د دین په معاصر فکر کې د امت او ملت شخړه


  • 11 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • عبد الغفور پېروز
  • 304

 له کومه وخته چې د اسلامي نړۍ په کچه د مسلمانانو لویه واکمني له منځه تللې او د مسلمانانو له سیاسي-فقهي ادبیاتو سره سم د خلافت شرعي نطام ړنګ شوی، له هغې ورځې تر ننه بېلا-بېلو ډلو او اشخاصو هڅه کړې چې اسلامي امت یو ځل بیا هماغه تاریخي دور ته وروګرځوي.

د دې لپاره د دیني نصوصو په رڼا کې (چې ډېری تعبیرونه یې هم پر ځای نه دي کارول شوي) ګڼې نظري او عملي هڅې شوې دي، خو په ټوله کې یې پایلې له درنو زیانونو پرته بل څه نه دي. 

که د فقهي له فني بحثونو هاخوا د معاصر دیني تعبیر ادبیات، لیکنې، نشرات او د یو ایډیال نظام جوړولو لپاره تر نولسمې پېړۍ وروسته خورې ورې هڅې تر نظر تېرې کړو، د ټولو تر منځ له ګڼو اختلافونو سره-سره دا یو ټکی مشترک دی چې د دې لارې لارویانو د اسلامي نړۍ ګڼ ملتونه د مسلمان امت تر شعار لاندې په داسې ستونزو کې ښکېل کړي چې د خلاصون یوازېنۍ لاره یې د ګردې اسلامي نړۍ په کچه د مختلفو رسمي جغرافیو تر جوړښت د محدود معاصرو دولتونو منل او د امت د سیاسي تعبیر پر ځای د هغه ار دیني شکل ته رجوع کول دي.

د خلافت لپاره مبارزه کوونکې ډلې او ګوندونه داسې فکر کوي چې په قران او نبوي لارښوونو کې د امت کوم لفظ یاد شوی، د هغه هدف په سیاسي او جغرافیايي شکل د ټولو مسلمانانو تر منځ د داسې یوه امارت شتون دی چې مشري یې د خلیفه په لاس کې وي، له دمشق، بغداد، ریاض، قاهرې او یا د بل اسلامي هېواد له کومې سیمې د مسلمانو پراخه جغرافیه اداره کړي، اوس‌مهالي هېوادونه یې واړه اداري تشکیلات وي او هر مسلمان یې د خپل دیني فرض له مخې داسې اطاعت وکړي، لکه د رسول په وخت کې چې د هغه موجودو ملګريو کاوه.

په دې توګه ګواکې خلیفه پر ځمکه د خدای استازی دی، د امر منل یې دیني وجیبه ده او که یې څوک و نه مني، یا دغسې کوم امیر و نه لري، هغه د خدای په قهر اخته دی.

په دې ضمن کې نورو تعبیرونو او جزي اختلافونو ته له پام پرته ویلای شو چې د ملت پر وړاندې د امت دغسې تعبیر د مسلمانانو تر منځ د ګڼو کړکېچونو او شخړو یو لوی عامل دی، ځکه د زمانې په بهیر کې هیڅکه د سیاست، نظام، ادارې، ټولنې، اقتصاد، زده کړو، ملي زعامت، چارو د وېش او نورو په اړه د انساني ټولنې افکار او مقررات په یوه ډول دوام نه شي کولای.

دا یوه مستمره پروسه ده چې د زمانې په هر پړاو کې نوي نوښتونه او رنګونه خپلوي، څېرې یې بدلېږي، غوښتنې یې تغیر مومي او زاړه فکرونه و روشونه یې د ستونزو حل نه شي کېدای، نو که موږ امت په همدې تعبیر واخلو ایا د اسلام د سیاسي، ټولنیزو، فقهي، مالي او نورو مسایلو په اړه د مسلمانانو د ژورو اختلافونو په دې دروان کې کولای شو ټول او یا یې ډېره برخه و ملتونه تر واحد اداري جوړښت لاندي د یوه ځانګړي فکري مکتب په پوښښ کې کنټرول کړو، هغه هم په داسې حال کې چې شرعي مسایل به د یوه خاص فکر تابع وي؟ څوک چې لږ شعور هم ولري، هغه په دې پوهېږي چې دا هیڅ امکان نه لري.

په ټوله کې د ډېری عامو مسلمانانو او په خاصه توګه څوک چې د اسلامي انقلاب، اسلامي سیاست او اسلامي خلافت یا په بل عبارت د شرعي نظام لپاره هڅه کوي لویه ستونزه د دین په روح د سم پوهاوی کمی، د تېر او اوسني تاریخ تر منځ د هر ډول توپیرونو نه درک او د دین وسیاست تر منځ داسې خلط دی چې له امله مو یې نه دین وساتلای شو او نه هېواد و ملت.

امت په اصل کې د یوه دین د پیروانو لپاره کارول شوې قراني اصطلاح ده او هلته خپل خاص تعبیر لري، هدف یې دا دی چې هر مسلمان د قران پر بنسټ د یوه خاص کتاب تر چتر لاندې د ځانګړي دین څښتن دی چې ټول په یوه امت یادېږي، دا نه کومه سیاسي اصطلاح ده او نه هم د خلافت له نظام سره تړاو لري.

مسلمانان پخوا هم یو امت و او اوس هم یو امت دی، اسلامي امت په دې سره له منځه نه ځي چې مسلمانان د خپلو اړتیاوو پر بنسټ مختلف دولتونه ولري او د اسلامي نړۍ په کچه یې د واک چارې د بېلا-بېلو هېوادونو په خاصه جغرافیه کې اداره شي چې هلته مېشتو ټولو قومونو ته یې یو ملت ویل کېږي او د ملت ټول غړي له هر ډول فکري اختلافونو سره-سره خپلې ملي ګټې وپالي، د ساتنې لپاره یې مدني او سیاسي هلې-ځلې وکړي او د خپل وخت او حالاتو له غوښتنې سره سم داسې سیاسي نظام جوړ کړي چې په وسیله یې خپلې ګټې خوندي کړي.

دا کار نه له اسلام سره تضاد لري او نه د مسلمانانو واحد امت ته زیان رسوي، که اسلامي نړۍ تر زر ډېر هېوادونه او ملتونه ولري، نو هم ټول مسلمانان یو امت دی، ځکه په اساساتو کې ټول د یوه دین، یوې عقیدې، یوه رسول او یوه کتاب لارویان دي، نه یې فقهي فرعي اختلافات د یوه امت کېدو وحدت ته زیان اړوي او نه د بېلا-بېلو اړتیاوو پر بنسټ جغرافیايي وېش.

کومې ډلې او اشخاص چې امت او ملت د یوه بل پر وړاندې دروي، هغوی نه په تاریخ خبر دي، نه په شریعت او نه د انبیاوو په سېرت. 

دغه ډول افکار د اسلامي نړۍ په منځ کې هغه وایروسونه دي چې مسلمانو هېوادونو او ملتونو ته یوازې ویجاړی او مرګ راوړي، له دې پرته یې بله هیڅ کارنامه نه ده کړې.

که مسلمانان رښتیا هم غواړي چې د دین په رڼا کې ارام، پرمختللی او سوکاله ژوند وکړي، د دغه ډول ډلو او افرادو ټول شعارونه دې یو ځل بیا د اوسنیو شرایطو او حالاتو په رڼا کې له موجودو امکاناتو سره سم وڅېړې، ماخذ دې یې وګوري، د قرن او نبوي سنت له مخې دې یې پر تشریح تم شي او په دې اړه دې د امت د رښتنيو او متخصصو پوهانو نظریات مطالعه کړي.

د امت او ملت د متضاد بلونکيو او د هر یوه په ار مفهوم د نه خبر درلودونکيو بدمرغي همدا ده چې نه اساسي دیني پوهه لري او نه هم د روانو حالاتو په رڼا کې د خپلو اهدافو پر شونتیا فکر کوي.

‫سرخط‬ ورځپاڼه