په خپله جوله کې د پښتوشعر د سيا لۍ هڅه


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • پوهاند دوکتور مجاوراحمد زيار
  • 248

 ٢ ـ څپرکی

شعر د ژبني هنر ادب) په بېلابېلو ځېلونو کې تر گردو لوړ تخيلي او زړه راکښونکی ځېل او د انسان د ښکلاييز څوب (ذوق) روزونکی او خړوبو-ونکی او بيا داسې ځېل دی چې په ټوله مانا يې د ناځانخبرۍ(ناخودآگاه) ناسپړلې او زېرمه شوې هيلې او ارمانونه ځانخبرې(شعوري) نړۍ ته راباسي او را پوخلا کوي يې. له دې چار و دندې سره د ((شعر د شعر لپاره)) ليدتوگه ردېږي چې د ټوليز هنر په تړاو يې د الماني ايډيالېست فېلسوف مانوېل کانت(۱۷۲۴ - ۱۸۰۴) څخه يې سرچينه اخېستې ده. هغه هنر د ښکلا د پنځونې لپاره د انسان هاند و هڅه ، په بله وينا، هنر د هنر لپاره باله. دغه اندتوگه له هماغه راهيسې دا دوې- دوې نيمې پېړۍ پرله پسې تر سختو نيوکو لاندې راغلې او په کلکه رد شوې ده، په ځانگړي ډول د زيگموند فرويد (ز ۱۸۵۶- ۱۹۳۹) د روانشنيز(سايکانالېستي) اند توگې له رامنځته کېدو راهيسې چې هنر د انسان په ناځانخبرۍ (تحت ا لشعور) کې له تمبول شويو او زېرمه شويو هيلو او ارمانونو سرچينه اخلي. له دې سره يوازې د نوږيز- ښکلاييزو گرومونو (عقدو) خړوبونه،نه، بلکې د ټولنوټيزو (سوشل-اېکانوميکو) هغو هوارونه هم رانغاړي.
همدا خبره ده چې استاد پوهاندرحيم الهام(١٣مخ) د کانت اند توگه له علمي پلوه ناسمه بولي او ليکي:
((...که هنر د ښکلا د تخليق لپاره هڅه وي، هنر او ښکلا سره يو انډول کېږي او دا نتيجه ورڅخه حاصلېږي چې گوندې د هنر غايه پخپله هنر دی)).

د لندن مېشتي فلسفي ادبپوه اسماعيل خويي له خوا د شعر څه ناڅه ښه ترا اوډلی او منلی پېژند ((شعر په کره، کېښکلې او اهنگينه ژبه، د اند و واند ولوليز تړون دی = شعر گره خوردگی عاطفی انديشه و خيال است در زبان فشرده و آهنگين)) او ورسره تړلی ((ژب - ښکلاييز)) او ((ژب - انديز)) دايلکتيک دا راجوتوي چې جوله (شکل) د ((مخيٌله وينا)) په توگه د شعر آر جاج او جوهر، په بله وينا (( ښکلاييز ارمان)) ته رښتياينه (تحقق) وربښي او ورسره ورسره انديزه منځپانگه او پيغام، په بله وينا (( ټولنيز ارمان)) هم رانغښتل کېږي. دا به ومنو چې شعر ته تر بل هرادبي ځېل (ژانره) تر ډېره د يوه نږه هنري ځېل په سترگه کتل کېږي، خو د هنري ارمان تر څنگ يې ټولنيز ارمان و پيغام هم له پامه غورځېدای نه شي. هرگوره، په دې توگه به، هغه شعر يو رښتينی شاهکار وي، بې له دې چې پکې رانغښتی ټولنيز ارمان او پيغام د چا ښکلاييز څوب (ذوق) و زمولي، هممهال يې منلوته ورچمتو هم کړای شي.
دا هم هېرول په کار نه دي چې گنې پر((شعريت)) باندې ټينگار دې، گړسره د ((هنر د هنر لپاره)) ټولۍ (مقوله) راخپله کاندې او بيا د همدې ليدتوگې پر بنسټ تر دې ښندې (مبالغې) پورې چې وايي:
((اصيل شعر مټې تر دويم نړيوال جنگ را وروسته منځته راغلی دی))! مانا داچې د زرگونو دانته وو، گويته وو، گارسياوو، هوگوو، پوشکينانو، بايرنانو، فر دو سيانو، خوشالانو... هستونې او پنځونې دې هېڅ پر هېڅ او هېر پر هېر وگڼل شي، او له دې سره پردې زباد شوي واقعيت هم سترگې پټې شي چې د شعر و ادب په گډون په گرده بشري پوهنيز- فرهنگي ډگر کې وسمهال د تېرمهال او وستر مهال تر منځ يو پول دی او له ړنگېدو سره يې هرڅه له منځه ځي!

له پاسنيو څرگندونو دا پايله اخېستل کېږي چې ((شعريت)) د ((ژب - ښکلاييزې)) جولې زېږنده دی او همدغه دوه اړخيزه جوله ده چې د ((مخيٌله وينا)) په توگه يې جاج او مفهوم وربشپړوي. دويم، يا درېيم جوليز اړخ((رغاونيز تخنيک)) د دغې ((مخيٌله وينا)) کوم اړين رغنده ټوک (متشکله جزء) نه گڼل کېږي او ان پخپله عربو چې شعري اډانه يې پرعروضي سېستم ټيکاو لري او ور اوډلي يې دي، د يادې شوې ټولۍ (مقولې) نوښتگر يې هم بللای شو. په دې ډول ((وزن، قافيه، رديف)) او ورسره نظمي کالبونه يا ژانرونه... هم د شعر له پېژند (تعريف) څخه اېستل کېږي. نو کوم تول وتال يا وزن، قافيه، رديف... چې نه يوازې عربو او موږ، بلکې د نړۍ ډېريو ژبنيو ټولنو ورسره تړلي او رادود کړي دي، موخه يې ((موسيقيت)) دی، نه ((شعريت))!

هرگوره، نن سبا دغه موخه هم نوره په کړن کې خرخشنه شوې او هغه دا چې نه يوازې پر نړيوال کچ ازاد(موزون او بې قافيه) لاڅه چې سپين (بې وزن و قافيه) او ناپېيلي (منثور) شعر موسيقۍ ته لار موندلې ده.په پارسۍ کې، نيما شوويچ د شلمې پېړۍ په درشل کې د نيم ازاد پارسي شعر سېستم رامنځته کړ او پېنځه شپږ لسيزې راوروسته احمد شاملو تر بې وزن و قافيې ((شعرسپيد)) را ورسوله، سيما بهبهاني او څو نورو بيا ان ټولمنلی رومانتيک ځېل ((غزل)) هم د پښېلو (قافيو) له باستيله راوکېښ.
په پښتو (و)گړني شعر کې چې له دغو درو ډولو څخه لومړۍ دوه شتون لري، همزمان سندرې هم دي، په بله وينا، همېشه له ټنگ ټکور سره ملې پاتې شوې دي او له ژب - ښکلاييز پلوه هم په اړوندو پرگنو کې پوره منښت او گرانښت لري: ازاد وزمې سندرې، لکه لنډۍ، سروکي... او سپين وزمې، لکه د کيسو او نکلونو نارې او داسې نورې؛ په متلونوکې بيا د دغو گردو شعري فورمونو څرک لگولای شو، ازاد لکه:
- په باران پسې پټی گرځوې- په خيرات پسې شکری،
- بنيادم يو نور- جامه يې دوه نوره،
- پور چې تر سل تېر شي- وچه يې مه خوره...؛
سپين، لکه:
- بې عقله زوم د خواښې په باټو ختاوځي،
- بډای يې له خواره گټي، خوار يې له بډايه،
- وزه چې پربام وخېژي، لېوه ته هم ښکنځل کوي... .

په هره توگه، لکه څنگه چې د ټولنيز ارمان او پيغام په تړاو څرگنده شوه، تول وتال يا موسقيت، په بله وينا، وزن و قافيه تر هغې پاموړ گڼل کېدای شي چې د ((شعريت)) پر تاوان پرې نه وځي. په دې لړ کې يې توليز (وزني) سېستم يا تخنيک بيا، او هغه هم چې پر يوه ژبه له بلې ژبې څخه راتپل کېږي، له دغه پلوه په هېڅ ډول د منلو او زغملو جوگه کېدای نه شي، لکه واخلې، پر پښتو باندې د عربي عروضو او بحور و راتپنه؛ قافيي آرونه او دويونه يې که څه هم لږوډېر له ليکني او دېواني شعر سره اړخ لگوي، خو بيا هم ورته له پښتو غږپو هنې سره سمون ورکول په کاردي. نو د دې لپاره چې دغو ټولو اړخونو ته مو پښتو جوله او جامه ور اغوستې وي، په څلورم څپرکي کې تر څېړنې لاندې نيول کېږي.

په پای پای کې تر ټولو خبرو وروسته، له نړيوالې شعري سيالۍ څخه زموږ موخه بيا هم يوازې او يوازې پر ((هنري ارمان)) ډډه نه لگوي، بلکې ورسره ورسره د ټولنيز او بيا انساني ارمان رانغښتنه هم په پام کې لرو. دا به د نننۍ غمځپلې نړۍ او غمېدليو او غموليو انسانانو پر وړاندې څومره بې توپيري وي چې د بل هر هنر غوندې له شعره يوازې د ښکلاييز څوب (ذوق) د راويښونې، خړوبونې يا روزنې کار واخېستل شي.
دا دهنر د الهې ((ميوزې)) پر وړاندې کومه نابښنوړه گناه نه ده چې د نوبل نړيواله ادبي جايزه ، نه يوازې له هنري پلوه، بلکې د ټولنيز ارمان او انساني پيغام له پلوه هم ارزول کېږي او په همدې لاسوند تر اوسه زياتره د همداسې ژمنو او پرمختلليو (مترقي) داستان ليکونکيو او شاعرانو په برخه شوې ده. له دې خبرې هم څوک نټه نه شي کولای چې ((هنر)) او((پوهنه)) اوږه پر اوږه د انسان په گټه د پنځ(طبېعت) په اېلونه، په بله د ټوليز بشري تمدن په منځته راوړنه او پرمخوړنه کې ونډه لرلې او لري يې. نو شعر هم د يوه هنر په توگه له دغه پلوه بې ونډې نه شي پاتېدای، يا دچا خبره مستثناکېدای نه شي او په کارده د دغه نفيس و نازک هنر له جادويي اغېزه د ننني ښکېللي او زبېښلي انسان د ژغور، ازادۍ او سوکالۍ لپاره هم گټه واخېستل شي، نه داچې يوازې د هماغو ښکېلاکگرو او زبېښاکگرو د مزو چړچو لپاره ځانگړی کړ شي. هو هماغسې چې پوهنه پاړکيز توپير و تبعيض نه شي منلای او زغملای، دغسې يې هنر او په دې لړ کې يې شعر هم نه شي منلای او زغملای.
د پس نومهالۍ (پوست مودرنېزم) او ورسره د بېلابېلو تشتورو فورمالېستي اېزمونو پلويان او د ريالېزم او هومانېزم سوگند خوړلي نټيالي (منکرين) يې له يوې پېړۍ راهيسې د (( نږه)) هنر و ادب او بيا شعر په نامه انگروزه کوي او نن سبايې د پانگواکۍ د انساني ضد نيو لېبرالېستي او گلوبا لېستي اوتو بوتو په لمسه او ننگه غواړي، گردې هنري- ادبي پنځونې د پېر و پلور بازار ته ځانگړې کاندې او د دې لپاره چې لکه الکترونيکي او سېبرنېتيکي (ويديو گېمونه، ساينس فېکشنونه ...) يې يوازې پر سرگرميزه او سودا گريزه موخه را وڅرخوي، نو ټول زور پر ژب - ښکلاييز اړخ، په بله وينا، جوليزواله (فورمالېزم) اچوي او ژب - انديز اړخ کورټ له پامه غورځوي، د چاخبره يو مخيز، اند له وانده بلهاروي!