د کرونا ویروس د ۹۴ تازه پیښو ثبتیدل

د کرونا ویروس د ۹۴ تازه پیښو ثبتیدل


  • 8 مياشتي دمخه (05/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 379

د عامې روغتیا وزارت وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۹۴ تازه پیښې ثبت شوي او په همدې موده کې له یادې ناروغۍ ۷ تنه مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو په وینا په یاده موده کې له ۱۳۶ تنه بیرته له کرونا ناروغۍ څخه ښه شوي دي.

د مسوولینو په وینا د تازه پیښو له ثبت سره په هیواد کې د کرونا ویروس د ناروغانو ټول شمیر ۵۳ زره او ۱۰۵ تنو ته ورسید چې له ډلې یې دوه زره او ۲۲۴ تنه مړه شوي او ۴۲ زره او ۶۶۶ تنه بیرته رغیدلي دي.

افغانستان کې د کرونا ویروس دویمه څپه د لړم په ۲۸ نیټه تایید شوه خو په وروستیو ورځو کې پر کرونا ویروس د اخته کیدو او مړینې کچه د یادې څپې د پیل په پرتله ټیټه شوې ده.