خېژوي، دغو کارونو پوره لس ورځې ونیولې چې نن او سبا نن او سبا...
خبریال لیدل چې د ولایتي شورا له وکیل سره یو تن په یوه ورځ کې پاسپورټ اخلي، خبریال لیدل چې کمیشنکارانو په اداره کې عامو خلکو ته ځای نه ورکاوه، خبریال لیدل چې ریسانو مستوفیانو او قوماندانانو چې به خلک رالېږلي وو ټول کارونه به یې نصرالدین کول او په یوه ورځ کې به یې عکسونه په کتاب کې نصب شول او لېسټ به یې کابل ته ولېږل شو، خو د ده کار نه خلاصېده.
هغه چې به سهار له کوره راووت د دفتر کارونه به ترې پاتې وو، په دغه میاشت کې يې خپلې رسنۍ ته هم پوره راپورونه نه وو لېږلي، دفتر ترې همدا پوښتنه کوله چې ولې يې راپورونه کم دي، خبریال به د پاسپورټ مدیر سید مهرالدین ته زنګ وواهه چې که ماموران یې ورته په کار کې عجله وکړي، خو مامور به خپل مدیر ته له صاحب، صاحب ویلو وروسته دده کارونه نور هم شاته کړل.
دا یې یوولسمه ورځ وه چې کار یې بند و او ډېرو یې په مخ کې د ټوپک، رشوت او واسطو په زور په یوه ورځ کې کارونه خلاص کړل او لېسټ به یې کابل ته راولېږل شو.
پنځه ورځې خو یې مور، ښځه، بچیان او خپله یوازې په دې پسې په باران او یخنۍ کې راغلل چې بایومیټریک یې وشي، له ده سره به یې هره ورځ بچیان د پاسپورټ ادارې ته راروان وو چې بچیان یې د یخنۍ له وجې سینه‌بغل هم شول او په دریو نورو ورځو کې يې یوازې د ډاټابیس په فورمه کې د ګوتې لګولو لپاره زنانه له ځان سره راوستلې، خو بخت ورسره یاري نه کوله او نه ترې د چا سترګه سوځېده چې کار یې وکړي، ځکه هغه خپل کار کمیشن‌کار ته نه و ورکړی او نه یې کوم وکیل له ځان سره راوستی و.
ده هم خپل کارونه خلاص کړي وو په دې اخېره ورځ یې غوښتل چې خپل کار کمیشن‌کار ته تسلیم کړي، کله چې له خپلې کورنۍ سره د پاسپورټ له ادارې راووت څو تنه خبریالان یې ولیدل، د ده هم زړه خوړین شوی و، بس د خپل زړه غوټه یې ورته خلاصه کړه، ویل یې چې ده د نظام په طرفدارۍ باندې له ځینو خپلوانو سره خپلوي راشه درشه پرې‌ايښې ده ځکه هغوی د نظام مخالف دي خو نظام دغو خلکو ته څه ورکوي، له دې پرته چې ویې ځوروي او پیسې ترې واخلي یا خپل کارونه کمیشن‌کارانو ته ورکړي، خبریال زیاته کړه چې دا یو خبریال دی ممکن د پاسپورټ د مامورانو هم ترې رخه وشي چې پر کارونو یې راپور نشر نه کړي چې دده کار یوولس ورځې نیسي؛ نو د عامو خلکو به څه حال وي؟
خبریال به هره ورځ لس ځله د پاسپورټ د ادارې مخې ته ودرېده او د دروازه‌وان پولیس رد بد به یې اورېدل، د دغو څو ورځو ستړیا او له کاره پاتې کېدو یې نور له نظامه، له وطنه او له هر څه زړه تور کړی و نو یې نورو خبریالانو ته ویل، «زړه یې غواړي انتحار وکړي.»
‫سرخط‬ ورځپاڼه