بلخ ادبي خوځښت ((ام البلاد ادبي بهير))


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • نورالله سائس
  • 348

 بلخ ادبي خوځښت څانګې( ام البلاد ادبي بهير) خپله اونيزه غونډه يوځل بيا دغبرګولي په ۲۴ مه دپنجشنبې په ورځ په څلورو بجو دبلخ ولسوالۍ نوبهار بلخ په عالي لېسه كې وكړه.

په دغه غونډه کې د بلخ ولسوالۍ مرکز او شاوخوا کليو څخه نږدې دېرش تنو شاعرانو او فرهنګيانو برخه اخيستې وه. 
غونډه دجمعه ګل رسولزوى په تلاوت پيل شوه، دوياندۍ چارې حبيب الله اكبري پر مخ وړلې، مشر مېلمه بهاوالدين ارماني او کوربه يې جمعه ګل رسولزوی وټاکل شول. 
ددې اونۍ د کره کتنې لپاره د محمد عالم سيدي غزل وړاندې شوی و، چې د هغه نه شتون له کبله ونه شوه. 
د تېرې اونۍ راپور نورالله سايس ليکلی و، چې د ملګرو له خوا وستايل شو او نقد پرې شو.
آزاده مشاعره محمد سليم ترابي په يوه شوخه ټپه پيل كړه:
يارمې روژه كې غېږه غواړي
دمدرسې طالبه ګوره كتابونه

مشاعره د شاعرانو په شوخو او مينه ناکو شعرونو ژوندۍ ساتل شوې وه. 
دغونډې په پاى كې مشرميلمه: بهاوالدين ارماني غونډې ته له خپل راتګ څخه خوښې څرګنده كړه او وويل: ((زه له ټولو ځوانانو څخه غوښتنه كوم چې تل دې دام البلاد ادبي بهير سره اووسي تر هغو چې دابهير وي)).
نوموړي زياته كړه، غونډه دكره كتنې په برخه ښكلا پيدا كوي او له ټولو شاعرانو څخه يې وغوښتل چې په كره كتنه كې دې برخه واخلي.
دغه راز دغونډې كوربه جمعه ګل رسول زوى  ټولو ملګرو ته ښه راغلاست ووايه او زياته يې كړه چې ننۍ مشاعره ډيره خوندوره وه.
رسول زوى له ملګرو غوښتنه وكړه چې دنورو بوختياوو ترڅنګ دې يوه خاصه برخه دمطالعې لپاره ځانګړې كړي.
په پاى كې اسدالله نوري د پرخې او پسرلي د مجلو تر څنګ په بهيروالو يو شمېر نور کتابونه هم ووېشل او د اونۍ په ترڅ کې د لوستنې غوښتنه يې ترې وکړه. 
نوموړي وويل، چې دا به د لوستنې يوه لړۍ وي، چې هره اونۍ به بهيروالو ته د لوستل شويو کتابونو پر ځای نوي هغه ورکوي. 
نورې ددې کار موخه لوستنې د عامولو د ملګرو د معلوماتو زياتول وبلل. 
په پاي كې دعصمت اله رحيمي لنډه كيسه دراتلونكې اونۍ لپاره كره كتنې ته وړاندې شوه او مشاعره په وياند له كره كتنې وروسته دسميع الله رحماني په خيرې دعا پاى ته ورسيده.